څو ورځې مخکې مې له یوه هندي څېړونکي سره د ټولنیزې پراختیا په اړه خبرې کولې، د هندوستان مثال یې راکړ، ویل یې : ګاندي زموږ لپاره خپلواکي وګټله او یو خپلواک هېواد یې په لاس راکړ، مګر خوار، وږی، تش کړل شوی، له ټولنیزو ستونزو ډک، په کاستونو ویشلی او له فرهنګي پلوه ځپلی هندوستان. ددغه هندي څېړونکي په وینا هغه مهال هندوستان شاوخوا څلور سوه میلیونه خلک درلودل او په دوی کې یې تر پنځوس سلنه ډېر د بېوزلۍ تر کرښې لاندې وو، خود جواهر لال نهرو د مدبرانه رهبرۍ له برکته د هندوستاني ادارې داسې اساسات رامنځ ته شول چې همدې خوار هندوستان د پرمختګ مخه ونیوله او اوس چې تر یومیلیارده ډېر وګړي لري، د فقر کرښه په مراتبو په کې راکوزه شوې ده او یو له چټکو پرمختلونکیو هېوادونو څخه دی، هیندو څېړونکی هی لګیا و او د خپل ښه سیاسي مشرتوب ( لیډرشیپ) ستاینې یې کولې او زه یې درګرده په غوږ وهلم چې تاسو داسې لیډرشپ نه لرﺉ. هیندو خپل دیموکراتیک سیستم هم ستایه او دا یې هم نه پټوله چې د ښه مشرتوب تر څنګ د ملت ملاتړ هم خورا مهم و.  دلته نو موږ ته دوه پوښتنې په مخ کې دریږي چې زموږ په دغه ناورین کې د کیوتو لپاره څوک مسؤل دي؟ مشرتوب که ملت؟ یا دواړه؟ او یا یو هم نه؟

زموږ د ناورین، کړکېچ اوملي غمیزې لاملونه له بهره هم را ننوتي، د ګاونډیو مداخله، د زبرځواکو سیاستونه او د نړیوالو استخباراتي لوبې، خو آن همدغو ډبرو ته د سر نیولو لپاره هم زموږ سیاسي لیډرشیپونه او یا ولس ملامتېدای شي. ځکه له غرض ومرضه ډک بهرنیان خو به هر څه کوي نو موږ ولې د دوی د لاس ګوډاګیان شوو؟

لږ تر لږه له ۱۳۵۷کال څخه را په دې خوا دغه بې پردې منطق زموږ د خلکو ترمنځ شاربل کېږي. په ملي بس کې، په ټولګي، بازار، دفتر او مطبوعاتو کې هر چیرې لګیا یو، یو سړی شکایت پیل کړي : فساد دی، رشوت دی، ښار مردار دی، شار ناپرسان دی، دولت کار نه کوي . . . بل ورته وايي: ټول زما او ستا له لاسه وروره! نفسونه مو خراب دي، بل وايي: په دې ټولو کې د خارجیانو لاس دی، ایران او پاکستان مو په کرار نه پرېږدي، بل وايي : چې د څپلۍ بند مو هم وشکېږي امریکا ملامتوﺉ، وه وروره! موږ خپله د خارجیانو د لاس آله یو . . . د خلکو تبصرې سمې دي، دا هر څه شته خوهېڅ څوک د شکایت له بریده وړاندې نه ځي، هېڅ څوک د حل لاره نه وړاندې کوي او بالاخره هېڅ څوک د حل لارو په عملي کولو فکر نه کوي.

دیرش کاله کافي وخت دی چې د یوه عمل تکراردې په یوه ټولنیز عادت بدل شي، مانا دا چې زموږ ډېر وخت په شکایت او تکراري ګیلو تېر شوی، پرته له دې چې حل لارې ته ورسېږو، که کله کوم بدلون غوښتونکی په مجلس کې حاضر وي او په ګډونوالو غږ وکړي، چې : راځئ یو څه وکړو او له همدې ځایه یې اصلاح پیل کړو، نو نور به پرې غږ وکړي چې : دا زموږ کار نه دی ... ستا څه زړه دی چې بیا مو په چا خرڅ کړې؟ . . . هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره که نه. او تر ټولو یې بده دا، چې په دیرشو کلونو کې د بهرنیو ځواکونوپرله پسې حضور او اغیز هم له موږه دعملي نوښت امکان اخیستی دی،ځکه فکر کوو چې هرڅه له واشنګتن یا مسکوڅخه جوړیږي یا ورانیږي.

یعنې له موږ څخه د ملي ارادې پر اساس د بدلون راوستلو باور هم اخیستل شوی دی یا مو له لاسه ورکړی دی.

له دې لنډکي بحث څخه بېرته راځو اصلي بحث ته، چې ددې ناخوالو لپاره سیاسي مشرتوبونه ملامت دي که ملت؟

که پردې منطق یې وتلو چې: « هر ملت د خپل برخلیک په ټاکلو مسؤل دی!» بیا خو ملت ملامت دی، خو که د ملت دلایل واورې چې : « د ملت خبره څوک اوري یاملت د همدې لپاره له مکتبه لرې ساتل شوی و چې خپله اراده تمثیل نه شي کړای یا بهرنیانو تل په هر څه کې لاس درلوده او په دیرشو کلونو کې مو خپلواک حکومت نه درلوده . . .» بیا نو د ملامتۍ فکتورونه نور دي. مسئله  د چرګې او هګۍ ده چې کومه یوه اوله پیدا شوې ده؟ که چرګه اوله پیدا شوې نو له هګۍ پرته څنګه؟ او که هګۍ اوله پیدا شوې نو چا کړې ده؟ که یو کس یا ټیم راپانه څي او د سالم لیډرشیپ په توګه د ملت سمه لارښوونه ونه کړي ستونزه به څنګه حل شي؟

او ددی لپاره ګڼ مثالونه هم شته، خو ددې په وړاندې جدي پوښتنه داده چې که ملت آماده نه وي او له بدلون سره مرسته ونه کړي، د سالم مشرتوب ملا ونه تړي نو دا څو کسه به څه وکړي؟ دواړه خبرې ریښتیا دي او بالاخره دغه باطله کړۍ باید له یو ځای څخه ماته شي.

اوس راځو چې له کومه ځایه یې پیل کړو :

یو ویښ ملت کولای شي سالم مشرتوب تشخیص کا او تر شایې ودرېږي، نو د همدې لپاره موږ د ویښتیا او روښانتیا یوې دورې ته اړتیا لرو. ژمن روښنفکران، ملي بنسټونه لکه ګوندونه، مدني ټولنه، فرهنګیان، رسنۍ، حکومتي بنسټونه دا مسؤلیت لري چې دغه دورې پیل کړي او د یوې علمي او عملي ستراتیژۍ پر بنسټ دې قدم په قدم پر مخ یووړل شي.

همیشه د دیموکراسۍ په اړه د بحث په وخت کې د « ملي ارادې» یا ولسي پریکړو د توانمندۍ مسئله مخې ته راځي. دا اراده روزل کېږي، موږ یې ریښې له لومړۍ او دوهمې مشروطه غوښتنې څخه لرو، سرو ـ شنو انقلابونو دغه ریښې وځپلې خولا وچې شوي نه دي. په دې اړه ملي تفاهم ته ضرورت شته، چې له بدمرغۍ څخه د راوتلو یوازینۍ لاره له ولس سره ده او دا ملت دی چې خپل برخلیک بدلولای شي او که د خپل برخلیک د بدلولو لپاره خپله اراده نه کاروي نو دا ملامت ملت دی. لوی خدای (ج) په خپل مبارک کلام کې فرمايي :

(ان الله لا یغیرو ما بقوم حتی یغیرو ما باانفسهم)

« په تحقیق سره خدای(ج) نه بدلوي حال د یوه ملت څو چې دغه ملت په خپله خپل حالت بدل نه کا».

دا شعارونه نه دي، بلکې د ملي حل لارو لومړني ګامونه دي.

