دشلو مېلیونرانودواکمني فکري چوکاټ ( مارکیټ ) او هدف یې ( لا ډیره ګټه ) ده . چلند ، اړیکي او ارزښتونه یې په مارکیټ  کې دښه دریځ خپلولو لپاره دهڅو پر بنسټ ټاکل کیږي او په هره هڅه کې داسنجول کیږي ، چې څومره ګټه لري . دپینځه سوو میلیارډرانو په هېوادکې هم حالات همداسې دي ، خو هلته داګټه یوازې دمیلیارډرانو جیب ته نه ځي هلته یوه برخه ګټه دټکس په بڼه دسرکار خزانې ته ځي اوسرکار دنافذو قوانینو پر بنسټ  دغه برخه پانګه دهېواد په خیر ښېګڼه ، پیاوړتیااوخلکو ته دخدمتونو دترسره کولو لپاره لګوي ، خو دلته به هسې نه وي ، دمارکیټ لوبغاړي به یوازې او یوازې دخپل ځان په ( لاډیرې ګټې ) پسې وي او چاته  به ټکس نه ورکوي ، دټکس کومه کمزورې لایحه به وي ، خو کوم وزیر یا ریس یاهم میرزا به ددې واک ولري ، چې مېلیونر ته یې ورمعاف کړي ، ځکه دغه وزیر یا میرزا به هم دښاغلي میلیونر په زور ټاکل شوی وي او یا به هم ورڅخه یوڅه ترلاسه کوي . په دې توګه شل مېلیونران دولت ته څه نه ورکوي، بلکې دځواک په وسیله ددولت په یرغمل کولو سره له هغه څخه ګټه کوي ،دلته ګورو چې شل مېلیونران حکومت ته ټکس نه ورکوي ، بلکې لاهم دحکومت دوچو هډوکو په شپیلولو سره ځان چاغوي ، د اوسمهالي پراخ فساد ریښې هم په همدغه ځای کې دی ، شل مېلیونران ، چې سیاسي او ان ايډیولوژیک واکمنان هم دي هیڅکله ( آن دخپلې واکمنۍ ددوام لپاره هم ) دحکومت دپیاوړتیاهڅه نه کوي ، دوی حکومت یرغمل کړی دی او زبیښي یې ، هغه کسان، چې ددوی په ونډه ( سهمیه ) کې پر څوکیو ناست دي ،دهمدې شلو مېلیونرانو لپاره په مارکیټینګ بوخت دي او ټوله هڅه یې دهمدوی د ( لاډیرې ګټې لپاره ) ده ، ځکه خو  یرغمل شوی نظام فاسد او ولس   سرګردانه دی  . دداسې وضعیت  په پایله کې به حکومت ددې وس ونه لري چې خلکو ته خدمات وړاندې کړي ، نو خلک به دیوه کمزوري حکومت پر ځای دشلو مېلیونرانو لپاره کار غوره ګڼي او په دې توګه به هرڅوک دخپل توان ، استعداد ، تخصص او اړیکو په اندازه له دې مارکیټ څخه برخه اخلي او دلاډیرې ګټې په معادله کې  به دخپلې ونډې په اندازه ډوډۍ ترلاسه کوي . حکومت چې دشلو مېلیونرانو یرغمل شو په مارکیټ باندې خپل کنټرول له لاسه ورکوي او په دې توګه په مارکیټ کې هم دشلو مېلیونرانو راج چلیږي ،هرڅه یې چې په هرڅومره وپلورل زړه یې او هرڅوک یې چې هرډول استثمار کړل خوښه یې . شل مېلونران به وژونکې ډلې ، بدماشان او پټ جوړښتونه هم لري ، چې دمارکیټ او لاډیرې ګټې ساتنه وکړي ، حکومت تر تلپاتې ګواښ لاندې  وساتي او هیڅ مخالف ځواک سر پورته کولو ته پرې نه ږدي . دلویو پانګو الو په هېوادونو کې  دمارکیټ شعور دومره وده کړې ده چې یو شمېر ملي ارزښتونه یې رامنځته کړي ، هلته لوی پانګوال په دې پوهیږي چې هېواد مهم دی ، ځکه که هېواد نه وي ددوی ګټه به نه وي ، په دې پوهیږي چې یو منظم دولت ته اړتیا شته ځکه دولت هغه کارغالی دی ، چې ټولنیزنظم ،دپانګې دډیریدو بهیر ( پروسه ) ، دګټو او مارکیټ امنیت، او بالاخره له بل زورور څخه ددوی شتمني ساتي ، اړیکي یې تنظیموي اوهغه کادرونه ، وسایل ، امکانات ، سیاستونه ، بهرنۍ اړیکي او پوهه رامنځته کوي چې ددوی ( لاډیرې ګټې ) ته په کاریږي ،   دلته په افغانستان کې   پانګوال ، مارکیټ او دډیرې ګټې ترلاسه کولو جنون شته  ، خو دمارکیټ شعور نه دی رامنځته شوی ، دمارکیټ رواني او فزیکي  امنیت نشته ، پانګې لا افغاني شوي نه دي، دډيرو پانګو تاداو ( بنسټ ) په دوبۍ کې دی دچا کارخانه په کراچۍ او دچا ګودام په کارخانو (  پېښور ) کې دی ، څوک لاهم په اماراتو کې اوسي بل یې په اروپا یا کوم ګاونډي هېواد کې ، په دې توګه پانګه دلته اقتصادي  دوران نه لري او ګټه یې هېواد او ولس ته نه رسیږي ، بس لکه دواورې توپ دلته راشي کولې راکولې شي،  نوره واوره له ځانه سره ټوله کړي  او غټ شي بیا نوبېرته ووځي ، په دې توګه نه پانګه افغاني شوه نه یې شعور ، نه داهېوادچا خپل وګاڼه او نه یې ملي ارزښتونه وساتلی شول . دشلو مېلیونرانو پانګه دلته ډیریږي ، خو سود یې ددوبۍ او نوروهېوادونو بانکونه اخلي ، د ولس له وینو څخه دغه خړوبه شوې پانګه دنورو دامنیت ، ملي ګټو او پرمختګ لپاره کارول کیږي . دشلو مېلیونرانو نازولي بل چېرته لوییږي ځکه خو ملي ارزښتونه نه شي پیژندلی، دوی نه شي پوهیدلای چې افغانستان او افغانان  مهم دي ، ځکه که هغوی نه وي نو ددوی ګټې به وچې شي . په دې توګه دشلو مېلیونرانو په دې ډول واکمنۍ کې ورو ورو ملي شعور کمزوری کیږي ، ملي ارزښتونه له پامه لویږي او دافغانستان او افغان انسان لپاره دخدماتو  ځای مارکیټ او لاډیره ګټه نیسي .  

