غوڅه زرکه

ملګرو ځکه موځوانۍ د مستۍ اور نه کوي
لارې ګونګۍ دي قدمونه پکې شور نه کوي

د زمانو له ګړدابو مې رايستلی شي خو
جانان له دوو ګوتو نيولی يمه زور نه کوي

زه وم چې زړه مې د غرور بيرغ ته نذرکړلو
ګنې وښيار خلک په جګو غرو کې کور نه کوي

زړګيه ! ژويه د احساس پر شونډو سرې سکروټې
دې چم ګاونډ کې څوک د سپيني خولګۍ پور نه کوي

زما رباب د ستا خاورين منګی د ګوتو لاندې
د احساساتو ژباړې اوس په ټنګ ټکور نه کوي

جلانه ! ځکه لکه غوڅه زرکه تول نه کوم
ست دخوږې ميني د مړاوو سترګو تور نه کوي




سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى