كله خو بہ پہ لاس راشي کنہ

کراچئ کښې مې د بېروزګارئ بالښت تہ ډډہ وھلې وہ، اخبار تہ مې مخ نيولے وو، او د......... ضرورت ھے.... کالم مې را پہ مخہ کړے وو  خو د ځان جوګہ کار مې پکښې بيا نہ موند......آخير مې  داشتھارونو  يوہ  بلہ  صفحہ  راواخستہ پہ يو خبر مې نظر ور ښخ شو ....ليکلي  ئ  وو  چې ... د  پښتو  شعراء ادبي ټولنې انتخابات پہ فلانکي تاريخ اوشو .... د ټولنې صدر رضا خان ناتار ، جنرل سکتر عزيزالرحمان عزيز  اوټاکلے شو، (تش) دفتر  تاج ملوک تاج  او (ډکہ) خزانہ محمد شعيب عباسې تہ وسپارلے شوہ (رښتيا خبرہ دا دہ چې د بېروزګارئ لہ کبلہ مې خزانہ د ځان نہ سيوا بل ھيچا تہ پيرزو نہ وہ)............د دې خبر د لوستو سرہ مې د کټ نہ ټوپ اووھلو،ما وې  چہ  ماموندہ  بيادې  موندہ ، ايغ نيغ  پہ زمکہ د الف  پہ  شان اودريدم  او د  ميم  پہ  شان  مې  پہ  اخبار  بيا  سر  ورښکتہ کړو خو افسوس چې د اعلان سرہ د ټولنې د دفتر پتہ درک نہ وو ليکلے شوے.... ما وې چې راشہ  د يوناني بچي پہ شان پہ زمکہ کښينہ او د کرښو پہ مدد د ټولنې دفتر اولټوہ څنګہ چې يوناني بچي د کرښو پہ ذريعہ ټول جھان چانړ کړے وو او جبرائيل عليہ السلام تہ ئ وي چې خانييہ ! ما خو دا زمکې آسمانونہ ، غرونہ دريابونہ ټول اولټول خو جبرائيل عليہ السلام مې پکښې بيا نہ موند... يا تہ جبرائيل عليہ السلام يې او يا زۀ يم

 

 دغسې زۀ ھم پہ  زمکہ کښيناستم، کږې وږې يو څو کرښې مې راښکلې او د پښتنو  علاقې مې پکښي راګيرې کړې او د يو ماھر او پوخ  نجومي پہ شان ورتہ يوہ شيبہ ببر غونتہ شوم ، د لانډي، پټان کالونئ، اورنګي ټاوءن سلطان آباد،او شيرشاہ وغيرہ ژورہ جايزہ مې واخستہ، سترګې مې پټې کړې او د نقشې د پاسہ مې ګوتہ ګرځولہ، ګرځولہ، ګرځولہ او آخير پہ ېو مقام د پاسہ مې کيښودلہ ،چې سترګې مې پرانيستې، نو څہ ګورم چې ګيدړ کالونئ مې د ګوتې  لاندې  راګيرہ  کړيدہ (خدائ  خبر  چہ  د انسانانو  دا کالونئ ګيدړانو څنګہ  پہ  خپل نوم کړے دہ ) ، نتيجہ دا راوختہ چې زمونږ پښتانہ رونړہ د ريل پہ ذريعہ اول اول ځل کراچئ تہ راخطا شي نو ړومبے سلام ئ پہ لانډي وي، دلتہ کلا لنګي پہ سر آفريديان، پہ درنو جامو ملبوس تيراوال، قراقلي ټوپيانې پہ سر کوھاټيان، چترالې ټوپئ پہ سر ھزارېوال،تيلہ دارې ټوپئ پہ سر ديروجيان ، سواتيان او نور  رنګ  پہ  رنګ  پښتانہ  آباد  دي ، دکلي مينہ ئ پہ لانډي ماتہ شي ، سمدستي  د  ريل  نہ  ښکتہ  راودانګي  او  بلہ ورځ پہ ګل احمد  ټيکسټايل ، حسين ټيکسټايل ، فاروق  ، جمال  يا  آدمجي ټيکسټايل کښې برتي شوي وي، لانډي کښې ھر څلورم دوکان د نسوارو  دے ، کيدے شي  چې د  دې علاقې کلھمې  کارخانې د بجلئ سرہ  سرہ د نسوارو پہ زور چليږي دلتہ مزدوران اکثر دا رنګ ټپې وائ چې..... د شپې ډيوټي دہ کار مې ګران  دے... مشين پہ زور د شنو نسوارو چلومہ

 

وړاندې  بہ پښتنو  لانډي  کښې چرتہ  اختر پہ  اختر  آګئ  غوزان جنګول . نن سبا روزانہ  تنزري بټيران، سپى او چرګان، آګئ اوغوزان جنګوي . چې  کوم  ځائ  کښې  دومرہ بې شميرہ زړۀراښکونکې مشغولاګانې  تماشې  او دړدنګونہ  وي ھلتہ دې پہ لکونوپښتانہ ولې نہ  وي  او  چرتہ  چې پہ لکونو پښتانہ وي ھلتہ دې درې څلور زرہ پښتانہ شاعران ولې نہ وي. الغرض کرښې مې ورانې کړې پہ جذبہ کښې راپاسيدم ...ھوا کښې مې ورتہ ګوتہ اوخوزولہ چې اےد شاعرانو ټولنې ! کہ يې نو ھم دغہ ګيدړ کالونئ لانډي کښې ئ.... او بيا د خيالونو پہ ټال کښيناستم چې اوس بہ کخيري زۀ ھم د  شاعرانو  پہ  ډلہ شامل يم  او د بېروزګارئ باوجود بہ د کار سړے اوګنړلے شم (امکان دےچہ د خزانې چارج ھم سنبال کړم) ځان لہ بہ لس شل شاګردان پيدا کړم . د محنت مزدورئ ضرورت ھم پاتې نہ شو ،نور کہ څوک داد راکئ کہ نہ ... خپلو شاګردانو بہ ھر وخت پہ ھوا کړے يم چې ډير ښہ استاذہ ! ... يو ځل بيا اووايہ استاذ !....استاذہ ! منم دې ..... کمال دې کړے دے استاذ ! .... حد دې کړے دے استاذ... وغيرہ وغيرہ

 

پہ دې رنګينو خيالونو کښې ډوب وم ..... زړۀ کښې مې وې چې زۀ خو د عامو شاعرانو کلام بيخي نہ خوښوم .....او د شاعرانو کار  سراسر د بدل وي.... کہ داد دې ورکړو داد بہ در کړې... چې ور دې نہ کړو تالہ ھم نہ درکوينہ ... دې خبرې تہ زړۀ کښې فکرمن ډير ومہ... خو ما وې ځہ  خير دے ګورو بہ

 

بلہ ورځ مې خپلې ټولې قلمې نسخې ځان سرہ راونغاړلې سحر سحر مخ پہ لانډي روان شوم او د يو پيشہ ور سراغ رسان پہ شان مې خلکو، دوکانونو او دفترونو تہ کتل شروع کړل د ډير زيات کړاوء نہ پس يو سړي د ټولنې د صدر يعني رضا خان ناتار صرف دا قدر پتہ درک راکړو، چې ښاغلے پہ ګيدړ کالونئ کښې اوسيږي او پہ حسين ټيکسټايل کښې فورمين دے وړہ   ږيرہ ئ دہ  درميانہ قد غنم رنګے شان سړے دے څادر ئ پہ اوږہ وي او پہ ظاھرہ ډير ښہ سړے ښکارې

 

او پہ ظاھرہ ډيړ ښہ سړے ښکاريږي ؟ ځہ خير دے ګورو بہ..کارخانې تہ راغلم، د ګيټ نہ باھر ډير خلک جمع وو، څوک برتئ تہ راغلي وو، څوک يارانو دوستانو پسې ملاويدو تہ راغلي وو ، وار پہ وار ئ څوکيدارانو تہ خواستونہ کول ، چې فلانکي تہ اووايہ چې ډينګرے درپسې راغلے دے، حرام شہ کہ يو فلانکے ھم ګيټ تہ راغلےوي مانہ علاوہ ھر ډينګرے پہ انتظار ستړے شو او بيرتہ لاړ.... پہ وينا وينا زۀ ھم ستړے شوے وم. آخر د ګيټ نہ لس شل قدمہ لرې مرور شانتہ اودريدم او پہ ھر تلونکي راتلونکي مې نظر وو. دې کښې څہ ګورم. چې يو رضا خان ناتار د ګېټ نہ باھر رااووتو،څوکيدار ورتہ   زما  پہ  لور  اشارہ  اوکړہ  چې  ھغہ  ولاړ  دے  ستا  ميلمہ

 

زړۀ مې د خوشالئ نہ پہ درزا شو، ھغہ زما او زۀ د ھغہ پہ لور ور روان شوم، ھغہ دجوړ تازہ يا ستړى مشي د پارہ لاس را وړاندې کړو، زۀورغاړہ وتم ، يوہ شيبہ مې ښہ کلک پہ سينہ پورې نيولے وو، لا د يو بل نہ جدا شوي نہ وو، چې څہ ګورم د مل د ګيټ نہ ھم د دغې حلئيے يو بل رضا خان ناتار ھم راښکارہ شو او يو بل څوکيدار ورتہ زما پہ لور اشارہ اوکړہ چې ھغہ مخامخ ولاړ دے، لنډہ دا چې دوئم رضا خان ناتار تہ ھم ښہ کلک ور غاړہ وتم ، دوئ دواړو ماتہ او  ما دوئ دواړو تہ يوہ شيبہ وار پہ وار ښکتہ پورتہ اوکتل، حليہ د دواړو يوہ وہ، ما ورتہ وې چې دوستانو خفہ نہ شئ ، زۀ اصل کښې يو رضا خان ناتار  پسې راغلے يم او تاسو د خيرہ دوہ را اووتئ، دوئ کښې يو کس پہ خندا شو چې زۀ کريم جان يم، دا يو بہ رضا خان وى، لاړ او پہ نا خبرتيا کښې ئ څوکيدار تہ د ملا پہ دې تير يو منډلے سوک ورکړو چې ظالمہ ! پردى ميلمہ تہ دې غاړيباستمہ ، کمبخت راتہ ډډې اوبريښولې

 

اصلي رضا خان ناتار جوړ نجومي ھم وو، سمدستي ئ اوپيژندم، وې ئ چې ورورہ ! څوک شاعر راتہ ښکارې، د سر سري تعارف نہ پس ئ مخامخ ھوټل کښې د سپيشل چايو د پارہ آرډر ورکړو، د ناستې د پارہ د بينچونو انتظام وو، دواړہ د ميز نہ پورې راپورې کښيناستو،  ناتار صيب څپلئ اوويستې د بنچ د پاسہ سر پہ پښو کښيناستو، وې ئ چې اجمل صيب ! يوہ شيبہ کښې چټي ھم کيدونکې دہ، خو د چايو د راتلو پورې بہ يوہ لنډہ غوندې مشاعرہ اوکو، بيا ئ اخوا ديخوا اوکتل، جوړ سامعين ئ لټول،خوڅوک نہ  وو ، ما  تہ  ئ  وې چې خفہ نہ شئ اول بہ زۀ درتہ د آدم خان درخانئ يوہ لنډہ شان قيصہ واوروم، پرون مې مکمل کړې دہ، ډيرہ د مزې دہ خوښہ بہ دې شي کہ څہ مشورہ پہ کښې راکول غواړئ نو تابعدار يم، يو ټوخے ئ واچوو، غاړہ ئ تازہ کړہ، سترګې ئ پټې کړې، پہ دواړو غوږونو ئ خپل لاسونہ کيښودل .او زباني  پہ ترنم کښې راشروع شو ، دقيصې پہ شروع کښې مې ورتہ درې څلور سوہ ځلہ ډير ښہ ډير ښہ اووئيل چہ ستړے شوم نو غلے شوم، ناتار صيب د خيبر ميل پہ شان مخ پہ وړاندې روان وو، د چايو د پارہ مې اودرول، يوې شيبې د پارہ ئ سترګې پرانيستې، پہ لاس ئ اشارہ اوکړہ چہ کش کړپ مہ کوہ،ډير سور يئ کړے دے ، او بيا مخ پہ وړاندې روان شو ...دې دوران کښې دوئ لس شل ځلہ د غاړې تازہ کولو پہ غرض د اوبو ګوټونہ اخستى دي، څلور ځلہ ئ نسوار اچولى او توکلي دي، حرام شہ کہ د قيصې تسلسل ئ ماتيدو لہ پريښے وى دا ټول فرائض ئ پہ پټو سترګو ادا کول ، چې چرتہ قيصہ ورنہ ھيرہ نہ شي، دوہ ګنټي پس مې دوبارہ د قيصې نہ راويخ کړو چې د کارخانې چټي کيدونکې دہ، بس کئ، جواب ئ راکړو چې غږ مہ کوئ، ډير سوريې کړے دے، نيمہ اوشوہ، نيمہ باقي دہ ، يقين اوکړئ دوستانو ! يرہ مې ترې اوشوہ، زړۀ کښې مې وې چې زما نمبر دې پہ تندر اولګي کہ د دې بلا نہ مې ځان خلاص کړے شو دابہ ھم غټہ کارنامہ وي، سترګې ئ ھم ھغسې پټې وې، څپلئ مې رو غوندې پہ پښو کړې، د ھوټل بل مې ادا کړو، دوہ مې خپلې  دوہ مې پردې کړې او را  شت  مې  وھل  ترينہ  ،  سيدا  کورنګئ  تہ  راغلم             

