د کلي واده    ......................   دوهمه برخه

په ګڼ شمېر پښتني سيمو او خاص بيا زمونږ د اوسېدو په کلي کې چې کله هم کومه پېغله ودېږي او د واده شپه يې وي نو د کلي نجونې او د پېغلې ټولې ملګرې د ودېدونکې پېغلې کور ته راځي له هغې پېغلې سره چې سبا يې واده کېږي شپه ويښه تېروي او د پيغلې سره د پاتې کېدو د وخت زياته ‎برخه د پېغلې په سينګار تېروي .د کلي پېغلې نجونې د ناوې سينګار لومړى د هغې د سر د وېښتانو په مينځلو پيلوي . او د پېغلې د زلفو  مېنځل په سندرو بدرګه کوي .لاندې څو ټپې او هغه سندرې چې  کليوالې پېغلې يې د ناوې د سينګار پر مهال وايي ليکم چې په دې په توګه به په پښتو ادب کې د پېغلو د ونډې ، د هغوۍ د هغو ټپو او سندرو چې دا مهال د ورکېدو  په حال کې دي د له مېنځه تلو مخه هم ونيول شي .

 ##

تورپيکۍ دې ونيولې ورېځې
له خوماروسترګودې اوري بارانونه

##
له داتور پېکي دې جارشم

خورې ژړاړې ولې
که ستاورور ...ګل په دې دنياوي

 تابه بيا راولي

##
په تورپېکي دې نه نيولولاسونه
کم عقلې  اوس بې تل کړې ارمانونه

##
ده ناو کۍ په لاس چې ـــ ګوتې غمی نه لري
پلاريې له کوره ود وي ــ پرې زړه سوی نه لري

##
سپېنی جامې دي کاږه

خورې ! ده سرو دې وار دى
ټولې همزولې ناستې

خورې پر تا تلوار دى

### 

دې ته ورته له نورو ډېرو ټپو او سندرو ويلو او د ناوې له وېښتانو پرېمنځلو وروسته ناوې د کور يوې داسې ګوښې کوټې ته بيايي چې هغې ته ورباڼې نه ورځي . ډېر وخت خو يې د خپلې کومې نږدې ملګري کور ته بيايي .

هلته د ناوې ملګرې د ناوې لېدو ته ورځي او بېلابېلې ډالۍ( برخې ) ورکوي .په هغه کوټه کې چې ناوې د وېښتانو له مېنځلو وروسته وروستل شوې وي پېغلې د ناوې منګولې سرې کوي .کليوالې پېغلې د ناوې منګولې سره کول هم په تپو او سندرو بدرګه کوي .د بېلګې په توګه پيغلې د ناوې د لاسونو د سره کېدو پر مهال داسې سندرې او ټپې وايي

##
سمه نيمه  شپه  شوه

شپه  په  تندي  پرېوته

نکريزې  رانه  وړلې

څه  ټکه  په ..... پرېوته
##
خدای  ومنه  خېښې  !! موټ  يې  ورو  ورو  خلاصوه
کې  نه  سې  خلاصولای  وخت  مومه  ضايع  کوه

##

سمه  نيمه  شپه  سوه  خاليدې  په خوب  ويدې  سوې
په  پېغلوکې چې ګورم ده خورۍمنګولې سرې سوې

##

ناوکۍ په باغ کې ګرزي سره ګلان ټولوي
دادې مورکۍ وخوري سپنکی لاس سره کوي

 ##
زمونږ ناوې چنار  ودروئ
وراباڼې سپېلني ترې جاره وئ

##

 و رابا ڼی بيا يوه داسی ښځه  راولي چې خاونديی هم   ژوندی  وي لمنه يې هم  زرغونه  وي ښه  زا من  او لو رانې  ولر ي او  ښه   د نيا  داره  وي نودناو ې  موټ  ورخلاسوي دناوې مخ پټ وي. 

ا و د  ښي لاس موټ  يې ټينګ نيولی وي.  هغه ښځه په ډير زور سر ه موټ  ورخلاسوی  ورسته له ډير زور سر ه چی مټ ورخلاس  کړي نو په ښي لاس کې لږ نکرېز ې ورږدي  او په چپ لاس کې  پېسې ورږدي   په دې وخت  کې  وراباڼې  پيغلې   ا و د ناوې  ملګری  پيغلې   په  وار ټپې  وايي او ناوې   ژاړي

 

و رابا ڼې  سندرې وايي: 

 ##

ناو يه  ستر ګې  پټې   وړه  دا تورې 

سهار به د ليو رو کتار  پرې  ګو رې

 ##

په منځ ماته شې اوږې  چې  شرنګهار دې  راځي

زوم  ده سپروميردى  لوی  سهار به  را ځي

 ##

ناوې  ښه  سې  بد ه مسې

  که زموږ  په دعا کيږ ي دخسرد لاس کوزه سې

##

ناوی ښه سې بده مسې

که زموږ په دعا کېږ ي د خپل ځوان د جېب آينه سې 

##

نا وکۍ مخ که لوڅوې  نن  د يدنو نه  دي

سباسهاريې پټه وه پردی  قومونه دي

##

ناويه زړګی  لوی کړ ه پښتې لوړې 

تيروې به  دپرد و خلګوخبر ې

##

له دې نه ورسته  ورابا ڼې  ځي  ناوې او ملګرې هلته  پاته کيږی   دچپ مټ  پيسې  ناوې  خپلو ملګرو ته  ورکوي او  لاسونه اوپيښې  ملګرې ښه په ترتېب سره ور سره کوي.  کليوا لې  ښځې دناوې  په منګلو او پښو باندې ګلان  او نورې نخشې نه ليکې يو رنګه يې سر ه  کوي په دې کارکې ټولې پيغلې برخه اخلي ورسته بياټولې خپل لاسونه اوپيښی  هم  سره کوي په  خپلو لاسونوښې نخشې ليکي ،

 اوبياخوب ته ځی