بسم الله وايه
په خوله ټپه او مهين لاس چې په چمبه لګوې
دا خو ګلاب زما د ژوند په ګريوانه لګوې

پى مخي مخ كې د غصې كرښې ساده جانانه!
څه تور خاپونه دجنت په ديواله لګوې

منم چې ما به د جانان په نامه نه بولې ته
بيا د نظر منګولې ولې مې په زړه لګوې ؟

د ترنم دا ژوبله ژبه مې راوړې ځكه
وايي چې ته پرې د موسكا خواږه ډېر ښه لګوې

ته كه هر څومره جامې واغوندې د وركو شيبو
لكه هنر مې داحساس په شونډو خوله لګوې

وخت ډېر سپېره دى درنه ناز د مينې ونه لوټي
بسم الله وايه چې بڼو سره باڼه لګوې

هله به ښكل كړې د جلان تندى دخيال په شونډو
چې مړه ډېوه د اسوېليو پر لمبه لګوې

سيدجيلاني جلان

يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى