اسلام

د اسلام تاريخ

عقيده او عمل

د خدای وحدانيت
Profession of Faith
لمونځروژه
حجزکات

اصلي څېرې

محمد صلی الله عليه وسلم
حضرت علي کرم اللهابوبکر صديق
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ياران
Household of Muhammad
د اسلام پېغمبران

ليکنې او قانونونه

قرآنحديثشريعت
JurisprudenceTheology
د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ژوندليکونه

د اسلام څانګې

سنيشيعهسوفي

ټولنيز او سياسي اړخونه

اسلامي زده کړې
هنرد ودانېدو هنر
ساينسفلسفه
ښارونهکليز
اسلامي لارښودان
ښځه د اسلام په رڼا کې
سياسي اسلامجهاد
لېبراله اسلام
د مسلمانانو رخصتۍ

دا هم وګورۍ

اسلامي ويی پانګه
د اسلام په هکله د ليکل شوو ليکنو لړليک

شيعه كلمې ماناد يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنګه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه ګان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره ګونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى.

نيوليک

[پټول]

د شيعه كلمې مانا

د يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنګه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه ګان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره ګونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى. ددې لفظ كارونه د اسلام په لومړي سر كې په خپل اصلي او حقيقي شكل كارول كېده. مګر د وخت په تېرېدو سره د عثمان رضي الله عنه له شهادت څخه وروسته د علي كرم الله وجهه او معاويه رضي الله عنه ترمنځ د ترينګلتيا په وخت كې دا لفظ د سياسي موخو لپاره وكارول شو. نو پدې وخت كې به د علي كرم الله وجهه مرستندويو او اتباعو ته د (شيعه علي)، او دې ډلې به دا دعوه كوله چې علي كرم الله وجهه له معاويه رضي الله عنه څخه د خلافت لومړيتوب لري اودې يې وړ دى. او پدې ډول به يې د هغه رضي الله عنه مرسته په جګړو كې كوله. همدارنګه به د معاويه رضي الله شيعه ګانو هم د هغه په پلوۍ د هغه ننګه كوله، او معاويه رضي الله عنه به يې د خلافت وړ ګڼلو.

 

                             

لدې څخه انكار نشي كېداى، چې په هغه وخت كې ځينې كسان ول، چې د يهودو له دسيسو، افكارو، څخه اغيزمن او له سمې لارې بې لارې شول. او دې بېلاېتوب او اختلاف ته يې ديني رنګ وركړ لكه د امير معاويه رضي الله عنه مرستندويانو ته ښكنځلې كووونكي او نور هغه خلك چې د يهودو په رسيو كې ولوېدل او اسلام يې بد ګڼلو. او همدا هغه ډله خلك ول، چې د جګړې اور به يې تود ساتلو. دا ؤ ددې لفظ د كارونې پېل، بيا دا لفظ د هغه چا لپاره ځانګړې كړاى شو، چا چې به د علي كرم الله وجهه او د هغه د كورنۍ مرستندويه ؤ، او په هغه ځانګړې ګروهو (اعتقاداتو) به يې عقيده لرله چې د يهودي عبدالله بن سبا او نورو هغو ورانكارو له افكارو څخه، چې غوښتل به يې ترڅو د اسلام بنسټونه وران كړي. او هغه څوك چې دا دعوه كوي ، چې دا لفظ د نبي عليه السلام په پير كې هم موجود ؤ، او شيعه ګان په هغه وخت كې هم موجود ول. نو دوي ددې دعوې د زبات لپاره هېڅ دليل نشي راوړلې. خو بيا هم شيعه ګان له ځانه نكلونه او روايات په نبي عليه السلام او علي كرم الله وجهه پورې تړي لكه څرنګه چې محمد الحسين په (اصل الشيعه و اصولها) كې ليكي: (د لومړي ځل لپاره چې د شيعه ګانو زړې د اسلام په زړه كې وكرلو، هغه د شريعت خاوند ؤ، يانې د شيعيت زړې د اسلام له زړي سره يوځاى، څنګ پر څنګ كېښودل وكرل شول. دا زړې دده په ژوند كې راوټوكېده، او رالوې شو، او د هغه له مرګ څخه وروسته يې مېوه ونيوله.) شيعه ګان هغه ډله ده، چې د اسلام له پېل څخه يې خپله دښمني له صحابه ؤ، او د اسلام له اصولو سره را اخيستې ده. دوي پدې ګروهه دي، چې اصل قرآن له منځه تللې دى، او دا ننې قرآن د هغې نيمايي دى. ددوي په وېنا عثمان رضي الله عنه او ابوبكر صديق رضي الله عنه هغه اياتونه له قرآن څڅه وويستل كومو كې چې د علي كرم الله وجهه صفت راغلې ؤ، او د هغه د امامت يادونه پكې شوې وه.

اهل سنت او جماعت دا ډله په رافضيانو باندې يادوي. شيعه ګان پدې ګروهه دي، چې د دين واكې او تفسير او د مسلمانانو د چارو واګي له پېغمبر څخه وروسته د هغه چا په لاس كې وي، چې د ځښتن تعالى له لورې ټاكل شوي وي، او د عصمت او عدالت د صفتونو لرونكي دي. دا ډله خلك د امام په نامه يادېږي. د شيعه ګانو لومړنې امام (د دوي په وېنا) علي كرم الله وجهه دى. د شعه ګانو د ګروهو له مخې محمد صلى الله عليه وسلم له خپلې مړينې څخه مخكې په كراتو مراتو د علي رضي الله عنه د ځاېناسستوب (جانشيني) په اړه صحابه ؤ ته ويلي ول.

 د شیعه ګانو دولس امامان

د شيعه ګانو هغه ډله چې په دولس امامانو ګروهه لري د دولس امامي شيعه ګانو (شيعه اثنا عشريه) په نامه يادېږي. ددې شيعه ګانو په وړاند لاندې لړۍ د دوي دولس امامان دي.

  1. علی بن ابوطالب رضي الله عنه
  2. حسن بن علی رضي الله عنه
  3. حسین بن علی رضي الله عنه
  4. علی بن حسین (علي سجاد)
  5. محمد بن علی (محمد باقر)
  6. جعفر بن محمد (جعفر صادق)
  7. موسی بن جعفر (موسى کاظم)
  8. علی بن موسی (رضا)
  9. محمد بن علی (تقی)
  10. علی بن محمد (نقی)
  11. حسن بن علی (حسن عسکری)
  12. حجت بن حسن (مهدی)

د ګروهې بنسټونه

شيعه ګان او صحابه ؤ ته ښكنځلې

 د شيعه ګانو ډلې (فرقې) او تاريخ يې

 ګروهې

 حلول، تناسخ او د مخلوق متصف كول د الله په صفاتو

 شيعه جغرافيه

تړلي موضوعات

دا هم وګورئ

کتاب پېژندنه

• طهرانی، سید محمد حسین، امام شناسی • حجت، سید محسن، تشیع چیست؟ شیعه کیست؟ • طباطبایی، سید محمد حسین، شیعه در اسلام و [1] • اسرار آل محمد

اخځليكونه