غزل

درځو د منصوي مينې سينګار تاوه کوو

 بيا ډيره موده پس رواج  د دار تازه کوو

اشنا خير که کوڅه کې دې د کاڼو باران اوري

په خپلو وينو ستا د کلي لار تازه کوو

بهيږي دې په خپلو خولو وينو باندې نه يو

 په دې چې ددې وران کلي چنار تازه کوو

جوهر مو د نغمو درته راوړي نيت مو دا دى

کابله په هيندارو دې رخسار تازه کوو

دا غرونه ، غرونه کاڼي ماتوو چې په واړه سر

نن بيا ګله د مست جنون يادګار تازه کوو

کاته له خمار ډک کړه بيا راوګوره جانانه

د ډيرې مودې تنده او خمار تازه کوو

تر څو چې زوړ تاريخ ددې افغان يې  سر ته راشي

د وخت په جابرانو به ګذار تازه کوو

څه ښکلي خو لږ نه دي چې دا يو جانان به نيسو

 په هره ورځ به زړه ته يو نګار تازه کوو

منم چې زما نې به پابندي وي لګولي

خو مونږ په يار مين دعشق اظهار تازه کوو

د درد په پښو چې ګرځو په دې چم د ترنم کې

د مينې په نغمو د رباب تار تازه کوو

حالات که رانه ژبې غوڅوي هم انديښمنه

بيا هم دا خپل غزل په نوم د يار تازه کوو

يادګيرنه

نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى