غزل
نن چې مې غړپ د ستا د سرو شونډو له جام اخيستى
د خپل ژوندون د ښکلا لور ته مې يو ګام اخيستى
د خپل زړګې په ديواله به يې زوړند ساتمه
د اور له غيږ نه مې تصوير د ګل اندام اخيستى
اف چې دا ستا غرورو مې څنکه غرور مات کړو راته
ستا په خاطر مې د رقيب نه هم سلام اخيستى
ما ويل دا زړه به ددې چم په ټولو ښکلو ويشم
خو هغه ګل جانان په يو نظر تمام اخيستى
د بوسو خرپ کې مې ورماته کړه نشه د غرور
د يوه ښکلي نه مې ښکلى انتقام اخيستى
د پرهر څړيکه مې سندره شي په ژبه راشي
د چا د مينې نه مې دا رنګه الهام اخيستى
نوم مې ملګرو انديښمن نه دى خو پوه يم په دې
چې دا مې هم چيرې کوم ښکلي نه انعام اخيستى
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
09.12.2009
- اريوب
غزل
وګوره اوښبه راوړى بار د ګلابونو دى
خوب وينم بلبله وايي وار د ګلابونو دى
غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرکس روان
بس باچا ګلاب دى او ټول ښار د ګلابونو دى
تللى هغه وخت چې تار د ديم يې وو د تر څانګو تاو
وايي د ژوندون سره اوس تار د ګلابونو دى
راغ...
13.12.2009
- اريوب
غمازګره سوله غواړم تخيل ته مې دشوخو نازو رنګ راوړم اور شه چې غزل ته مې نوښت راوړم اهنگ راوړمڅه ساده انسان يم كشماليو پسې لاړ شمهپوه نه شم چې بيرته راځم غيږې غيږې بنګ راوړم بيا يوې تور پړوني نغمه ګرچم را خاموش كړلوځم د لمر مطرب نه د جلوو د رباب ترنګ راوړم ستا دهنرمند نظر وړوكى شان شاګرد خويم ځكه دمين احساس ورغوي باندې چنګ راوړم اى! وچې موسكا كې مې د وير لكيرې ولولهاوس هم ان...