حکومت خلکوته کارنه کوي خلک پرحکومت کارکوي پوهان تقویم الحق کاکا خېل
ترټولوښه حکومت په زړونوواک اوسلطنت چلول دي ناپلیون
ولسواکي (ډیموکراسي )یانې دټولنې حکومت دټولنې له خوا دټولنې لپاره ابراهیم لنکن
په نړۍ کې یوډیکټاټور هم دواک پرګدۍ ناست نه دی مګر هغه وخت چې دخپلې ماڼۍ دیوالونه یې دخلکوپه وینوسره کړي محمدمسعود
په جمهوري حکومت کې خلک مساوي اوپه استبدادي حکومت کې سره برابر دي ځکه په لومړۍ هغه کې هرڅوک هرڅه دی اوپه دویم هغه کې هیڅوک هم هیځ شی نه دی مونتسکیو
زه نه وایم چې ډیموکراټیک رژیم عیب اونیمګړتیانه لري خوددې رژیم ښېګڼه داده چې خپل عیب اونیمګړتیاپه خپله سموي په داسې حال کې چې زورواکی (ډیکټاټوري)رژیم نه شي کولای خپل عیبونه اونیمګړتیاوې په خپله سمې کړي ادم سمېت
دولسواکي اوزورواکي رژیم په منځ کې توپیر دادی چې په زورواکۍ کې وکیلان دحکومت ساز ته نڅیږي اوپه ولسواکي رژیم کې حکومت دوکیلانوسازته نڅیږي اوملت باید په هرحال کې ددواړو ساز ته ونڅیږي ( )
انسان هغه وخت په سیاست کې په اسانه دوکه کیږي چې فکر کوي نوروته یې دوکه ورکړې
ژول کامیون
دسیاست هنر دفرصت رامنځ ته کول نه دي بلکه له فرصت نه ګټه اخیستل دي فرډرېک
داسې ډېرکسان شته چې وزیران دي پکارووپه ښارکې یې ګاډۍ چلولای اوډېر ګاډیوان شته چې دفرانسې دیووزارت بشپړه وړتیالري ناپلیون
په استبدادي هیوادونوکې ترټولوخوارهغه دی چې سوداګر(تاجر)یې پاچاوي مونتسکیو
څوک چې پرخپلوعصابو(دماغو)حکومت کولای نه شي پکارده دی چې ان دسیاست په وړه پوړۍ کې هم ځای ونه لري ګوستاولوبن
دیونان له اووګونیوهوښیارووپوښتل شول چې ترټولوبشپړحکومت کوم دی ؟
سولون وویل هغه حکومت چې دیوه کس ښکنځل په ټولواغېز وکړي
بیاس وویل هغه حکومت چې دحاکم پرځای قانون کاروکړي
سالیس ملسیوسي وویل هغ حکومت چې داموالوبرابري پکې وي
پتیاګوس وویل هغه حکومت چې ښه چاری وي نه بدچاری
ګلیوبوس وویل هغه چې له قانونه دملامتۍ وېره ډېره غښتلې وي
خیلسون وویل هغه حکومت چې قانون دویان(خطیب)پر ځای ویناوکړي
سرمامدرس له دغوخبروداپایله واخیستله پکاردی له الله وېرېدونکي پوهان حکومت وکړي
حکومت سرلري سترګې نه لري
حکومت موراوپلاردی
حکومتي اسنادلاندې کیږي خوورکیږي نه
دحکومت وهل پورې وهل پېغورنه دی
دحکومت مال نه ورکیږی
دحکومت یوسترګه ړنده ده بله روغه
دحکومت شکرې په غم ککړې
ګرزي(قاچاق)سل کاله وروسته هم دحکومت دي
پښتومتلونه
که پېښه ونه شي لیونی هم حکومت کو لای شي انګریزي
نفاق واچوه اوحکومت وکړه لاتیني
تباهي وکړه اوحکومت وکړه امریکایي
کوم کارچې لېوه په زورکوي ګیدړه یې په چل کوي ( )