غمجن مازديګري
تيريږي دې پر ما داسې غمجن مازديګري
په تا باندې پيرزو شه د وطن مازديګري
خپل خاورې بخت راکړي دي ګيله مو له چا نشته
زغمو به په پرديس کې دردمن مازديګري
شکمن مې په لفظونو د جانان کاندي قسم دى
چې ګورمه زړګيه دا شکمن مازديګري
دردونه او خوندونه پکښې دواړه په نڅا دي
ډک داسې له هنر دې د مين مازديګري
ډير څه له خدايه نه غواړو که غواړم هغه دادي
يو څو د مينې ډک او د ديدن مازيګري
جې هسې يې دردو سره مل هر مازديګر ښکاري
نصيب کې ددې چم نه شته ښادمن مازديګري
دلبره چې بې غمه مو په مينه باندې تير واى
يو څو د منډه اير غره په لمن مازديګري
د يار د ګلورين مخ تماشې چې پکښې نه وي
بې خونده ځکه بولي انديښمن مازديګري

يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
22.02.2010
- اريوب
غبرګې جنازې سهاروختي له كوره راووتم ، لمونځ مې دكلي دځوانانو اوځوان طبيته سپين ږيرو دناستې په ځاى كې چې دكلى دخلكو په منځ كې په چوترې مشهور دى اداكړ ! ريايې مه كړى هماغه دلمانځه په ځاى كې مخ په قبله ناست وم او دمهربان خداى (ج) له درباره مې دخپلو ګناهونودمغفرت هيله كوله ، سهرباد دچوترى ترڅنګ ولاړې دصبرونې په غيږه كې يوې خوا او بلې خواته اړولې را اړولې ، شيبې تيريدې ، دسپيده داغ تيارې خپله واكمني ورو ورو سپين سهار ته سپارله ، ښه شيبه تيره شوه ، په كلي خوره چوپتيا ورو...
23.02.2010
- اريوب
دتخار ولايت دميرمن کلتوري بهير د دويمې غونډې رپوټ
نن شنبه د 1388 هـ لمريز کال د کب د مياشتې لومړۍ نيټه چې د (2010) ميلادی کال د فبروری له 20 نيټې سره سمون لری دتخار ولايت دميرمنو ټولنيز کلتوری بهير د تخار په مر...