د پښتنو حجرې
راړنګه شه پخې شپې د ديدار له پاره وي
ساړه ساړه وختونه خو د وار له پاره وي
د زړونو راکړه ورکړه ده په مينه کې اړينه
په ژوند کې خو سړی پیدا د کار لپاره وي
د غم کاڼي راوله چې مې ژوند پرې ښايسته وي
جانانه نغری خو د انګار له پاره وي
په تاسې کې خو ستر خلک وي سترې سرمايې
په مونږ کې خو د سر سړي د دار له پاره وي
د چپ ناستي دې ځار شم څه خو ووايه جانانه
حجرې د پښتنو خو د بنډار له پاره وي
په شوق يې د راتللو اوږده لار څاره جلانه
مينې سترګې تل د انتظار له پاره وي
سيدجيلاني جلان
يادونه : د غه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى