د انسان له پيدا يښت سره ژبه پيدا شوه او د ژبې د هنري کولو لپاره الله (ج ) ځينو انسانانو ته ځانګړې وړتياوې ورکړې دي. په هره ټولنه او د هرې زمانې انسان دخپل چاپېريال تر اثر لاندې د وخت ساده ژبه هنري کړې چې د همغې ټولنې وګړيو ته يې په زړه کې لارې کړي دي.
داچې د وخت په تېرېدوسره ټولنې بدلون موندلى اودخلکو غوښتنې بدلې شوي، نوهمدا وجه ده چې ژبې هم ورسره سم يو څه نسبي بدلون موندلاى دى،يعنې د هغه وخت ځينې کلمې يې پرېښي او ځينو نويو کلمو ته يې په ځان کې ځاى ورکړى دى همدارنګه ادب يا د ژبې هنر هم بې تفاوته پاتې شوى نه دى بلکې وخت په وخت يې بدلون موندلاى دى.
که مونږ دپښتو ژبې ادبي تاريخ ته ځير شو لومړى کتاب چې په نثر کې مکمل  لاسته راغلى د بايزيد روښان خيرالبيان دى .
ددې لپاره چې نوموړي خپلې خبرې هنري کړي وي څو پر او رېدونکو يې پوره  اغېز وشي يا يې پر زړونو دخپل فکر جاد ور پو کړي نو له سجع څخه يې کار واخيست . تر ده وروسته دده پيروانو دولت لواڼي، مخلص ، واصل ، ميرزا انصاري اونوروخپل فکر په منظومه ژبه غزل يا غزل ته ورته بڼوکې وړاندې کړى دى . په دې دور کې  تشبيه  د خبرې د څرګندولو لپاره هنري ارزښت لاره ، لکه په لاندې بيت کې  چې نفس له سپي سره تشبيه کوي:
نفس پليت خروړى سپى دى
ورته ووايه چې کورې
ميرزا خان انصاري ددې دور پياوړى شاعر دى چې پوره ديوان يې د غزل په بڼه د وحدت الوجود له فلسفې سره غبرګ ټولنې ته وړاندې کړ،
دهنر په لحاظ د نوموړي يا د پورتنيو ښاغليو شاعري له خپل وخت سره  څه خاص معنوي کمى نه لاره خو د ژبې او ادب له پرمختګ سره يې خپل مانوسيت  له لاسه ورکړ اوس يې په عامه بڼه په معنى نه پوهېږو او يا ځينې کلمې يې زموږ لپاره بالکل نا مانوسې دي.
کله چې د خوشحال خان خټک د شعر شاهين په پرواز پيل کوي نوموړى په کلام کې د تشبيه ، استعارې ، مرسل مجاز او کنايې دنګه ماڼۍ جوړوي چې ژبه  يې لا پسې هنري کړې ، د شعر دا ماڼۍ حميد مومند رنګ کړې او کاظم خان شيدا پکې رنګارنګ ګلونه انځور کړي دي. دا چې خبره راڅخه ډېره اوږده نشي نو په لنډون سره دا ويلاى شو چې د ژبې د هنري کولو لپاره بديع ، تشبيه ، استعاره ، مرسل مجاز  او کنايه د ملا د شمزۍ حيثيت لري چې دا ټولې برخې په زړه شاعرۍ کې په پوره انداز ه موندلاى شو.
دا چې په معاصره دوره کې زموږ شاعران تر دې هم مخکې تللي نو شعر  ته يې د سمبول ګاڼه هم ور زياته کړې ده .
سمبول يا علامت په شاعرۍ کې هغه کلمې دي چې هر لوستونکى ترېنه دخپل فکر په بنسټ خپل مطلب اخيستلاى شي . سمبول يوازې د يوې معنى لپاره نه راوړل کېږي بلکې له هغه څخه ګڼې معناوې مرادېدلاى شي ، ځينې وايي سمبولېزم هغه سبک ته وايي چې هر څوک پکې يو شى  ويني.  سمبوليک شعر بايد داسې وي چې د عامو وګړيو له پوهې څخه لرې وي فقط يو څه اندازه د هغه په معنى پوه شي.
سمبول هم داستعارې غوندې د (مشبه به) راوړل دي اومراد ځنې ( مشبه) دى.
دا کار په دوه وو تو پيرونو تر سره کېږي . 
۱- په سمبول کې (مشبه به)  په څرګند ډول په يو ځانګړي (مشبه) دلالت نه کوي بلکې د هغه دلالت پر څو نژدې مشبه وو باندې کېږي .
