غنم رنګ ستوري
ستا د سترګو سيوري مې ليدلي دي
دوه غنم رنګ ستوري مې ليدلي دي
ځه چې پر ګلابو دې نن ولمانځم
اى ! د بڼ پر لوري مې ليدلي دي
ګرانه! د رڼا د مينارې پر سر
ستا د نامي توري مې ليدلي دي
يو شاعر غلام بل تخيل غلام
دوه تنه كمزوري مې ليدلي دي
وړي جلانه! زړه پوښتنه نه كوي
دې چم كې سر زوري مې ليدلې دي
سيدجيلاني جلان
يادونه : دغه غزل د ګلپاڼو اتڼ له کتاب څخه راخيستل شوى دى
05.10.2009
- اريوب
د اوښکو ژبهجانان چې کاڼی شي د غوښې له قالبه ووځيزمونږ له سترګو نه د سپينو اوښکو ژبه ووځيګرانه ! بيلتون دې زمانې لره پيکه کړم داسېلکه د ځوان شاعر غزل چې بې مطلبه ووځيچې پسې وژاړم ښه وژاړم د مه مې وشيلکه ناروغ نه چې په يخو اوبو تبه ووځيياغي جذ بې دې له خيالي ځوانۍ نه وښويدېلکه تيرې تيرې ليشې له پاخه کبه ووځيجلانه ! بيا به دې پښتون ايمان کې څه پاتې شي؟د مينې وړانګ...
11.10.2009
- اريوب
يتيم ارمان
نن چې مې ستا د تلو خبر واوريده
د غمو تندر مې په زړه پريوتى
د سلګو تندر مې په زړه پريوتى
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ګله يقين وکړه يقين وکړه ته
د خوږ زړګي په پرهارو کې زما
څړيکې په شور پورته شوې
لمبې د اور پورته شوې
نن چې مې ستا د تلو خبرواوريده
ما ته مې خپل ارمان...