 

يوہ غټہ غلطي رانہ دا شوې وہ چې د تعارف دوران کښې مې ناتار صيب تہ د کورنګئ ايک نمبر نوم اخېستے وو، بل سبا څہ ګورم .چې کور تہ راپسې يو ماشوم راغے چې ماما څوک ميلمہ دې راغلے دے، دا غږ  راباندې د تندر نہ کم نہ وو، ھغہ متل راياد شو چې د کومې بلا نہ نہ خلاصيږې ور غاړيوزہ، لاړمہ  يو ځل بياورغاړي وتم،  سړے غصہ شانتہ وو، وې ئ چې خانہ ! پہ لندن کښې ھم رانہ نہ شې خلاصيدے ،خپلہ بې عزتى مې دربخښلے دہ، خو  قيصہ نہ شم دربخښلے، نيمہ دې  اوريدلې دہ، باقي بہ ھم اورې، ډيرپہ يرہ يرہ  مې  ھوټل  تہ  بوتلو ، د چائ ډوډئ  نہ پس ھغہ لنډې يکطرفہ مشاعرہ يو ځل بيا شروع شوہ، چې د اوبو د پارہ ئ سترګې پرانيستې نو تپوس مې ترې اوکړو چې ناتار صيب ! زمونږ نمبر سر خوړلے ھم پہ کښې شتہ کنہ، مسکے شو، چې د قيصې نہ پس شپږ اووہ غزلونہ دي ھغہ واورہ،بيا دې پوخ نمبر دے،او دوستانو ! چې څنګہ زمانمبر راغے، نو سړے د وړو بولو پہ بانہ جمات تہ لاړ، دې کښې زما د بدقسمتئ نہ پہ شړک باران ھم شروع شو، ښہ دروند باران اووريدو ، ھغہ  جمات او  زۀ ھوټل کښې ګير وم نيمہ ګنټہ باران واخستہ او نيمہ ګنټہ مې ورتہ نور انتظار اوکړو، خو يار بيرتہ رانغے، شک مې رو رو پہ يقين کښې بدل شو، چې سړے عين د باران دوران کښې خوئيدلے دے، جمات تہ ورپسې لاړم، ټولې استينجا خانې او غسلخانې مې ورپسې ګټ پہ ګټ اولټولې، سړے پہ لاس رانغے ، ھغہ ورځ  او نن ورځ دہ بيا مې   سړے   پہ   دې خپلو ګناھګارو  سترګو  نہ  دے  ليدلے

 

د دې سانحې نہ پس مې د ټولو نہ اول دا کار اوکړو، چې د شاعرئ نہ مې پخہ توبہ اوويستہ، بل کار مې دا اوکړو، چې خپلہ قلمې نسخہ، کاپئ، کاغذونہ او ټول پښتو  کتابونہ مې پہ يوہ غټہ بکسہ کښې پاخہ جندرہ کړل، ھغہ اخبار تہ مې اور ورتہ کړو کوم کښې مې چې د ټولنې خبر لوستے وو او دريئم او د ټولو نہ اھم کار اوس دا راپہ سر دے، چې سړے مې پريښودونکے نہ دے،  آسمان نہ وي  او  کہ د  زمکې نہ وي ، را پيدا کوم بہ  ئ ، او تر ھغې بہ رانہ لاړ نہ شي  تر څو پورې مې ورتہ چې د فيروزاللغات غټہ ډکشنري درې ځلہ نہ وې اورولې    

 

.................................

  (اجمل خان آفريدے)

.................................