د مولانا سېد ابو الاعلی مودودي شمار د شلمې پېړۍ په هغو نامتو روڼ آندو او اسلامپوهانو کې راځي، چا چې په خپل شپېته کلن پوهنیز، ادبي، دیني، ملي او ټولنیز ژوند په هر هړخ باندې رڼا اچولې، او څېړنیزه لیکنې یې پکې کړي دي.
مولانا مودودي یو عبقري، د ډول، ډول صلاحیتونو څښتن، د معاصرو اسلامي غورځنګونو لارښود او سرچینه او د اسلام سم او ژور پوه او عالم ؤ. ده ته څښتن تعالی داسې وړتياوې ورکړي وې چې د اسلامی غورځنګ د لارښوونې لپاره داسې پالېسۍ او لارې جوړې کړي، چې دګوتو په شمېر کلونو کې لوړو درجو ته ورسېږي.
|
د ژوند لومړي حالات
د یوه انسان عبقریت او لوړوالي نښې له هماغه کوشنیتوب څخه ښکاري، نو په همدې ډول د علامه مودودي دسې ستر او اریانوونکي کارونه ترسره کړه، چې دا ډول کارونه د نورو کوشنیانو له وسې بهر خبره وي.
د لومړنیو زده کړو په دور کې د هغه امتیازي حیثیت په خپل ځای پاتې ؤ، هغه یواځې د دیارلسو کالو په عمر د اتم ټولګي زد کوونکې ؤ، او په همدې کوشنیوالي کې یې لیکنې کولې او د ښوونځي په غونډو کې به یې ویناوې کولې.
باندنيو هېوادو ته سفرونه
د ۱۹۵۶ز او ۱۹۷۴ز کلونو ترمنځ علامه مودودي د نړۍ کوټ، کوټ ته سفرونه وکړل،او په خپلو مختلفو سفرونو کې قاهرې، دمشق، عمان، مکه معظمه، مدینه منوره، کویټ، ربات، استنبول، لندن، نیویارک، ټورنټو او نورو ښارونو سره سره، ډېرو نړیوالو مرکزونو کې لېکچرونه ورکړي، په همدې کلونو کې یې په لسو نړیوالو کانفرانسونو کې ګډون وکړ، او
په نورو ژبو کې د مولانا د لیکنو ژباړې
د علامه مودودي لیکنې د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوي، چې ددې ډلې څڅه پښتو، عربي، انګرېزي، پاړسي، ترکي، بنګالي، جرمني،فرانسوي، هندي، جاپاني، سواحلي، تاملي، تېلګو په ګډون ۲۲ څخه زیاتو ژبو ته ژباړل شوي دي. د یادولو وړ ده، چې د علامه مودودي کتابونه د مدینې منورې، ریاض، سوډان، مصر او نورو اسلامي هېوادونو په پوهنتونو په ښوونیز نصاب کې شامل کړای شوي دي.
مړینه
په ۱۹۷۹ز کال علامه مودوي د ګردې او زړه ل رنځ څخه سخت په تکلیف کې شو، نو دده زوی (چې په امریکا کې رنځپوه) ؤ څنګ ته ولېږل شو. د څو جراحي عملیاتو کولو څخه وروسته هم ونه رغېد، او د نوموړو ټپونو څخه په همدې کال د ستمبر په ۲۲مه نیټه د ۷۶ کلونو په عمر ومړ. لومړنۍ جنازه یې د نیویارک په بفیلو ښارګوټي کې وشوه، او بیا پاکستان ته په راوړو سره یې د لاهور ښار په قذافي لوبغالي کې د قتر پوهنتون مرستیال رییس (د شام هېواد د اخوان المسلمون پخوانې لارښود) علامه یوسف قرضاوي لخوا د زرګونو مسلمانانو په شتون کې وشوه، او هورې په منصوره کې خاورو ته وسپارل شو.
ادبي ژوند او لیکنې
- تفہیم القرآن (6 ټوکه)
- تفہیمات (5 ټوکه)
- رسائل و مسائل (5 ټوکه)
- سیرت سرور عالم (2 ټوکه)
- پردہ
- الجہاد فی الاسلام
- تنقیحات
- مسئلہ قومیت
- خطبات
- دینیات
- شہادت حق
- دین حق
- سلامتی کا راستہ
- بناؤ اور بگاڑ
- اسلام اور جاہلیت
- اسلام کا اخلاقی نقطہ نظر
- تحریک اسلامی: کامیابی کی شرائط
- اسلام کا نظام حیات
- اسلام کا سرچشمہ قوت
- سنت کی آئینی حیثیت
- اسلامی تہذیب اور اس کے اصول و مبادی
- خلافت و ملوکیت
- حقوق الزوجین
- سود
- معاشیات اسلام
- اسلام اور ضبط ولادت
- شرکت و مضاربت کے چند شرعی اصول
- مسئلہ ملکیت زمین
- ہندوستان کا صنعتی زوال اور اس کے اسباب
- اسلامی عبادات پر ایک تحقیقی نظر
- قرآن کی چار بنیادی اصطلاحیں
- تجدید و احیائے دین
- تعلیمات
- سانحہ مسجد اقصی
- اسلامی کا نظریہ سیاسی
- اسلامی سیاست
- خطبات یورپ
- خطبات حرم
د علامه مودودي پښتو ژباړل شوي کتابونه
دا هم وګورﺉ
- جماعت اسلامي
- اخوان المسلمون
- سید قطب
- حسن البنا
- یوسف القرضاوی
- عبدالله عزام
- امین احسن اصلاحي
- ډاکټر اسرار احمد
باندنۍ تړنې
- د علامه مودودي ژوند دمودودي په اړه یو ښه ګورتپاڼه
- مولانا مودودي کتابونه په PDF فارمېټ کې
- مولانا مودودی او شاہ فیصل انعام لیکوال: ډاکټر عمر فاروق
- سید ابو الاعلی مودودی
- تفہیم القرآن انگریزی ژباړه
- د مولانا مودودي په اړه لکلي کتابونه
- د مولانا خطبات
- په اسلامي فکر د مودودی اغیزې بی بی سی
- مریم جمیلې سره لیکنۍ اړیکه