مهاويرا

د مهاوېرا ژوند او فلسفه

د سانسكرېټ د ژبې له مخې د (مهاوېرا) د لفظ د لوى سړي يا لوى پهلوان مانا وركوي، مهاوېرا د جېنيزم د فلسفې او مفكورې بنسټ اېښودونكې دى.

 

د مهاوېرا اصلي نوم (ناتا پوتا واردامانا) ؤ.

د نړۍ د اديانو په اړه د (جان بي ناس) په كتاب د مهاويرا په اړه داسې ليكلي دي:

(مهاويرا) د هندوستان د بهار په ايالت كې د (وسالي) كلي ته نږدې په ۵۹۹مخزيږيز كال زېږېدلې ؤ. او د دوه اويا كالوپ په عمر ومړ.

د مهاويرا پلار د سيمې راجا او واكمن ؤ، د خپل زوى په اړه كې د كوشنيوالي څه د هر د،ل عالي ا اسوده ژوند تياريانې نيولې وى. او پينځه مېرمنې د بادشا د زوى د خوراك، څښاك، جامو، سپېڅلتيا او لوبو او حمل و نقل په خدمتونو كې مشغولې وى. كله چې (ناتا پوتاواردامانا) يانې مهاويرا لوى شو، خپل چاپېريال (شاهي ماڼۍ، عېش او عشرت) پرېښودل، له ښاره دباندې يوه پارك ته د چكر لپاره ووت، او هورې يې ځينې راهبان، چې دنيوي عالي ژوند يې پرېښې ؤ، وليدل. د هغو د كړو وړو او ژوند سره يې مينه پېدا شوه، مګر د خپل پلار او مور په خاطر د هغو سره ګډ نشو. كله چې مور او پلار مړه شول، د سلطنت پرېښود، او د درېشو كالو په عمر د پارك له راهبانو سره يوځاى شو. بادشاهي يې خپل مشر ورور ته پرېښوده.

 

د شاهي دربار پرېښودل او رهبانيت ته ورننوتل

كله چې د مهاويرا پلار او مور مړه شول، نو د خپل مشر ورور سره يې پدې اړه مشوره وكړه، چې دې غواړي رهبانيت غوره كړي. ورور يې په يوه شرط دا خبره ورسره ومنله چې دې به يو كال په شاهي دربار كې پاتې كېږي، او پس له يوه كاله به رهبانيت كې ورننوځي.