۲- په استعاره کې دا ضروري ده چې له مشبه دويمه معنى مراد شي،  مګر سمبول په همغه خپله معنى کې هم کارېدلاى شي ،سمبول څرګنده قرينه نلري.
پټه دې پاتې نه وي چې زموږ د کلاسيکې دورې هغه شاعران چې په تصوف پورې تړلي دي ځينې صوفيانه سمبولونه کارولي دي چې وروسته به پرې رڼا واچوو.
سمبول په دوه وو لارو ژبې ته ننوځي:
۱- عمومي يا قرار دادي سمبولونه :  دا هغه مبتذل سمبولونه دي چې په ډېر تکرار سره همغه ځانګړي يو يا دوه وو مشبه  وو باندې دلالت کوي  ، لکه صوفيانه سمبولونه .
 که څه هم په دې لاره کې ځينو شاعرانو خپل سمبولونه ځانته وضع  کړي خو بيا يې هم له مشهورو سمبولونو څخه يو څو د بېلګې په ډول رااخلو:
- ابرو (وروځې) د محبوب له خوا غيبي اشار ې ، مطلب دا چې محبوب يې ځانته راکاږي ،لکه :
وروځې د خوبانو که يې وليدې په سترګو
زر به  مشايخ پسې محراب و ممبر مات کا
(علي خان )
کړى ما رحمان په زړه کې نقش د محراب
ستا ابرو يو نقش د محراب راڅخه يووړو
( عبدالرحمن بابا)
- ازادي (د نفس له غلامۍ نه ځان خلاصول)لکه :
تا ج د آزادۍ به يې هاله ګوندې پر سر شي
تا که علي خان په غلامانو وشمېره
(علي خان )
- پياله ، پيمانه  يا ساغر (هغه څيز چې غيبي انوار پکې ليدل کېږي) لکه :
ما د دهر غم وهلى دى په لته
د پيالۍ د صراحۍ له برکته
( عبدالرحمن بابا)
- خوله يا بوسه  (هغه فيض او باطني جذبه چې سالک ته رسېږي )لکه :
ستا د خولې له حقيقته صوفي څه زده
څوک له دې رازه خبر دي بې رندانو
(عبدالرحمن بابا)
داو د صوفيانه شاعرانو تر منځ هغه سمبولونه چې د بېلګې په بڼه يې يو څو راوړل شول . زموږ په معاصره شاعرۍ کې هم ځينې سمبولونه د شاعرانو تر منځ تکرار شوي چې اوس يې د مبتذلوالي  درجه خپله کړې که څه  هم د هغه شاعر لپاره نوښت دى چې د لومړي ځل لپاره يې کارولى دى.  دلته غواړم چې څو بېلګې يې راوړم :
- رڼا او څراغ : چې د علم ، سولې ، پرمختګ د ټولنې خيرخوا وګړي يا دې ته ورته معناوې ځنې راوځي ، لکه :
بيا په جنګ ښکاري هوا او څراغونه
خدايه بچ ساتې رڼا او څراغونه
(دروېش درانی)
وېرونکې اوس رڼا ددغه ښار ده
ماته هر څراغ بلا ددغه ښار ده
(اجمل اند)
خوشبويه به شي ټولې فضا ګانې که ته راشې
خورې به شي  هر خواته رڼا ګانې که ته راشې
(بشير ګواښ)
دلته رواج دى د رڼا په ښار کې نه اوسي څوک
ځکه مې سري ماښام ياره ډيوه ووژله
(سرحدي ځواک)
ګودر : چې د مينې ، سولې ، امن او دې ته ورته معناوې لرلاى شي:
اوس به نو زه او جانان څه پلمه کړو
چې ګودر نشته دى چنار نشته دى
(سردار ولي څرک)
درته ګودر چمبه وهي پېغلې ټپه ټپه شي
ښکلي چناره بختوره خداى دې ښکلى لره
(تړون)
۲- ځانګړي يا شخصي سمبولونه : دا د لويو او نوښتګرو ليکوالو او شاعرانو لاسته راوړنه ده چې تر دوى وړاندې چا پخپلو اثارو کې نه وي کارولي او په پوهېدنه کې يې څه ستونزې وي.  غواړم چې په دې برخه کې هم (مشت نمونه خروار) يو څو  بېلګې د معاصر ادب له ګلبڼ څخه راټولې کړم هيله ده د هر سمبول د معنى په اړه پخپله اورېدونکي يا لوستونکي فکر وکړي:
