غزل
ګله! تاوده ساړه وختونه تا ته ياد دي كنه ؟
د فطرتونو اتڼونه تا ته ياد دي كنه ؟
چې د تاوكړو جذبو غېږ كې به لمبه لمبه شو
ها! غوړيدلي ګلكڅونه تا ته ياد دي كنه ؟
د عشق ملكو به چې راوړې جنت ګرې شيبې
مست محفلونه ربابونه تا ته ياد دي كنه ؟
د روح ګلدان كې به للو شو پيڅي پيڅې خمار
په توبو را به غله جامونه تا ته ياد دي كنه ؟
مچكو خرپ به له ښايست نه ترنم جوړه وو
د خوږو مينو تصويرونه تا ته ياد دي كنه ؟
د لمر شغلو به د كنډو پر ټټر و تپلو
د شنه نښتر كاږه لاسونه تا ته ياد دي كنه ؟
زېړ مازديګر به د چينې پرمخ شو شاولې واولې
شول په نڅا به چنارونه تا ته ياد دي كنه ؟
نظر به هم نظر كږليچ باندې تيندك خوړلو
ډېر پكې مات شول تنكي زړونه تا ته ياد دي كنه ؟
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى