دګلپاڼو اتڼ په یو کتنه کې
دپښتو معاصر ادب د سمسور بڼ په سره ګلاب ګرو ګرځیدونکې او باهاریدونکې بلبل ښاغلې جیلاني جلان؛ په خپل لومړني شعري غونډ ( دګلپاڼو اتڼ) کې کابو (۱۲۴) شعرونه دغزلو؛ قطعو؛ څلوریزو؛ ازداو شعرونو او ځینو نورو شعري فورمونو کې لیکلې او دخپل دردیدلي او ځپلي زړه دردونه او سوي فریادونه يي دتخیل او تفکر دایتلاف په غبرګ ځواک سره دتازه تشبیهاتو؛ استعارو؛ کنایو؛ سمبولونو؛ اسطورو؛ تصویرونو؛ متلونو؛ اصطلاحاتو؛ مدعاومثلونو اونورو ادبي فني فنکاریو دتخنیک په بدرګه داسې انځور کړې چې دخپل زړه او ضمیر خبرې چې دهنر؛ ښکلا؛ احساس او عاطفې تر پوښښ لاندې داسې ځلولې دې چې په خپل لوستونکي؛ اوریدونکې او دشعر او ادب په مینه والو باندې خپل اغیزښندي. ښاغلې جیلاني جلان به خپل یاد شعري غونډکې داسې شاعري کړې ده چې د ( هنر دهنر لپاره ) تیورۍ پلوشویي په شعرونو باندې اغیز شیندلې دې . دهنر د ژوند لپاره تیوري مانا او مفهوم خو څرګند دې؛ ولې هنر دهنر لپاره یا هنر دخوند لپاره هڅې هم بالاخره دژوند لپاره ول . دکابل ښار ټول هوټلونه دټولو خلکو په چوپړ کې دې؛ خو انترکانتیننتل هوټل هم باید ولرو؛ دجلان شاعري زما په اند دښار په هوټلونوکې دلوړ بڼ د انترکانتیننتل هوټل مثال لري .
ماته ددې ستر سندرال ښاغلې جلان شاعري دومره خوند راکوي لکه څومره چې یی دده تخلص راکوي دجلان په شاعرۍ کې دخوند خبرې او دشعر دتخنیک میکانیزمونه ډیر دي خود مدعاومثل فني تخنیک يي له ټولو لومړې دیادولو او مثالولو دې؛ په هرصورت دلته به یو دوه درې شعري بیتونه دبیلګې په توګه ترکتنې لاندې ونیسو؛
نن به دې جلانه غرنې خوې رمنتیک کړمه ـ کېنه چې دژبې غوندې درکړم په خولګې کې ژوند
دښاغلي جلان داعادت دې چې په شعر او غزل کې دخپل تخلص مانا نه کاروي؛ بلکې خپل تخلص په مستقیم یا غیر مستقیم ډول کاروي؛ دلته يې هم په همدې پورته بیت کې همداسې کړي دې؛ دغزل دنور بیتونو له قرینو څخه سړې داسې سوچ کوي چې له خپلې معشوقې سره خبرې کوي دلته یې هم ځان دخپلې معشوقې مخاطب ګرځولې او دهغې په خوله او ژبه ځان ته وايې چې اې جلانه نن به دې داغرنې فطرت بدل کړم داپه غرو رغو کې دا شډل او غیر مدني ژوند به دې په رمانتیک خیالي او شاعرانه
طرز او ستا له خیال او ارمان سره برابر کړم؛ نو راشه چې دسرو شونډوپه بند دې راتېر کړم او لکه ژبې غوندې درته په خپله خوله کې ځاې درکړم؛ ترڅو دمینې او محبت په دغه ډول رمانتیک مصون محل کې یوله بله خوند واخلو .
له پورته توضیح په قیاسي میتود داتوضیح هم اخیستلې شو چې جلان خو هم دټولنې او ولس یو فرد دې دغه شان چې مفرد جلان له جنګ جګړو او رنګارنګو خرخشو څخه خلاص یو دمینې محبت او صمیمیت نه ډک محیط او ماحول ته اړتیا لري؛ دغسې یې ټول ولس او وکړي هم دغه ډول چاپیریال ته شدیده اړتیا لري وګورۍ په دغه شاعرانه بیت کې څه ښایسته خیال دتفکر تر پوښښ لاندې داحساس؛عاطفې او اهنګ په بدرګه تصویر موندلې او دخیال یوه رمانتیکه منظره یې دژوند په یوې واقعي صحنې اړولې ده ؛ همدارنګه غواړم لاندې څلورمسره ییزه قطعه یا کیداې شي څلوریزه یې هم ونوموو توضیح کړم .
مدام سړې ښه خوې کې سړې ښه نه وي زړګیه
دعشق دلیونتوب په لاره کله کله ځه
خداې مه کړه چې تصویر دې دیار سترګوکې تت نه شي
جلانه؛ دآریوب په لاره کله کله ځه
پورته شعر (داریوب لار) نومیږې او څلور مسرې لري؛ په پنځه لس سیلابیز وزن کې لیکل شوې دې دپښتو شعر په سیلابوتونیک نظم مېچ یا عروضي سیستم باندې برابر ویل شودې چې هم یې سیلابونه سره هم وزنه یا همتوله دي او هم یې خجونه یا تونونه او فشارونه سره مساوي دي؛ یانې ټول خجونه دټولو رکنونوپه دویمه څپه باندې راغلي دي؛ سره له دې چې په دویمه او څلورمه مسره کې یوه یوه څپه یاسیلاب کم را غلې دې خوپه وزن او تول کې یې کوم دپام وړ کمې نه دې را منځته کړې؛ په هرصورت ) . Aryub وي نه داسې ((Aryob قافیه او ردیف یې هم جوړ دي خوکه داریوب تلفظ یې داسې (
اوس به یې فکري پانګې یا شعري محتواته هم یوه کتنه وکړو.
خوب تل یوازې په یوه اړخ نه کیږي؛ یو رنګه او یو نواخته خوې او خصلت هم مطلوبې ټولنیزې پایلې نه لري؛ مه دومره خوږ شه چې خلک دې وخوري او مه دومره تریخ شه چې خلک دې وغورځوي؛ دلته په دغه شعر کې دڅرګندو نښونښانو څخه داسې ښکاري چې شاعربې زړه شوې او زړه ېې کومې آریوبي پیغلې تښتولې دې په رحمان بابا باندې هم کومې دښایست ښاپیرې دغه شان حمله کړې وه او رحمان بابا یې هم لکه دجلان کلې او کوڅه نښه کړي وو او بیايې خپله مینه داسې تمثیل کړې وه
په حملو حملو مې زړه وړي نپوهیږم ـ اپریدۍ ده که خټکه الغیا ث
خو جلان صیب دلته په دغه خپل شعر کې هم ځان ته لارښوونه کړې اوهم ېې ځان ته دعاکړې ده نصیحت او لار ښوونه یې پرځاې دي؛ ولې ځان ته په دعاکې زما په اند تیروتلې دې او د دعا پر ځاې یې ځان ته په خپل لیکاښ ښېرا لیکلې ده .
خداې مه کړه چې تصویر دې دیار سترګو کې تت نه شي .
جلانه داریوب په لاره کله کله ځه .
دریاضي پوهان وایې چې که منفي په منفي که ضرب شي؛ پایله یې مثبتږي؛ ده هم په یوه جمله کې نهې او نفې صیغې دواړه کارولي دي؛ چې نتیجه یې مثبته را وتلې ده .
وایې چې نه دې وینم؛ نوهیربه مې شې
کله کله داریوب په لاره هم ځه چې دیار په سترګو کې دې تصویر تت نه شي . دامسره ( خداې مه کړه چې تصویر دې دیار سترګو کې تت نه شي ) داسې مفهوم ښندي؛ خداې دې ونه کړي چې دجلان تصویر دیار په سترګوکې تت یا پیکه او بېرنګه نه شي ؛ بلکې تت دې شي؛ بیرنګه او خړ پړ دې شي .
دپورته شعر دامسره داسې سمه را تللاې شوه او ده ته په دعا بدلیداې شوه چې داسې یې لیکلې واې؛ خداې وکړي چې تصویر دې دیار سترګوکې تت نه شي .
جلانه داریوب په لاره کله کله ځه
یا داسې واې .
خداې مه کړه چې تصویر دې داشنا سترګوکې تت شي .
جلانه داریوب په لاره کله کله ځه .
په پاې کې باید څرګنده کړم چې دښاغلې جلان په شعرباندې داڅو کرښې هیڅکله هم دامانا نه لري چې ګویا له هغه څخه زما ښه شاعري زده ده؛ کاشکې چې دهغه دشاعرۍ زرمه برخه زما واې!
دښاغلې جلان شاعرانه استعداد او وړتیا ډیره اوچته ده او په معاصر ادب اوشاعرۍ کې یې زما په اند ځاې اودریځ یې دښاغلې کاروان؛ دراني ؛ سایل او صعود تر څنګ دې .
په پاې کې دنوماند او نومیالې ادیب او شاعر ښاغلې جلان صیب دلا بریو او برتیا په هیله !
پوهنوال یارمحمد (یزال)
۰۳/۱۰/۱۳۹۰
مقالې