د خالونو سوداګر

 

ځه جانه داسې ځاى بــــه ولاړ شـــو سره

چې يې فضا په ميـــنه  ، ميـــنه کې وي

چې پــــه ژړا کــــې ســــره ميــــنه وکـــــړو

چې مو خندا پـــه مينه ، مــينه کــې وي

 

د تور نفرت لمبـــې له خـــولې اوبــاسي

دلتــه د تور نــــفرت ديــــوان اوســــيږي

دلته يې کور د مينــــې وران کـــړى دى

دلـــته د زړونــو قــــاتــــلان اوســــــــيږي

 

زما او ســــــتا مينــــه بـــــــه ونــــه منــــي

دلتــــه په ميــــنه اعتـــــماد نشـــــته دى

چې هره خــــوا ګــــورې نو غـــم را اوري

ځکه خو يو زړګى هم ښاد نه شتـــه دى

 

دلته هر زړه د غم د ښــــار باچــــــا ه دى

دلته په مينــه کيســه نه شـــي کيـــداى

دوخت سنګسار او د وخت دار وږى دى

دې ښار کې سپينه کيسه نه شي کيداى

 

دلته د سرو ستـــــرګو کيــــسه خـوره ده

خو د خـــــمار نه ده د غــــم کيســــــــه ده

ادم خــــواره د ادم غـــــــــوښـــــې شکوي

دې ښار کــې دغـــه د ادم کيســــــــــه ده

 

دلــــــــته د زړونــــو ورکــــــــول کــفر دى

دلته سپيـــــڅلى محبت نـــــــه کيــــــږي

دلته په ميـــــــــنه چا ته نه شــــــــې کـتى

دى ځاى کې ښکـــــلى محبت نه کيـږي

 

ښکليـــه له ښکـــــــلي زړه دې وګرځـمه

دلتـــه دوى ښـــکلې اداګانــــې وژنـــــي

دلتـــه د زړه پــه قــــدر پوه نه دى څـوک

دوى خو وريښمينې ښکلا ګانې وژني

 

نوم د پښـــــتو اخــــلي او زړونه وژنـــــي

د ارمــــانـــــــــــونو قاتـــــــلان خلک دي

د ريواجـــــــــونو په ځنــــــــــځير يـې تړي

ميــنو خلکو سـره وران خـــــــــــــلک دي

 

درځار شم زه  زړګـــــى دى ســـــم وساته

دلتـــه د زړونو ســـوداګر نشتـــــه څوک

دوى سوداګر دى د جســمو ســــــــوداګر

د شنو خالونو ســـوداګر نه شــــته څوک

يادګيرنه

نوموړى نظم  د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى