ورورکه خور؟
دموټر پر بامو سپينی پرښی دتيری يخي شپي کيسه کوله .کبابيانو دکباب په ګرم بوی زموږ دماغونه تخنول او نرمو هندي سازونو خلک خيالی دنيا ته له ځان سره کشول.
ايوب راته ويلی وو: چي په کابل کی هوټليان دهوټلونو له مخی ولاړ دي خلک په زور هوټل ته د ډوډې له پاره کشوي او ښه ډيرې روپۍ هم ورنه اخلي . خو له ځان سره مي وويل زه بايد لومړی د پل خشتي جومات پيدا کړم بيا به خداي ټول کارونه اسانه کړي ځکه دامي لمړی ځل وو چي کابل ته راغلی وم او ګل خان راته ويلی وو :زه د پل خشتي مخي ته عطر خرڅوم او که زه نه وم د ګرانی زوی خو مسجد ته مخامخ د درياب پر غاړه ټيلفونو په لاس کي ګرځنده پی .سی .او. لری ضروريي پيدا کولای شې .
ستر ګی می وسورولي ها خوا ديخوا می وکتل هر څه بدل وو پر چوټي داري نجلۍ مي سترګي ولګيدلي او مخ يی راواړوو ږيره يې پاکه چټ کړې وه . ها دګلابي بخمل کميس يې چې اغوستي وو دهغي بريتونه خو په خوله کی پراته وو او د جګو پوندو او اوږدو پوزو بوټانو نجلۍ بيا پرزنه يو څو تاره ږيره پريښي وه .
دسړک پر څنډه بمبه می وخوځوله دسړو او بو دوې لپې مې مخ ته ور وشندلې په څادر مې مخ وچ کړ او ځان سره می وويل:
ټوله شپه مي سرګردانه موټر کي تيره کړې سترګې مې کار نه کوي چې نجونې مې تر سترګو هلکان ښکاري ښار کې نجونې څه غواړي دا ګرځي چې ټول هلکان دي . راځه له يو چاه د پل خشتي جومات پوښتنه وکړم څه وړاندې مې د شنه پتلون هلک خوا ته ګامونه ور ګړندي کړو او څنګ ته يې ورنيږدې شوم مخ ته يې ځير شو م تر څو پوښتنه ځيني وکړم خو شونډي يې سرې ، په سلايې نرۍ وروځی جوړې کړې او په غاړه سره غمي بريښيدل ترې تير شوم. له ځان سره مي وويل : نجلۍ نه وي؟
يو بل هلک چې توره پيکداره خولۍ يې پر سر ور پرڅنګ شوم په تورو عينکو کې سترګې يې نه راښکاريدې خو په غوږ زيړو غوږواليو او سرو اوږدو نوکانو يې پر دې شکمن کړم چې نجلۍ به وي . او ترې تير شوم .
وړاندې مخامخ راروان ځوان چې تور پلاستکي جمپر يې اغوستی . ويښتان تر غوږو لنډ کړي او تنګ پتلون اغوستی رانيږدې شو ماهم په ټيټ غږ پوښتنه ځني وکړه :وروره دغه پل خشتي ته کومه لار تللې ده . ښايسته ځوان په تيريدو کی راته وويل :
"داليونی ګوره خوراو ورور نه سره پيژني "