شل مېلیونران خپلې خپلې رسنۍ لري او تمامه ورځ په کې لرو بر کیږي ، دا رسنۍ څو دندې لري :
- مېلیونر ته (کاریزما ) یاکېش شخصیت جوړول ؛ هغه هم په ډیره نامسلکي بڼه او یوازې دشعارونو او خندوونکیو تصویرونو دښوولو یالیکلو تر بریده . که دمېلیونر رسنۍ ته غوږ شې یا يې ولولې ، نو فکر به کوې چې ، دا یې دهمدې لپاره جوړه کړې چې دخپل خاوند لپاره (الذم بما یشبه المدح) وکړي .
- دخلکو پر افکارو او عامه ذهنیت کې دخپلو شعارونو کرل او یا هم له حقایقو څخه دهغوی بېلارې کول
- دذهنیتي اختلال راپارول (ذهنیتي اختلال دشایعو ، اوازو ، تعبیرونو ، تفسیرونو ، ګومانونو هغه ګډوډي ده چې حقایق یې ترشا پټ شي او په همدې ګډوډي کې داختلال اچوونکیوځانګړې سیاسي اجندا پرمخ یووړل شي ) .
- ټولنیزې بېباورۍ ته لمن وهل ، ځکه یوازې په بشپړه بېباورۍ کې دمېلیونرانو ګټې خوندي پاتې کیدای شي .
- دملي ـ ریښتینو نهضتونو او رسنیو لپاره دخنډ اوځنډ رامنځته کول .
- او دککړې سابقې دپاکولو، هېرولو ، بدلولو او له منځه وړلو هڅه ( مېلونرانو په خپله پوځي سابقه کې دډیرو بچي وژلي ، ډیر يې لوټلي او دهېواد پر ګټو یې سوداګري کړې ده ، داټول لا په عامه ذهنیت کې دخاطرو په توګه شته ، دمېلیونرانو رسنۍ غواړي په عامه اذهانو کې دغه خاطرې له منځه یوسي . )
- مېلیونران په خپلو رسنیو کې دپیسو په وړاندې یو شمېر تحصیل کړي کادرونه استخداموي ( دهغوی له اقتصادي احتیاجه په ګټه اخیستویې زبیښي ، استثماروي یې ) او په دې توګه پر یوه سالم ملي محور دهغوی دراټولیدو مخه نیسي .
دذهنیتي اختلال زهر :
راځئ وګورو چې دذهنیتي اختلال ټولنیز تاوانونه څه دي :
- تر هرڅه وړاندې عامه بېباوري خپروي ؛ خلک فکر کوي چې هېواد له لاسه تللی دی اوکه همدا مېلیونران نه وي نو هیڅ کار نه کیږي ، پر ځان باور هم زیان ویني ، وګړي فکر کوي چې ددوی په شخصیت کې نسبت مېلیونر ته ډیرې نیمګړتیاوې دي او دی نه شي کولای دوضعیت دښه کېدو لپاره خپله سیاسي اراده وکاروي .
- دجنایت ، جرم او عامه زیان رسوونې په وړاندې معافیت رامنځته کوي ، خلک ـ په تیره بیا ځوان نسل ـ فکر کوي چې هیڅ ډول مجازات یا مکافات نشته او هره توره سابقه سپینیدای شي .
- درسنیو پر رسالت او ملي مسئولیت دخلکو باورله منځه ځي .
- دبیان دازادۍ اصل زیان ویني او دبیان له ازادۍ څخه د مطلقې انارشۍ تعبیر عاموي .
- دریښتینو رهبرانو ، علمي ـ عملي نهضتونو او رسنیو درامنځته کیدو مخه نیسي .
- دشلومېلیونرانود تور انحصار له ټینګېدو سره مرسته کوي .
- ژیړ ژورنالیزم ته وده ورکوي .
