معتزله يوه كلامي فرقه ده، چې د دويم هجري سپوږميزې پېړۍ په لومړيو كې د بصرې په ښار كې د واصل بن عطا پواسطه راپيدا شوه. ددې ډلې دبنسټ ډبره عقل دى، نو لدې وجې په خپلو ګروهو كې عقل ته ځانګړې ځاى وركوي. او د شرعي احكامو په حلونه كې له عقل څخه كار اخلي، ددوي په ګروهه لكه څرنګه چې وايي: عقل او روغ فطرت پدې توانېداى شي چې د حلالو او حرامو ترمنځ توپير وكړي.

 

نيوليک

په معتزله د نومولو سبب

ددې ډلې د نومولو كيسه څه پدې ډول ده، چې يوه ورځ حسن بصري رحمه الله د درس كړۍ (حلقه) كې د لوى ګناه (كبيره ګنا) په اړه د زړه كوونكو پوښتنو ته ځوابونه وركول، چې په دې ډله زده كوونكيو كې يو هم واصل بن عطا ؤ، چې د لوى ګناه د مرتكب په اړه يې دا فك ښكاره كړ چې دې ( د لوى ګناه مرتكب) د ايمان او كفر ترمنځ يو منزل كې دى. كله چې دده دا فكر رد شو، نو له درسي حلقې څخه بېل او د جومات يوه كونج ته ولاړ، دده په ننګه يوه ډله زده كوونكي وربېل شول او دده ملاتړ يې وكړ. هركله چې حسن بصري دا حالت وليد، نو دا لنډه جمله يې وويله، چې (اعتزل عنّا)، يانې واصل بن عطا له موږ څخه بېلتون غوره كړ. نو د زياتره تاريخليكونكيو په وينا د معتزله نوم له همدې لنډې جملې څخه اخيستل شوې دى.

ددې ډلې بنسټ اېښودونكې

د معتزله ډلې بنسټ اېښودونكې د حسن بصري زده كوونكې واصل بن عطا ؤ، او د بېلېدو اصل وجه يې هماغه د كبيره ګناه مرتكب د كفر او ايمان ترمنځ ګڼل ؤ. د يادولو وړ ده چې دا ډله د مخالفينو لخوا په (معتزله) نومول شوې، حال دا چې دوي ځانونه په (اهل التوحيد و العدل) يادول.

په لومړي سر كې د معتزليانو موخه دا وه چې د خوارجو او مرجۀ ړ سختدريځو نظرياتو پر ضد يوه منځلارې لار پيدا كړي، يو اړخ ته يې د خوارجو د سختدريځه موقف ردونه غوښټل، او له بل اړخه يې د مرجۀ ؤ نرمي، اسانتياخوښونه ناروا ګڼل. معتزليانو ددې ګروهې ښه په زور او شور سره تبليغ وكړ چې د ايمان جدا حيثيت ضرور دى، مګر اعمال په هر ډول يو لازمي شۍ دى. پدې ډول دوي د قرآن كريم پر هغو آيتونو په ځانګړي ډول ښه پام وكړ كومو كې چې د انسان ته د اختيار په قوت او د مسووليت په احساس ټينګار شوې وي.

كله چې دوي معتزليانو د خپلو ګروهو د تبليغ لپاره له سختۍ څخه كار واخيست، نو


ددې ډلې نامتو پوهان

لكه څرنګه مو چې يادونه وكړه، ددې ډلې بنسټ اېښودونكې واصل د عطا زوى دى. له ده څخه پرته لاندې كسان هم ددې ډلې د ګروهو په خپرولو كې د يادولو وړ دي:

عمرو بن عبيد --- ابو الهذيل العلاف --- ابراهيم بن سيار النظام --- بشر بن معتمر --- ثمامه بن اشرس --- عمرو بن بكر الجاحظ --- ابو علي الجبايي او ابو هاشم

د معتزله ډلې بنسټيزه ګروهې

د معتزله ډلې بنسټيزه ګروهې چې د ډله پرې ولاړه ده، او له اهل سنت او جماعت او نورو ډلو سره يې د اختلاف بنسټ ګڼل كېږي په لاندې ډول بيانېږي:

لومړې يووالې (توحيد)

دويم عدل

المنزله بين المنزلتين يا .....

وعد او وعيد

په نېكو امر او له بدو منه كول

لومړۍ قاعده

دويمه قاعده

درېيمه قاعده

څلورمه قاعده

په نوي پير كې معتزليان