تر هر څه وړاندې ښايي یو شمېر ملي محورونه او ارزښتونه رامنځ ته کړو چې ټول لوستي او زړه سوانده افغانان پرې را ټول شي، هغه پولې چې په سرو ـ شنو انقلابونو کې یې ددې ملت وګړي یو له بله سره بیل ساتلي، باید له منځه وایستل شي نور نو په دې ایډیولوژۍ یا پر هغه طرز تفکر متهمول ښايي هېر شي، هغه ټاپې چې د ځینو په جیبونو کې دي او د چا د میز په کورګي کې، باید وسیزل شي، نور نو په چپ و ښي، هغه ایست او دغه ایست له منځه شړل پای ته رسیدلي، هر هغه څوک د داسې هڅو په محور کې راتلای شي چې افغان – افغانستان او ددې هېواد ملي ګټو ته وفادار دی او کولمه یې په کوم بهرني تار پورې نه وي تړله شوې.

د سمون په خوا د لومړي ګام ایښودلو لپاره « افغان» کېدل په کار دي. موږ به په خپل ملت کې دا مفکوره عاموو، چې د یوې کورنۍ غړي یو او همدا هېواد مو یا کور دی یا ګور، بهر ته د وتلو، بهرنیانو ته د راتللو او په بهرنیو اشارو ځغلېدل پای ته رسیږي.

ګورﺉ! د سیمې او بهرنیو هېوادونو استخباراتو د ځینو افغانستان میشته وګړیو په منځ کې نفوذ کړی، له دې یې موخې دوه دي؛ یوه دا چې خپل سیاسي – ستراتیژیک اهداف عملي کا او بل یې دا چې ملي بې باوري رامنځ ته کړي، په خپله جاسوسي کړۍ د افغانانو په ملي ذهنیت دا او هغه په یوه او بل نوم بدناموي او دادی داسې حالت یې رامنځته کړی دی، چې یو افغان پر بل باور نه شي کولای، هر یو بل ته د کوم بهرني هېواد ګوډاګی ښکاري، دا ډول ملي بې باوري ملت او ټولنه پردیو او ګاونډیو هېوادونو ته راڅملوي. موږ یو ځل بیا له څو جدي او ضروري ګامونو سره مخامخ شو، چې باید ددغه بحث په پایله کې یې پورته کړو :

۱ـ افغانستان زموږ هېواد دی او ملي ګټې تر ټولو ګټو پورته دي.

۲ـ موږ پر خپله ملي اراده باور کوو، او د بې باروۍ فضا له منځه وړو.

۳ـ روڼ اندي، ملي بنسټونه، مطبوعات او مدني ټولنه چمتو ده چې د یوې منظمې ملي ستراتیژۍ اوعلمي ـ عملي پلان په رڼا کې د ویښتیا او روښانتیا پړاوونه پیل کړي( دویښتیا او روښانتیا دپړاوونو څرنګوالی د درېیمې لارې په رارونو بحثونو کې په ګوته کوو، انشاالله)

۴ـ په دې فکر کول په کار دي چې په روان ناورین او غمیزه کې د ملت مسؤلیت، مکلفیت او ستونزه څه ده، د دولت او لیډرشیپ څه ده، د روڼ اندو، مدني بنسټونو او ملي خوځښتونو نیمګړتیاوې او مسؤلیتونه څه او کوم دي؟

۵ـ که حکومتونه سم کار نه کوي ملامت دي خو که ملت سم حکومتونه، نه دي ټاکلي څه وکړو؟ او څوک ملامت کړو؟ د دوی دواړو ترمنځه که مکتب لوستیو، په اصطلاح روښانفکرو، ټولنیزو – فرهنګي مشرانو خپل مسؤلیت نه دی تر سره کړی نو ملامت څوک دی؟ دوی د ملت اودولت دواړو په وړاندې ملامت دي، د ولس د سیاسي – ټولنیز شعور لوړول او پر دولت درغوونکي فشار راوړل دا د منځنۍ ډلې کار دی.

چې راغونډه یې کړو زموږ ددغو کرښو پایله دا راخیزی چې:

دې ټولو شمېره بحثونو ته علمي – عملي کړنلاره جوړول په کار دي. موږ هغه باطله کړۍ ماتوو چې خلک ملامتي پر دولت او دولت یې پر خلکو اچوي، د چرګې او هګۍ لوبه له دې ځایه ماتوو چې، لوی خدای (ج) د هر څه خالق دی او په خپل الهی قدرت یې هر څه خلق کړي دي، او لوی خدای (ج) به موږ ته هم وس راکړي چې خپل حالت په خپله بدل کړو، او د الله تعالی په با ارادې او هوښیارو بنده ګانو کې به ځان وشمارو.

انشاالله