زماخوږې ملګرې :
تاته به ښه په یادوي چې زمااوستادژوندډېرې خوږې اوترخې سره تړلي دي هغه مهال چې زه اوته دغربت (هجرت) پرمهال په ېوه ښار کې اوسېدو.
داسمه ده چې زه اوته دمینې کومه ناکامه کیسه نلرو،خودملګرتوب اودوستۍ په یوه کلک مزي سره تړلي یو
همدغه دوستي زما دژوندانه رنګینه برخه ګرځېدلې اودزمانې پرمخ یې زرین ټالونه ټومبلي دي .
زه په دې پوهېږم چې دژوندانه خواږه ېوازې په مینه اوعشق کې نه بلکه په دوستۍ اوملګرتوب کې هم شته خوچې ریښتوني  توګه اوله زړه څخه وي
هغه مهال چې زه اوته دځوانۍپه موسم کې ووڅومره ېوازې توب و،څومره ترخې شېبې وې،هیڅوک زمونږ ددرد اوغم اوریدوته تیار نه وه اوهیچاله مونږ سره کوم ډول مرسته نه کوله،خوزه اوته به هرمهال یو دبل غم ته دوادواوو.
یو له بل سره به مو مادي او معنوي مرسته کوله،خپل آرمانونه اوخیالونه به مویو پربل لورول اودخپل ګران وطن اوماشومتوب خوږې کیسې به مو سره وېلې
په کوم ښار کې چې اوسېدو ډېرښکلی او پرمختللی وه مګر مااوتاپرې وران کابل نه ورکاوه اودخپل وطن هرکلتوري اوتاریخي ارزښت ته مودرناوی کاوه
هرافغان به راته خوږ اوښکلی ښکلی  برېښېده زمااوستاسترآرمان همداوه چې کله به وطن ته سوله راځي ،اومونږ به بېرته خپل هېواد ته ستنېږو.
زماخوږې ملګرې!
دادی زه اوته اوس په خپل وطن اوخپل ښکلي ښارکابل کې اوسیږو،خویوله بل نه ډېرلرې یوبلکه په خپل ښاراوخپل وطن کې سره ورک یوسره لدې چې دکابل ښاراوس هغه پخوانی رنګ اوخوند نه لري،اواوس هغسې دجګړولړۍ نشته خوکله کله په ناڅاپي ډول بمي بریدونه کیږي اوبې ګناافغانان وژل کیږي دابریدونه که هرڅوک کوي خوزمونږدهېوادوالوخوږژوند یې ورتریخ کړی
زماخوږې ملګرې!
زه پدې پوه یم چې ته په کابل کې یې خوپه دې نه یم خبر چې ته چېرې اوسېږې اوڅه کار کوې
باوروکړه زه چې دکابل پرهرواټ روان یم تاڅارم اوپه هرڅلورلاري کې چې موټرتم شي شاوخواموټرڅارم اوتالټوم
زماپه زړه کې ډېرې خبرې همداسې ناویلې پاتې دي،ډېرې کیسې مې همداسې نیمګړې پاتي چې بې له تایې دپوره کیدو امکان نشته .
اوس دکابل ښاراوخلک سره یومخ بدل شوي دي څوک دچاخبرواوکیسواورېدوته وخت نه لري هرڅوک په خپل کاراوژوند بوخت دي اوبس 

زماخوږې ملګرې!
زه نه پوهېږم چې تاڅرنګه پېداکړم اوخپل زړه درته تش کړم
سهارچې له خوني اووځم ټوله ورځ مې په دفتري کارونواوچاروواکوسره په لیدوکتوتېره شي اوماښام سټری ستومانه خپلې خونې ته راوګرځم،څه وکړم بې له کاره خوپه کابل کې یوه شپه هم نه تیریږي،باوروکړه ټوله شپه مې ستاخاطرې ځوروي،خوب نه راځي،دلته په کابل کې خلک ژرویده کیږي ،دکوټې ملګري مې هم ویده شي برېښناهم لاړه شي،خوزه ترنیموشپو شمعې ته ناست یم اورته ګورم،شمعې ته چې وګورم لکه ته چې مې مخې ته ناسته وې خوزماپه ژبه کې دڅه ویلو توان نه وي پاتې که ریښتیا درته ووایم نو ژوند مې دترخوپاڼونه دجوړ ې شوې دواپه څېرده،که خورم یې نوترخه ده اوکه یې نه خورم نورغیدامې ترې نه شته
زماخوږې ملګرې!
که څه هم داخبرې دویلواولیکلونه دي خوڅه وکړم همدا واقیعیت اوحقیقت دی
مااوتاچې کومې کیسې کولې اوس هیڅ هم ندي پاتې ،دکابل ښاراوخلک دوخت په تېرېدوسره اوس یومخ بدل شوي دي ،ټوله شپه تلویزوني کانالونه اوسریالونه څارم همداپروګرامونه یوه ښه بوختیا ګڼم خوداټول لکه دکیبلونوپه څېر دي ېوه خپرونه مې هم په زړه کې ځای نه نیسي
کله کله زه هم دکوم تلویزیون پرمخ راښکاره کیږم،زه داسې فکرکوم چې ته اوس تلویزیون څارې اومابه ووینې خونه پوهېږم چې ته ماوینې اوکنه؟خدای خبر چې چې په فکر اونظر کې به دې څومره بدلون راغلی وي
زماخوږې ملګرې!
که له خپله ژونده درته هرڅومره شکایتونه وکړم بیاهم لږدي که ریښتیا درته ووایم زما ژوند اوس یواز ې په خیالونوولاړ دی،زه چې کله نورې نړۍ ته ګورم خپل ژوند راته دژوندانه دیوتصویر په څېر ښکاره شي لکه دژوند اصلي کرکټرچې بل ځای وي اوزه یوازې یوسېوری اوانځوریم
زماخوږې ملګرې!
زه نورستا وخت نه نیسم خو په پای کې دومره وایم چې لدې ستونزواودردونوسره سره بېاهم خپل وطن،ارمانونه اوستا خوږې خاطرې راته ګرانې دي اودزړه له کومې ورسره مینه لرم
خدای دې وکړي چې دالیک مې ولولې اوزمادردونه اوارمانونه له زړه نه محسوس کړې
دخدای په امان
ستادخوږواوترخوشېبوملګرې ((محبوب )) دریم پروان کابل