-  بلبل  او  لالا : د غني خان بيت دى :
بلبل په هيضه مړ شو ډېر يې خو ښ و و شاتوتان
لالا مې سالار نشو اوس يې بدې شي هندوان
-  غټان : د اجمل خټک شعر دى :
څه وکړم ځان راته انسان ښکارېږي
له انسانانو نه پوښتنه کوم
اول د خولې ماتېدو امن غواړم
بيا له غټانو نه پوښتنه کوم
زما جونګړې کې چې ډيوه بله شي
ستاسې په زړونو د ا تياره ولې شي
چې زه د بار لاندې سا واخلمه
د ستاسو وچولي تر اوه ولې شي
-  سروتيارواوسپين سحر : دفضل ولي ناګار بيت دى :
په سرو تيارو اوس پلوشې دسپين سحر پرېوځي
له پولو واوښته زما د انقلاب هنګامه
-  زولنې  او  پاولۍ،بيا هم د ناګار شعر :
شرنګ د زولنو او د پاولو په تال کې راوله
سر کړه خواخوږي ناګاره ټول زړونه خواشيني دي
-  مستې زاڼې او  ښکاري : کاروان صاحب وايي :
مرورې مستې زاڼې به بيا راشي
کټوري به  له سندرو نه ډک راوړي
د ښکاري لاس به وچېږي تر څنګلو
ورپسې به که لينده يا ټوپک راوړي
-  سپينې کوترې:  د بشير ګواښ شعر دى :
بېګاه هغې سپينې کوترې راته داسې ويل
بغير له تابه وي دا ټوله نړۍ خړه پړه
-  دکلي خان : د بشير احمد پرهر بيت دى:
د کلي خان ډم ته ويل چې نغاره ووهه
ما او جانان د لېونو په زنځيرونو تړي
-   دښکلا چم: سميع الله تړون وايي:
خدايه زما د مينې يار پکې ژوندى وساته
د ښکلا چم ته راتېر کړي عزراييل لاسونه
-  سپين سړى : بيا هم تړون :
خداى به  يو سپين سړى غيبي پيدا کړي
لکه يونس چې له دريابه وځي
موږ بغاوت کوو چې نه يې منو
جنګ دې د سولې له کتابه وځي
-  ستوري : اجمل اند وايي:
هغه تېره توره تر ملا کړه ويل يې ستوري ګټم
موږ هم لاسونه پسې جګ کړه د بري لپاره
-  لېونى : د اجمل اند بيت دى:
غواړي خو ټوله بس غېږ ورته راوڅرخوي
خو بيا يوه خندا شي بس د ليوني لپاره
-  ګل : بيا هم اند :
که ګل پسې اقتدا د عشق په نوم وکړله
په دې کوڅو کې به بيا نه تويوي وينې خلک
-  د توپو سوداګر : د اند بيت دى :
د توپو د سوداګرو رنګين ښاره !
ته دې هم لکه دا کلى هديره شې
-  څېړۍ :  دا هم د اند د شعرونو سمبول دى :
وخت به راځي څېړۍ به نوې څانګې وغزوي
بازان به بيا په سپينو غرو کې اشيانه جوړوي
اخځونه :
شعرې ټولګې :
١- دروېش درانى ، (هوا او څراغونه )
٢- اند ، اجمل، (هېندارې او چينې)
٣- ګواښ ، بشير ، (ستا ياد زما ملګرى )
٤- سرحدي ځواک ، (دلته رڼاکې خلک ژوند نه کوي)
٥- څرک ، سردار ولي ،( ستا د اقرار په تمه شپې تېروم )
٦-  تړون ، سميع الله ، (زه دې نور نوم په ژبه نه اخلمه )
٧- غني خان ، (لټون)
٨ - خټک ، اجمل ، (د غير ت چيغه )
٩- ناګار ، فضل ولي ، (دا هغه بالا حصار دى )
۱۰- کاروان ، پير محمد ، (چنار خبرې کوي)
۱۱- پرهر ، بشير احمد ،( ستا دمخ په آينه کې)
څېړنيز :  
١- سعيد يان ، عبدالحسين ، دايرة المعارف ادبي ( ترجمه و تاليف ) ١٣٧٣ ل
٢- شميسا ، داکتر سيروس ، بيان و معاني ، ١٣٨٣ ل
٣- لکچر نوټ
یادونه :دامقاله داوسنیوادبیاتوپه څلورم ملي فیستیوال کې لوستل شوې .