وړانګين مړوند

پر دښته د اميد مو كوږ كړنګ را ولويدو
دامن په پسته لمن كې جنګ راولويدو

د خولې د هر پوكي نه يې خنجر د اجل ځغلي
د كور انګړ ته دا رنګې بدرنګ را ولويدو

د لمر زرينې پيغلې له وړانګين مړوند نه اوس اوس
په څلي د ايرو يو بنګړى شرنګ را ولويدو

دا چا رانه پستو كې غوندې تور په ولجه يو وړو ؟
په لپو د ليمو مې سپينچك رنګ را ولويدو

ګلدان ته مې د زړه د سيلۍ غېږي نه يو بوټى
جلانه كشمالى دې او كه بنګ راولويدو ؟



سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى