غزل
پوه نه يم چې به تور شم او که تور به رانه واخلې
خو پوه يم چې راګورې د زړه زور به رانه واخلې
د خداى روى مې دروړى نور مې مه سيزه جانانه
ښيرې به درته وکړم جانه اور به رانه واخلې
له کړس خندا دې ځار شم خو په کړس مه خانده ياره
پرهر به مې موسکى شي او ټکور به رانه واخلې
ما خپله ځان ليدلى د وهمونو په تور تم کې
د ګل د سحرونو ګل انځور به رانه واخلې
يوه لپه زندګي لرم يو لپه شين اسمان زه
دا ستا له سره ځار شه څه شى نور به رانه واخلې
چې زه له رباب باسم نو په تا پوه يم مرګيه
چې دا غوڅه نغمه او ژوند شور به رانه واخلې
منم چې راکوې به ته د ګل په شان زړګوټى
بدل کې دا زما زړه سوى سکور به رانه واخلې
نو خير که مې د زړه له وينو څو خالونه کيږدې
دا پور په انديښمن دى ستا خپل پور به رانه واخلې
يادګيرنه
نوموړى غزل د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
31.10.2009
- اريوب
د اوښکو هندارهزه مې د اوښکو په هنداره کې نند خپلې مينې د قسمت ناوکۍ څه په سلګو او په ژړا وينمهچې د زړګي د اجنبي ارمان زړګی يې ورتهد سرو سکروټو يو توپان په سرو لمبو سېځلیاوس يې سپرغۍ د سوځيدلي زړګيد پتنګانو د جامو په حجاب ورته د زړه په دوره په وچو وچو اغزود سروغاټولود زړه داغ سپخلیزه مې د اوښکوپه هنداره کې نند خپل ارمان جنازههلته کې لرې د ګوګل په جلګهد زړه په ګور ښخوم زه مې د اوښکو په هندا...
07.11.2009
- اريوب
نظمد کهکشان په طرف تللى جانانخاونده بيا لکه نظر غواړمهچې د تيارو په لړمانه کې ښخ شيداسې سهار لکه خنجر غواړمه--ته د ګامو په حساب نه شوې روانلکه نظر تر دېواله ووتېبس لکه اوښکه و وتو ته تيارپه نري درد سره له زړه ووتې--اوس به خفه يې په دې ډېر چې ولېلکه د ستورو چوپه خوله پاتې وېما يو احساس درته د درد درکاوهډېرې خبرې مې په زړه پاتې وې--چې له حيا مخ په پلو کې پټ...