څه موده مخکې یوه ملګري، دې پوښتنې ته ،چې ولې موږ د وژلو له وسایلو (ټوپک، تورې ...) سره دومره مینه لرو؟ عجیب ځواب راکړ؛ دی په دې نظر و، چې د تاریخ په اوږدو کې زموږ ګڼ حکومتونه ددې وړ نه وو، چې له هېواد، خلکو او یا د هر هېواد میشتي له شخصي حریم څخه ساتنه وکړي، د همدې لپاره خلک دې ته اړ شوي، چې د ځان، کور او هېواد ساتلو ته پخپله ملا وتړي ،ځکه نو د ځانساتنې وسیلې (وسلې) ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی. له رواني پلوه ددغه اهمیت ډېریدو په ټولیز ( جمعي) روان کې پرله پسې رسوب کړی دی او په دې توګه له تاریخي پلوه ژوبلورو وسلو خپل ارزښت تردې بریده رسولای، چې د ځینو په وړاندې خو د ناموس حیثیت هم لري.
وژونکې وسله په خپل نفس کې بد شی ده، ځکه د جوړولو، رامنځ ته کولو او ساتلو منطق یې بل انسان ته زیان رسول، د ژوند ختمول او ژوبلول دي، خو د ځانساتنې لپاره تر ټولو ښه وسیله ګڼله کېږي. دا د اور پرتوګ نه اغوستلی شو او نه یې ایستلی شو، په پرمختللې نړۍ کې یې اړتیا ځکه کمه شوې چې پر یوه انسان د بل انسان بلوسل کنټرول شوي دي، شخصي امنیت تضمین شوی دی، رواني سکون رامنځ ته شوی دی او د هېوادونو د ملي حریم او ځمکنۍ بشپړتیاساتنې لپاره ځانګړي ځواکونه شته، نو د همدې لپاره له خلکوسره د وسلې ساتلو اود وسلې د ناموس ګڼلو هېڅ اړتیا نه پېښېږي.
که شخصي امنیت او ټولنیز نظم پولیس وساتي، عدالت قضائیه ځواک او عدلې سیستم تأمین کړي، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي امنیت ملي پوځونه وساتي نو په کورونو کې د ټوپکو ساتل څه مانا؟
زموږ تیروحکومتونو دا کارسم نه دی کړی، ځکه خو خلکو د ځان اوکورنۍ د ساتلو لپاره په کور دننه وسله ساتلې او چې کله هېواد تر یرغل لاندې راغلی، د کمزورو او بدجوړښته یا بې جوړښته حکومتونو له امله بیا هم خلکو د هېواد ساتنه کړې ده، له همدې امله بده وسله ښه وسیله شوې ده او د میړانې ګاڼه یې بللې، زیور او نارینتوب ورسره مل ګڼل شوی او تر ټولو ژوبلور او زیان رسوونکی ښه مېړه او ښه اتل بلل شوی دی.
دا « غلط معمول» د پېړیو پېړیو په اوږدو کې زموږ په عادت او کلتوري ارزښت بدل شوی دی ،په لنډیو او شعرونو کې ستایل شوی دی او متل دی چې « ښه وسله هغه ده، چې په بده ورځ په کار شي» یا «ښه وسله هماغه ده چې په بد وخت کې په لاس درځي.»
زموږ رواني ویرې، د ناامنۍ تلپاتې احساس او د بې حکومتۍ یا بد حکومتۍ حقیقت موږ مجبور کړي یو، چې وسلې ته پناه یوسو او دغه بده، ناشولته، ناولې وسیله ښه او ګرانه ملګرې وګڼو. ډېر ځله وسله د خلکو په لاسونو کې د ځانساتنې لپاره نیول شوې ده، خو ډېر ژر ورڅخه د زور زیاتي، یرغل، تیرې، جنایت، غلا او لوټمارۍ لپاره کار اخیستل شوی دی، وسله د جنایت وسیله هم ده .
د نه تېري، عاطفي ژوند او له قانون سره سم چلند د انسانانو ازلي او ابدي هیله ده خو ،لکه چې هېڅکله په حقیقت نه بدلېږي، ځکه نو د «دفاع» منطق تل عمر شته، خو د ځانساتنې بشري اصل باید قانوني شي او دا بهیر باید په موږ کې هم په سر راسته بڼه بنسټ ومومي، څنګه؟
درېیمه لاره :
په ټولیز روان، عامه ذهنیت او جمعي باور کې یو انقلاب ته اړتیا شته. تر هر څه وړاندې د ځانساتنې دنده باید د حکومت پر غاړه ور واچول شي. له شخصي امنیت څخه نیولې، تر رواني سکون او هېواد ساتنې پورې باید حکومت یې تضمین پر غاړه واخلي. ځواکمنه ملي اردو ښايي د افغانستان د خاورې او پولو ساتنه وکړي، ملي او با دسپیلنه پولیس د شخصي امنیت مسؤلیت ومني عدلي سیستم ښايي رواني ټولیز سکون رامنځ ته کړي، بیا نو له کلتوري پلوه د وسلې مذمت او بد ویل پیل شي. موږ ښايي له ټوپک او تورې څخه خپل کسات واخلو، مات مات یې کړو، موزیمونو ته یې وسپارو او د تاریخ په هدیرو کې یې خښ کړو. نور نو ښايي ټوپک ناموس ونه ګڼل شي.
د ویښتیا د پړاو یو اصل همدا دی، چې وسلې د خلکو د روان له محرابونو څخه لرې شي د افغان انسان اوږه نوره له ټوپک سره ښه نه ایسي. د افغان انسان په لاسونو، مغزو او ژوند چاپېریال کې ښايي د ژوبلورو وسلو ځای د ډوډۍ موندلو، هېواد ودانولو، پوهې او پرمختګ وسایل ونیسي او هر هغه څه معنوي ارزښت ومومي، چې یوه افغان انسان ته د روزۍ موندلو وسیله ګرځي.
ملي دفاعي ځواک هر څومره، چې پیاوړی، وسله وال، جدي، زړور او دپردیو ژوبلور وي هماغومره ښه دی، د مېړنتوب او اتلولۍ ټول سرودونه، بدلې او شعرونه هم ښايي یوازې همدغه ملي ځواک ته ځانګړي شي، دا ملي ځواک ښايي بشپړ غیر سیاسي وي او یوازې افغانستان ساتلو او افغان انسان پاللو ته ژمن وي او بس.
له وسلو څخه کرکجن، پټي، کار ځای او ښوونځي ته روان افغان انسان، پر خپل ملي دفاعي ځواک ډاډه ،د ویښتیا لومړی ګام پورته کوي.