د جنازې بازو مې نيسه

پرون مې د يو داسې فرهنګي د جنازې بازو نيولی ؤ چې که په خپله ليکوال او شاعر نه ؤ خو د ګڼو ليکوالو او شاعرانو بازو يې مضبوط کړی ؤ. 

 

دا خوشباوره، بې کبره او پټان وليد افغاني يا د ده د کورني نوم له مخې معراج الدين پټان ؤ. 
دا چې معراج الدين پټان يو ستر ملي سوداګر، سياستوال، اهل طريقت او د اوسني حکومت پخوانی چارواکی ؤ په دې اړه زه نه غږېږم. بلکې په فرهنګي اړخ يې خبرې کوم ځکه چې له فرهنګيانو ګيله لرم او پرې نيوکه لرم. 
معراج الدين پټان لا په امريکا کې محصل ؤ چې په افغانستان کمونيستي يرغل وشو او خلک له هيواده مهاجر شول. دی هم د هيواد ساتنې تر ټلو نږدې او تاوده سنګر (پېښور) ته راغی او هلته يې د وخت له بېلابېلو فرهنګيانو سره ليده کاته او د زړه خواله پيل کړه. ډېرو ته يې په خپل شخصي لګښت او د (سازمان مهاجرين افغانستان) په نامه ادارې له خوا کتابونه چاپ او د همغوی په واک کې يې ورکړل. همداراز يې د اوسني حکومت په وخت کې هم ډېرو فرهنګيانو ته د دوی په اصطلاح د دوی کتابونه (د چاپ په ګاڼه سينګار) کړل. حتی د هيواد د يو سپېڅلي او نازک احساس لرونکي ليکوال (استادصميم) په نامه يې د ادبي ټولنې بنسټ کېښود او يو څه لګښت يې هم په غاړه واخيست. د خوست فرهنګي ټولنې له خوا يې په لسګونو کتابونه چاپ کړل حتی چې د مرګ تر بريده يې د سلګونو افغانانو په سلګونو کتابونه چاپ او د ګڼو فرهنګيانو فرهنګي بازو يې نيولی ؤ خو پرون چې د ده د جنازې کټ د کابل د شهداء صالحين هديرې ته وړل کيدو نو يوازې د ده خپل خپلوانو، سيمه والو، ډېر کم شمېر ملګرو او بېخي د ګوتو په شمېر فرهنګيانو يې د جنازې بازو نيولی ؤ او د دولت خو څرک هم نه ؤ او داسې هم نه معلومېده چې ګنې دی هم يو وخت د خوست او بيا د غزني والي يا په اصطلاح حکومتي چارواکی ؤ.

 

ماچې مخکې هم ښاغلی پټان يو خوشباوره انسان باله نو په دغه ورځ مې خپله فرضيه په اثبات ورسيده او له فرهنګيانومې هم ګيله راغله او هم مې د نيوکې په موخه دغه څو کرښې تورې کړې. ځکه چې په يوه اخبار او ويب پاڼه کې مې هم حتی د خواشينۍ پيغام ونه ليد او نه مې د چا ليکنه ولوسته نو ځکه د پښتو دغه عاطفي لنډۍ ليکم چې : 
د جنازې بازو مې نيسه
چېرته به ما په راستۍ خوله درکړې وينه

محمد نبي تدبیر