دمخنیوي لارې چارې :
موږ پخوا ویلي وو چې دشلومېلیونرانو تشکیلاتي جوړښتونه مافیايي دي او موږ نه شوکولای له دې جوړښتونو سره وجنګیږو . دوهمه خبره داده چې ډیره لږه برخه ویښ او روښانه تحصیل کړي، چې د مېلیونرانو له زبېښاکه بهر پاتې دي ، نه ښايي په یوه توره جګړه کې بوخت شي . او درېیمه خبره دا ده چې مېلیونران هسې هم په وژلو ، ویرولو او زیان رسولو کې له موره یو دي ، نو نه ښایي کمزوریو سالمو کادرونو ته یې دتورې څوکه ورواړوو ، ښه لاره یې دا ده چې پر علمي ـ عملي طرحو ولاړ نهضت ( ګوند یاګوندونه) رامنځته شي او دنورو کارونو تر څنګ دذهنیتي اختلال مخه هم ونیسي ، دا جوړښت ښايي عامه ذهنیت ته حقایق ورسوي او له هغو رسنیو سره په ګډه کار وکړي چې د مېلیونرانو له سیوري څخه لرې دي ، ولو که هغوی پخپله هم خپلواکې نه وي ، خو لږ تر لږه مخامخ دمېلیونرانو تر کنټرول لاندې خو به نه وي .
دغه نهضت ښايي مخکې تر دې چې تربیون ته ولاړشي ، لومړی دې خپل افکار ، نظریات ، غوښتنې ، مشورې ، علمي طرحې او سنجول شوي میکانیزمونه ښه منظم او تدوین کړي او بیا دې دهغوی دارییې لارې چارې وپلټي . له مېلیونرانو سره دتقابل او مخامختیا پرځای دځان پیاوړي کولو چارې ته ښايي لومړیتوب ورکړل شي .
خو دڅه ویلو او څنګه ویلو په چاره کې ښايي دغه لومړیتوبونه په پام کې وي :
- دخلکو دسیاسي ارادې راپارول ، خلک باید پر دې باورمند شي چې ددوی اراده او پریکړه ټول کارونه ښه کولای شي .
- دیو پر بل باور روحیه پیاوړي کول ؛ خلک سره هیڅ توپیر نه لري ، که دمېلیونرانو دقومي ، مذهبي ، سیمه ییز ، ژبني او نورو سکتاریستي شعارونو زمینه دخلکو په اذهانو کې له منځه ولاړه شي ، ددوی درانړیدلو پیل رالنډوي .
- له ګڼو تربیونونو څخه د حقایقو ویل او تکرار دذهنیتي اختلال مخه نیسي .
- که بحران هم وي ، دخلکو له یوې مخې ناهیلي کول نه دي پکار ، دستونزو پېژندنه تر هماغه بریده ښه ده چې خلک یې مخه ونیولای شي ، دومره شکایت او ناهیلي خپرول نه دي پکار چې خلک دبدلون راوستلو له هڅې څخه لاس واخلي او لاس و پښې تړلي دمېلیونرانو ترحم ته کینول شي .
- ځوان نسل ته ددې حقیقت تلقین په کار دی چې : هېڅ میلونرترقیامته رهبر نه شي پاتې کیدای ، او هېڅ رهبر له موره رهبر نه زیږي ، بلکې دوی هر یو کولای شي درهبر کېدو هڅه وکړي .
- ځوان نسل ته ددې ویل په کار دي ،چې تاریخ یوازې دزدکړې او تجربې اخیستلو لپاره ښه دی اوبس ، نور په تیر شوي تاریخ کې جنګېدل ، دتورو سپینول یا دسپینو تورول داسې دي لکه په تللیو اوبو پسې بېل رااخیستل ، نن او سبا مهمه ده او ښايي په خپل لاس یې جوړه کړو.
- په مېلیونرانو پورې دتړلو رسنیو په وړاندې دریښتینو خپلواکو رسنیو ملاتړ ، او ترټولو ښه ملاتړ یې هم دادی چې دخپراوي لپاره حقایق ورکړل شي .