يوې ليكنې موخه خپلې خبرې نوروته رسول د له كومې ليكنې يا مضمون څخه چې داموخه لاس ته رانشې دانوبيابي كاره او بې موخې ليكنه ده دنن نه قابو دوه سوه كاله پخواه ديوه انګريز ليكوال له خولې ويل شو ې دي چې بايد ليكوال په وخت كې زيات نه زيات مالومات خپل لوستونکي ته وليږدوي په نن زمانه كې نوره هم دي خبر ې ته اهميت وركړل شوې دي همدالامل دي چې نن دناول پرځاي افسانو او نورو لنډو كيسو لوري ته دلوستونكيو زيات پام وراوختى خلك دپېچلواو مشكلو كتابونو پر ځاي اسان مختصراو ټولنيزوكتابونوته زيات وخت وركوي نو ددې نه داسې څرګنديږي چې دليكنې موخه خپلې خبرې نوروته ته رسول دي دغه خو بې چې په كومه ليكنه كې څومره زياته وي دلوستونكو لپاره هغه ليكنه ډيره ګټوره ده همداډول دغه طريقه دومره زړه راښكلونې په بې فايدې لفظونو او پيچلو جملو سره په ليكنه كې نه پيداكېږي عام او روزفږالفاظ او ساد جملې په ليكنه كې دجادو په څيراثرپيداكوي چې لوستونكې ځان ته راكاږيې ځينې نوي ليكوالان په خپله ليكنه كې دزړه راښكون (دلچسپې ) پيداكولولپاره بې فايدې او غيرضروري الفاظ كاروي داخبره خپلې ليكنې ته دښاغلي مولانا ابولكلام ازاد له ليكنې رانقل كوم ((دنن ورځې لوستونكې ته په خپله جادوګره ژبه نشې اخيستلى ځكه چې دنن ورځې لوستونكو
دالفاظو ذخيره ډيره محدوده ده )) خبره پوره كړئ :
په ليكنه كې دكومې خبرې يامطلب نيمګړي پريښودل دهغې ليكنې يوه لويه نيمګړتياده داددې خبرې څرګندونه هم كوي چې ليكوال په خپله ليكنه باندې لاسبرى ندى په ليكنه كې د موضوع په باره كې دبنيادي او لازمو خبرو څرګندول ضروري دي په لوستونكي باندې بايد ستاسو ليكنه بوج نشي دبيلګې په توګه ستاسې دڅرمنې جاكټونو دجوړولو يوه كارخانه ده او هلته په خپل ډيزاين باندې جاكټو ته جوړيږي كه چرې يو كس له اروپاڅخه دڅوزرو جاكټونو فرمايش دركړي خو جاكټ دډيزاين نمبرې نه وي راليږي اياستاسو به هغه فرمايش ورپوره كړى ؟ يادبيلګې په توګه دستاسو ملګري ستاكورته احوال درليږلى چې هغه دخپلو ټولو كوروالاو سره او دستاسو كوروالاسره پلانې پارك ته په چكر ځې تاسې بايد تياراوو سې خومګر وخت او تاريخ يې نه وي مالوم نو اياستاسو خپل كوروالاددې احوال نه وروسته پارك ته دتلو لپاره تيارى نيــسي ؟ ياستاسې سره دكراچۍ دښارنقشه ده او هغه دومره وا ضحه ده چې په هغې كې هره كوڅه او هركور واضع ښكاري خو تاسې ته نه دى معلوم چې تاسې دكراچۍ په كومه محله په كومه كوڅه او څوم نمبركوركې ژوندكوى نواياتاسې پدې نقشې كې خپل كور پيداكولې شئ ؟ مطلب داچې دنن زمانې لوستونكې ذهين او هوښيار دي خو هغه ته هم څه ندې مالوم نوتاسې ته په خپله ليكنه كې دموضوع په لحاظ ضرورې څيزونووضاحت كول پكار دي خپله ليكنه نيمګړي پرښودل ندې پكار چې په هغې سره دلو ستونكې تنده ماته نشې لنډوالى ديوي ليكنې ښه والى دى خوهغه لنډوالى يااختصار چې په ليكنه كې لېوالتيا(تنده ) پرېږدي داديو ې ليكنې لپاره ډيرضرري دى ځكه چې هروخت دخپلې ليكنې وضاحت دليكنې په واسطه دليكوال اصل موخه يامقصددى .
\"څنګه چې وايې داسې وليكئ!
وضاحت . اختصار، او صحت دادګټو رې او زړه راښكونكې ليكنې درې بنيادې توكي دي . دادرې تو كي يا خوبۍ د ګټورې ليكنې لپاره ضروري دي ددغودرې خوبيوپه خوښولو كې دخپلې ليكنې انداز(طرز ) په زړه پورې كولى شى ددې اسان ساحل دې داسې وليكئ ، څنګه چې تاسې وايئ دامشوره دډيرو لپاره دمنلو وړنده ددې يولوى لامل دادې چې هغه په ورځ كې په سلګونو غږيږي او غږيدلى ياويل څه مشكل كارنه دى كله چې تاسې دخپلو خبرو انداز( طرز) په ليكنه كې داچولوسوچ كوى نوتاسې چې كله محسوس كړى چې زماليكنه بيلكل بې ځانه او پيكه شوې ده ، نوپوى شه چې خبرو كې راښكون نشته
\"په ژوندي زړه سره كاركوه!
حيرا نيږم مه ! په ليكنه كې ژوندى زړه ساتل (زنده دلې) تاسوته دګټورۍ ليكنې لپاره ضرورې دي ، دزنددلۍ نه موخه ليكنې ته پام كول دلفظونو سهي او په ځاى كارول او دجملو سهې جوړونه ده ،همدرانګه دليكنې په وخت كې جملوته پوره پام كوى چې تاسې يوه جمله ولېكى هغې ته سوچ كوى چې په څه ډول هغه نوره زياته زړه راښکونكې جوړولى شي په مخكى برخه كې موتاسې ته مشوره دركړه چې كه دستاسو مضمون چاپ نشوهم نوتاسې خپله ليكنه روانه ساتى .خبره داده چې كوم كس چې ډېرې خبرې كوې هغه ته لاډېرې خبرې ورځې . همدارنګه چې څوك څومره ډېره ليكنه كوې دهغه همدومره دليكنې سليقه زياتيږې ددې سره بايدمطالعه هم په مكمل ډول وشې زه چې دستاسو زيات خيال راجلبوم هغه مې مطالعې ته وي :
ځكه چې همدامطالعه ده چې ستاسو په ليكنو كې ښه والى راولې . تاسوزيات كتابونه ولولى يوې يو ې جملې ته يې پام كوي چې ليكوال په څه اندازسره خپله خبره كړې ده بيا په هغې غوروكړى چې تاسې به همداخبرې په خپلولفظونو كې په څه ډول اداكوي .
: ليك او مضمون .
ليك دهرچاپه واسطه ليكل او لوستل كيږي ، دچالاس چې دقلم په نيولو باندې نه پوهېږې هم دليك (حط) ليكل او لوستل كولى شې چې څوك داخبار او كتاب نه معضوره وي هغه هم دليك دلوستلو تلاش كوي ،ځكه چې ليك (حط) قابوه نن هريوكس ليکلى شي .هغوي يوه لويه تيروتنه كوي چې خالې ليك ليكلى شي بس وايې چې زه يوښه ليكوال جوړشوم ، دليك او مضمون په ليكوكې دځمكې اواسمان هومره فرق دى ، دا ناشونې ده چې يو كس دې ډيرښه ليكل كوي (يانې ښه خط ليكى شې ) او هغه دې يوښه بريالى ليكوال جوړشي ،تاسوته يوازې دومره مشوره ضروري بولم چې هم كله ليك ليكې نو ديو مضمون سوچ ورته كوى په همدي ډول به ستاسې ليكنه بريالۍ او مخ په وړاندي لاړه شي