ګېډۍ ګېډۍ لمبې
يو څو زاڼې د زاڼو له قطاره ووتې
ګېډۍ ګېډۍ لمبې مې له پرهاره ووتې
د بل کهکشان غېږ کې چې جلوه جلوه شوې ستوريه!
ګېلې مې له ستومان ارمان مداره ووتې
په غشو ګوتې پرې شوې د ښايست د مطربانو
نغمې د تورو څڼو له هر تاره ووتې
سيالۍ کې د رندانو مې جنون ونه ګټلو
ژوندۍ ژوندۍ توبې مې له خماره ووتې
پيمخې زمانې چې غنم رنګې شيبې راوړې
ما ويل که د بنګ څڼې له کوکناره ووتې
که ژرنده دې د پلاروي هم په وار د هر چا وار وي
جلانه ليونيه ! ته له واره ووتې
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل دګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى