سقرات  (Socrates)

 

 

سقراط

 

غربي فلسفه
زړه فلسفه
سقراط Σωκράτης
سقراط

Σωκράτης

نوم:Σωκράτης
زېږېدنه:ca. 470 BC
مړينه:399 BC
School/tradition: Classical Greek, Socratic
Main interests
epistemology, ethics
Notable ideas
Socratic method, Socratic irony
Influences Influenced
Anaxagoras, Parmenides, Prodicus, Diotima Plato, Xenophon, Aristotle, Most of subsequent

سقراط (يوناني: Σωκράτης sɔkɹətiːz, Sǒcratēs; 470399 BC) يو لرغونی يوناني فېلسوف ؤ څوک چې د غربي فلسفې د بنسټ ايښودلو وياړ يې ترلاسه کړی دی. د سقراط په هکله تر ټولو پخه او ډاډمنه سرچينه افلاطون و. که څه هم چې لرغوني پوهان پدې کې سره يوه خوله نه دي چې آيا د تاريخ له نظره د سقراط انځورونه د سرچينو نه سمه اخذ شوې. آن دا چې افلاطون هم د سقراط يو بشپړ انځور نه دی راڅرګند کړی خو د هغه ډيالوګونه مونږ ته سقراط د يو ښوونکي په توګه راپېژني چې د زده کوونکو د لارښونې نه انکاري دی او د يوه داسې بامنطقه کس په توګه يې راڅرګندوي څوک چې د هغه خدايي غږ په لار روان دی، کوم چې د ده په سر کې ازانګې وهي. يو نېک او روک سړی څوک چې د خپلې خبرې څخه نه اوړي او د هغه مهال د حکومت لخوا محاکمه کېږي.

د سقراط د ځای په هکله داسې وييل کېږي چې هغه د آتن وو چې د آتن د محکمې لخوا پدې تورن شوی وه چې هغه د سپېڅلتيا سپکاوی کړی او د آتن ځوانانو ته د ناسمې لارښوونې په کولو سره هغوی له لارې وباسي.