دمارکیټ او ډیرې ګټې په غوغا کې ،که دملي ارزښتونو او ملي ګټو مفاهیم ورک شول ،نو څه به پېښ شي ؟

شل مېلیونران دبېلابېلو قومونو ، مذهبونو، ژبو ، سیمو او سیاسي ډلو ډلګیو ټیکه داران او دمشرۍ دعوادار هم دي ، داهغه زمینې دي چې دوی یې دخپل کاذب نفوذ لپاره کاروي او یو شمېر خلک پر ځان راټولوي . دملي محور ، ارزښتونو او ځواک  په کمزوري کېدلو سره دا سیمه ییز ې، قومي ،مذهبي او ژبنۍ جاذبې پیاوړې کیږي ، خلک چې دیوځواکمن ملي حاکمیت ځای تش وویني نو دخپل ژوند ، شتمنیو او کورنیو دساتلو لپاره دیو مېلیونر رعیت ګرځي ، هغه په خپله پاچاهي مني او په دې توګه خلک دسیمې ، مذهب ، ژبې ، قوم او سیاسي تړون پر بنسټ ډله ډله دهغوی دربار ته پناه وړي ، ورو ورو  شل مېلیونران په کوشنیو ارباب الانواعو او امیرانو بدلیږي ، دځان په ګټه دپروپاګندې پیاوړې هډې ( ټلویزیونونه ، رسنۍ او تبلیغیاتي ډلې )  جوړوي ، خپلې ګټې په مقدساتو کې شماري او دخپل مارکیټینګ لپاره هره هڅه لوی ثواب او اجر ګڼي .  هر یو له ځان سره دخپل رعیت دساتلو لپاره سیاسي اکټونه هم کوي ، کله دهغوی دحقونو په نامه اعتصابونه کوي، کله به خیمې دروي ، کله به دنورو قومونو په وړاندې ټوپک رااخلي ، کله به دکوم مذهب یا قوم دسپکاوي په بهانه حکومت ګواښي  او کله به دافغانستان دکومې برخې د جلاکولو هڅه کوي .  کله به  دفدریشن خبرې کوي کله هم دکانفدریشن ...

دمارکیټ او ډیرې ګټې بې قانونه او بې نظمه کړۍ همداسې بشپړیږي ، دملي حاکمیت له کمزوري کېدو سره به شل مېلیونران پیاوړي کیږي ، دملي ارزښتونو او لویو هېوادنیو ګټو  له هېریدو سره به دوی ته پام ډیریږي او ددوی دګټو او مارکیټینګ ګراف به لوړیږي .

نوی نسل به هم دشلومېلیونرانو له ګټو سره روږدي رالوییږي ، دوی به دمارکیټ په اخلاقو ځان پسولي او دشخصیت معیار به په مارکیټ کې دچلېدو په ترازو تلل کیږي . درالوییدونکي نسل قهرمانان به شل مېلیونران وي او په دې توګه به هرماشوم  هڅه کوي چې په راتلونکي کې په همداسې یوه مېلیونر یا دهغه په ترټولو ښه خدمتګار بدل شي .

په بې نظمه ، بې قانونه ، بې اخلاقه ، بې عاطفې او بې عقیدې مارکیټ او دډیرې ګټې په سیاسي منطق کې دشلومېلیونرانو له واکمنۍ او ځواک سره دملي حاکمیټ شتون او پیاوړتیا معکوس متناسب دی ، یا به داوي یاهغه ، له لویو پانګوالو هېوادونو سره دکمزوري افغانستان توپیر په همدې کې دی چې هلته ملي ګټې دمېلیاردرانو له ګټو سره موازي او غبرګې دي ، خو دلته یو دبل په وړاندې  ، یو دبل له منځه وړونکې او یو له بل سره په ټکر کې . داچې دا اړیکه څنګه سمېدای  شي ؟  په نورو برخو کې به یې سره ګورو.