مات غمی
يادېږي مې ډېر زيات د وړانګې پل غوندې جانان
راپېښ کړې خدايه! نن دګل غزل غوندې جانان

د زړه د مات غمي شونډې مې تل لولي ملګرو
د ستړي لاروي د ورک منزل غوندې جانان

د شپې په تور بخملو اننګو کې راته خاندي
د ګورو غرو په منځ کې د ځنګل غوندې جانان

چل بازې زمانې څه په خواږه کشمکش يوړ
د زړه له افغانستان نه د کابل غوندې جانان

د ښار د ښايستونو مينارې پسې نسكورې
جلانه جنتي ژوند دی شډل غوندې جانان



سيدجيلاني جلان

يادونه : دغه غزل د ګلپاڼواتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى