شتمني ( ملکیت) هغه مادي یا معنوي ارزښت دی چې یو شخص، ټولنه یا هېواد یې له حقوقي پلوه د درلودو یا مالکیت حق ولري.

دغه مادي او معنوي ارزښتونه د بشري ژوند د ښېګڼې لپاره په کاریږي، نو ځکه مهم دي. یو شمېر داسې ملکیتونه هم شته، چې په ټول بشريت پورې اړه لري. خو موږ څه غواړو؟

په افغانستان کې موږ یوازې فردي شتمني او ملکیت پېژنو او له دوه ډوله نورو عامه ( ټولیزې) او ملي شتمنۍ سره چندان اشنا نه یو.

او که یو هم دومره پروا یې نه ساتو او دا زموږ بدمرغي ده.

فردي ملکیت په یوه شخص یا کورنۍ پورې اړه لري؛ کور، ځمکه، باغ، ګاډی، کتاب، قلم،غویی، پسه او . . . هر څه چې یو شخص یا کورنۍ یې د حقوقي مالکیت لرونکي وي.

عامه شتمني هغه څه دي چې د خلکو یو ټولی (Community) ورڅخه ګټه اخلي؛ پارک، سړک، ونې، ښاري اسانتیاوې، د اوبو نل، بمبه، جومات، پول او نور داسې ارزښتونه چې زموږ ( افغانانو) لپاره چندان اهمیت نه لري.

ملي شتمني هغه مادي معنوي ارزښتونه دي چې په یوه هېواد پورې اړه لري  او ګټه یې یوه ملت ته رسېږي؛ کانونه، ساراوي، ځنګلونه، روانې یا ولاړې اوبه، نړیوال غړیتوبونه، فضا، تاریخي آثار، سیلاني مراکز او نور چې موږ افغانان یې په وړاندې د جرم کولو تر بریده پړه یو.

د شخصي ملکیت په وړاندې بې تفاوتي او بې احتیاطي غیر نارمل کار دی او خلکو ته یو ډول بې پروايي یا لیونتوب ښکاري.

د عامه ملکیت په وړاندې ناروا کول جرم دی او د مدني قوانینو له مخې ورته زیان رسوونکی باید مجازات شي.

ملي شتمنیو ته زیان رسول ملي خیانت دی او مرتکبین یې له سختو جزاګانو سره مخامخ کېږي.

راځئ دلته یې وګورو چې موږافغانان ددې شتمنیو په وړاندې څه کوو؟

شخصي شتمني ډېره را باندې ګرانه ده او د خدای(ج) فضل دی غیر نارمل یا د لیونتوب برخورد نه ورسره کوو، بلکې کله کله د سوګتۍ او امساک تر بریده پرې ګوریږو یو شمېر افغانانو د میراثي ځمکې یا جایداد لپاره دخپلو خپلوانو تر وژلو پورې حرص پسې اخیستی وي، پټی ناموس ګڼي او په یوه لویشت پوله یې یو پر بل سرونه مات کړي وي. په ښارونو کې خپلې حویلي ګانې او کورونه دومره سینګاروو چې نور پرې د ښېښو او غمیو ځای نه وي خو د کور د دیواله تر شا د سړک او کوڅې پرمخ پروت کاڼۍ هم نه یوې خواته کوو، ځکه فکر کوو چې دا خو زموږ ملکیت نه دی. په دې کې هم افراط او تفریط! کلي لا یو څه ښه دي، اشر کوو، جومات، ویاله، ژرنده درمندځای، هدیره، لاره، پلونه، ګودرنه او داسې نور عامه ملکیتونه ساتو او پالويې، خو په ډېر زاړه دود او بڼه، خو په ښارونو کې د عامه شتمنیو په وړاندې بې تفاوتي د ژوند د چاپېریال لپاره فاجعه رامنځ ته کړې ده.

خو زموږ لویه جفا د ملي شتمنیو په وړاندې ده، موږ په نړۍ کې یوازینی ولس یو چې خپل ښوونځي سوزوو یایې دسوزولو مخه نه نیسو او د سیاسي اختلافاتو لپاره لویې لارې او پلونه الوزوو، د بامیانو تاریخي آثار ورانوو او خپل موزیمونه تالا کوو، د سالنګ تونل الوزوو او کله کله مو بندونو او بریښنا کوټونو ته هم باروت او بمونه له ګاونډیو څخه را په شا کړي وي، چې وران یې کړو.

ولې داسې یو؟

تر ټولو لویه ستونزه داده چې موږ د ټولیزې شتمنۍ او ملي شتمنیو په اهمیت نه یو خبر او په دې حقیقت نه پوهېږو چې له ټولیزې پرمختیا او رفاه پرته وګړنۍ پرمختیا او رفاه ناممکنه ده.

بل لامل دادی ،چې لاهم نه پوهېږو چې د عامه شتمنۍ او ملي شتمنیو ساتنه پالنه، رغونه، پراختیا او پرمختیا یوازې د حکومت دنده اومسؤلیت نه دی، بلکې تر هر څه وړاندې دا د خلکو او ملت مسؤلیت او مکلفیت دی. ځکه په دیموکراتیکو هېوادونو کې خلک حکومتونه رامنځ ته کوي او پر حکومتي چارو نظارت لري او هدایت ورکوي چې دا وکړه او هغه مه کړه! ملي شتمنۍ وساته، عامه شتمنۍ وپاله او ملي اوبه په ګاونډیو مه پلوره! زموږ ملت او ولس څومره دا کار کړی دی؟!

ښايي هېڅ یا ډېر لږ.

موږ خپل کور ښه پاکوو او جارو کوو یې خو دکور شاته کوڅه مو دومره ناولې، له کثافاتو او فضله موادو ډکه وي چې د هغې له امله مو هره ورځ په پاک کور کې ماشومان ناروغه وي. د عامه شتمنۍ او ملي ملکیتونو په وړاندې زموږ دا بې پروايي، زموږ  ګاونډیان او دښمنان هم زړور کړي او په خپلو منځونو کې په خندا وايي :

« عجیب ساده او بې خبره خلک دي، راځه باروت او پیسې ورکړه چې خپل ښوونځي وسوزوي، چې بیا په هر څه پوه نه شي او خدای مه کړه د خپلو شتو په قدر ونه پوهېږي، بیا به نو موږ څه کوو ...»

د حل لاره :

زموږ ګڼ ولسي استازې په ملي شورا کې یوازې په وچ سیاست بوخت دي، د څوکۍ، پیسو او ځاني ګټو خوند تر ملي ګټو هېر کړي دي د ملي شورا استازي باید پر حکومت نظارت وکړي، چې څومره دعامه شتمنیو او ملي شتمنیو ساته او پالنه کوي. په دې توګه موږ په دولتي ځواک کې د نظارت مسؤلین وموندل. اجرائیه ځواک د عامه شتمنۍ د پراختیا او د ملي شتمنۍ د بډاینې او ساتنې ستراتیژې، پلانونه او علمي میکانېزمونه رامنځ ته کوي او عملي کوي یې، قضائیه ځواک ددغو شتمنیو ورانوونکي څاري او جزا ورکوي.

خو ددې ترڅنګ لوی مسؤلیت د ولس دی. ولس که د عامه شتمنۍ په رامنځ ته کولو کې ونډه ولري نو بیا خامخا یې په ساتنه او پالنه کې هم ونډه اخیستی شي. ددې لپاره په کار ده چې کلیوالي سیستم مدرن شي داشرونو دود وپالل شي او په ښارونو کې ښاري شوراګانې جوړې شي، چې په نوره دنیا کې یې City Hall او Community Council بولي، دا شوراګانې له ښاروالې ګانو سره څنګ په څنګ کار کوي او کار یې د عامه شتمنیو د پراختیا څارنه او ساتنه ده.

یوه کوچنۍ بیلګه :

هر ښاري چې پخپل کور د لوی مصرف له ۵ څخه تر ۱۰ سلنه د کور پرمخه او کوڅه ولګوي ټول ښار جوړېږي. زما د یوې محاسبې له مخې د ناسم چاپېریال له امله څومره ناروغۍ چې پېښېږي که د ډاکتر اودوا پیسې یې په جوړولو ولګول شي نه یوازې دا چې له رنځ او عذابه به یې خلاص شو بلکې راتلونکيو نسلونو ته به یو سبق هم شي.

ما یو ځل په آذربایجان کې د باکو ښار له بالاحصار یا زړې کلا څخه لیدنه کوله دا په حقیقت کې پخواني باکو و، چې سلګونه کاله پخوا خلکو تیږې ورته راوړې وې او ټولې کوڅې یې په تېږو فرش کړې وې، دا کار خلکو کړی و نه حکومتونو ما ویل، چې دا به د شرقي ټولنې ځانګړنه وي، د باکو ددغو سړکونو عکسونه مې واخیستل چې راسره وي موده وروسته مې همداسې سړکونه په اروپا کې هم ولیدل او ایله پوه شوم چې ویښو ولسونو هر ځای خپله عامه شتمني د ځانګړې شتمنۍ په څېر مهمه ګڼلې ده، ما له ځانه سره دا هم ویل چې افغانستان خو تر هر څه پریمانه غرونه او تېږې لري، نو دا زموږ کوڅې او سړکونه ولې داسې له پوټیو او کثافاتو څخه ډکې دي، هغه د یوه رادیويي طنز خبره چې « کابل له دوه نښو پېژندل کېږي چې لمر وي دوړې ترې پورته کېږي، چې باران شي نو خړې خټې بادېږي.» موږ ولې بې لګښته تېږې رانه وړې او خپلې کوڅې او سړکونه مو پرې فرش نه کړل؟ یا مو یو شین نیالګی هم ونه کاره؟ تاسو به وایاست چې زه ولې د سړکونو او کوڅو مسئله دومره شاربم، دا یوه بیلګه ده.

موږ د هرې ټولیزې اوملي شتمنۍ په وړاندې بې خبره، بې تفاوته اوملامت یو، په ښارونو کې پارک نه لرو، په کلیو کې کلینک او ښوونځي، په ښار کې مو ناولتیا دومره ده چې تنفس په کې نه کېږي او په کلیو کې مو د څښلو پاکې اوبه نشته.

موږ ښايي د یوه ولس اوملت په توګه ددې وطن هر څه خپل وګڼو، اوږدو جګړو او مهاجرتونو موږ له دې احساس څخه محروم کړي یو ،چې افغانستان یا خپل کور وګڼو یا خپل ګور، دا وطن د ترخو پېښو له لاسه موږ ته ډېر خپل نه ښکاري ډېر ځله مو لا هم په مهاجرت کې ځانته یوه کوډله ساتلې، چې که بده ورځ راغله ورمنډه کړو خو نه! همدغه احساس او فکر باید ووژنو او فکر وکړو چې نور نو له هېواده وتلو ته اړتیا نه شته، ټوله هڅه د همدې خاورې لپاره او تر هر څه وړاندې افغانستان!

موږ باید پخپله ټولې هغه اسانتیاوې چې په ګاونډیو هېوادونو کې شته او موږ لا هم ورکاږي، همدلته یې رامنځ ته کړو، موږ باید د وګړنۍ هوساینې لپاره د شخصي ملکیت ترڅنګ عامه اوملي ملکیتونه هم ولرو، ویې پالو، ساتنه یې وکړو او ویې رغوو، بیا به نو د بریښنا، ګاز، ترانسپورت، سړک، روغتون او نورو اسانتیاوو لپاره پېښور، اسلام آباد یا مشهد و تهران ته منډې نه وهو، تر هر څه وړاندې په خپلو ذهنیتونو او فکرونو کې بدلون راوستل د حل لویه لاره ده، اصلاح باید له خپل ځانه پېل شي ،ویښ ملتونه خپلې شتمنۍ پخپله ساتي.

ملي شورا، ښاروالۍ، ښاري ادارې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، شوراګانې، مدني ټولنې، مطبوعات او منلي شخصیتونه باید :

۱ـ عامه او ملي شتمنۍ تعریف کړي.

۲ـ داهمیت د تبلیغ لپاره یې هلې ځلې وکړي.

۳ـ د رغوونې،ایجاد، ساتنې، پیاوړتیا او پالنې لپاره یې باید لیکلي قوانین، لوایح، مقررې، میکانیزمونه او اصول ولیکل شي، معرفي او تبلیغ شي.

۴ـ حکومت ښايي خپله ونډه معلومه، خپل مسؤلیتونه معرفي او د ملت اوخلکو مکلفیتونه هم ور معرفي کړي.

۵ـ د ښوونځیو په نصاب کې دې د ملي شتمنیو ارزښت، عامه ملکیت ته د پام ساتل او وطنپالنې روحیه شامله شي، چې را روان نسلونه خو لږ تر لږه دغو ارزښتونو ته متوجه شي.

۶- داشر په څیر دګډو کارونو کلتوري ارزښت ښایي پیاوړی شي.

۷ـ دملي شتمنیو اوعامه ملیکتونو د معرفي لپاره باید پراخ عامه پوهاوی او تبلیغاتی کار وشي اوخلک وپوهول شي چې د افغانستان بیړۍ کې خدای مه کړه ډوبه شوه موږ به هم نه یو. دلته ماته یوه ټوکه را په یاد شوه، چې په همدې به دا برخه پای ته ورسوم :

وايي کوم ساده سړی په الوتکه کې سپور و، یو وخت یې ناڅاپه څنګ ته ناست سړي په وارخطايي وویل : یاالله خیر،

ساده ورڅخه وپوښتل : خیریت دی؟ وروره څه خبره ده.

وارخطا سړی وویل : هلته ګوره پیلوټ وايي چې د الوتکې یو ماشین له کاره لویدلی دی.

 ساده بیغمه تکیه وکړه چې ګوري بل مسافر ژاړي، نو ورڅخه یې وپوښتل : دا په تا څه چل شوی دی چې ژاړې؟

 مسافر په ژاړ کې ورته وویل : پیلوټ وايي چې بل ماشین هم له کاره ولوید، دا الوتکه سقوط کوي.

ساده وخندل او ځواب یې ورکړ : بلا مې ورپسې چې سقوط کوي، دا الوتکه خو څه زما نه ده!

خدای مه کړه موږ ټول همداسې ساده ګان یو! افغانستان سقوط کوي اوموږ ورته خاندو.

فااعتبرو یا اولی الابصار