امام ابو حنیفه رحمه الله لیکی
 
 الله یوذات د ی نه دشمیر له نظره بلکه دیووالی دنظره
 دپورته متن څخه څرګنده شوه چی الله ﷻ یولاشریک ذات د ی نه ورسره په ذات کی شریک شته اونه په صفاتو کی دبورته دعوی داثبات لپاره امام اعظم رحمه الله دسورة اخلاص دایات راوړي لَمْ یَلِدْ وَلَمْ یُوْلَدْ
 
 ژباړه : نه له ده نه څوک پیدا دي اونه دی دچا پیدادی
 
 وَلَمْ یَکُنْ لَهُ کُفوًااَحَد
 
 ژباړه : اونشته ده لره سیال هیڅوک
 الله سره هیڅوک سیال نشته په خپله خدایی کی یوازی اوخود مختار دی چی څه وغواړی اړکله وغواړی کوی یی که چیر ته په دنیا کی دالله ﷻ څخه علاوه بل خدایی وای ددنیا نظام به کډوډشوی وو . یوخدای به یوکار کول غوښتل اوبل به یی مخالفت کاوه
 پدی اړه پخپله الله ﷻ په قرآن کریم کی فرمایی
 
 لَوْکَانَ فِیهِمَاآلِهَةٌ الاّاللهُ لَفَسَدَتَا
 
 ژباړه : که چیرته په مځکه اواسمانونو کی بل معبودوای نونظام به یی فاسدشوی وو