له نازه ډک فلم
اوس مې د زړه دهوسۍ مرګ ته په خيال شک تېرېږي
ستا د نظر بوڅ غوږی پړانګ چې داسې څک تېرېږي

له نازه ډک فلم دې وينم د ليمو په پردو
ستا هر باڼه د اداکار پر مټ ټوپک تېرېږي

خدايزده د کومې رڼا لپو کې ښېرې د تيارو؟
لمر مو د کلي په سر تور واوړي چابک تېرېږي

د مستانه زړه لېونۍ خندا په کټ کټ وکړي
سرو پرهارونو کې د سپينو تورو پړک تېرېږي

ديدن مې بار کړو د اميد د زلمي ولوباندې
خالقه ! خير د رقيبانو په پاټک تېرېږي

که ګستاخي نه وي يارانو د جلان پر شونډو
قافيه يې شوخه خو رديف پرې ډېر نازک تېرېږي.


سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخسيتل شوى دى