دردونکې پیښه

د هیواد علمي،سیاسي،فرهنګپال ،په خپل وطن او ولس مین شحصیت استاد معراج الدین پټان د مړینې له کبله د زړه له تله خواشینی یم . ددغه لوې فرهنګپالې سټې مړینه دهیواد لپاره لویه تشه بولم چې تر ډيره وخت به دا تشه څوک ډکه نکړي.
د استاد درنې کورنۍ سره په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼم .درنې کورنې ته یې د جمیل صبر او اروښاد استاد پټان ته له لوی ذات ج څخه د فردوس جنت هیله کوم.
اروا یې ښاده.
په درنښت
سیدجیلاني جلان
02.10.2011
- اريوب
غزل نوردي لذت په کي څه پاته هنګامه ده ژونده زمــا اوستا ترمنځ دزهرویوه پیـــاله ده ژونده موږ غریبان اوخوشبختي یووسره دومره لري لکه له ځمکي نه چی لمر ته فاصله ده ژونده ښکاري ددارډرامه هم زموږ په سرګرمه ده لکه بې موږچي سړه هره حـــادثه ده ژونده نرخ دي بنګړویې یوزلمی په پردېسۍ کی مړکړ دیوې ناکامي میني داسي افــــسانه ده ژونده هغه چي مخ به یې دګل په شبنم هم نه مینځه دنګه ځواني یې اوس په خاوروکي پرته ده ژونده چ...
04.10.2011
- اريوب
په ډيره خواشينۍ مې خبر تر لاسه كړ چې د هيواد ملي ، سياسي او فرهنګي شخصيت معراج الدين پټان له دې فاني دونيا څخه سترګي پټې كړې چې ددغه خبر په اوريدو سره مې زړه ډير ودرديد ، معراج الدين پټان د خپل هيواد ، ژبې . خلكو او كلتور په لاره كې ډير قربانۍ وركړي چې د ده د مړينې سره مونږ...