برطانوى دائرة المعارف ( Encyclopeadia Britannica) دمسيحيت تعريف پدىډول كړي دى: هغه دين چى خپل اصل د الناصريي ( Nazaareth ( داوسيونكى يسوع خواته كوى ،څوك چى د الله غوره شوى بولى. ( برطانوى دائرة المعارف د مسيحت مقاله ج،۵ صفحه 693). د عيسوت دغه تعريف ډير لنډ دى خو ( الفريا، اى ، جاروى) په څه تفصيل او بيان سره راخيستى ، نوموړي د دينونو او اخلاقو په دائرة المعارف كى وائى: ( د مسيحيت په تعريف كى ويلى شو چى دغه يو اخلاقى تاريخى، كونى ،د يو والى او په كفارى ايمان لرونكى يو دين دى چى د انسان اوڅښتن ترمنځه ټراو د مسيح شخصيت او كردار باندى تړل شوى). بيا ( جاروى) د دغه تعريف هره برخه په پوره تفصيل او شرحى سره راخيستى : د (اخلاص دين ) نه د نوموړي مطلب ، هغه دين دى چي خپلو تړاولرونكو ئى د نيوى مقصدته رسيدنه د عبادت او فداكارى په لياره نه ښايي او يوازينى هدف ئى بشپړ ډول روحاني برى او د الله رضا حاصلول دى. ( تاريخى دين) نه مطلب دادى د كړو اوفكرونه مدار د يو تاريخى شخصيت چى ( مسيح عليه السلام)دي په مدار څرخيږي. او د نوموړي خبره او كړڼ لاره ددى دين ترټولو اوچته واك او پاى دى. د كونى نه معنى داده چى تر يو خاص جنس او نژاد نه خاص كيږي ځكه دايو نړيوال بلنه ده . جاروى مسيحيت د يو والى ( Monotheist ) دين بللى ځكه چى دڅښتن په يووالى ايمان لري، سره لدى چى پدى درى اقانيمو( Persons ) باندى عقيده ولاړه ده . نوموړي وائى: كه څه هم په عام ډول مسيحيان د تثليت (1) په عقيده ياپه واضح ډول د توحيد فى التثليت _ باندى عقيده لرل په خطرناكه ډول د دريو خدايانوعبادت ته ورنژدى كوى، مګر مسيحى دين په روحى اعتبار د توحيد دين دى. پورتى تعريف دمسيحيت د دين يوه بله مهمه ځانګړتيامونږ ته ښايي چى هغه په كفاره (Atonement ) باندى ايمان دى. ( جاروى) د تعريف پدى برخه كى وائى: د خداى او بنده ترمنځه چى كومه تړاو بايدوى د مسيحيانو په عقيده هغه د ګناه په ذريعه زيانمنه شوى، او لازمه ده چى له سره په خپوودريږي او دا بى دمسيح عليه السلام د واسطى نه نه رامنځ ته كيږي. (1)اقانيم (2تثليث (3) د اديانو او اخلاقو دائرة المعارف ، جلد 3، صفحه 581، (Christianity ) مقاله. داد مسيحيت د دين په اړه يو لنډ تعريف وه خو پدى دين پوره پوهه تر هغه وخت ته منځ ته رانشى تلاى ، تر څو ددى دين په ټولو اساسى عقيدو پوهه حاصله نشى له همدى امله هر يو ځآنګړي شرحي اوپه تفصيل سره راځي