بسم الله الرحمن الرحيم


دژوندي ليكوال ځانګړنــــې
دانــش منـدانـــو تـــه دده د
زوئ له خـوا د مــينې ډالـۍ

ددې غونډې اغلو او ښاغلو درنو مشرانو دانش مندانو، انديش مندانو ليكولانو د قلم دبلې ډيوې تل پاتې مشعل دارانو او مخورينو!
       اسلام عليكم ورحمةالله وبركاته
په سر كې اجازه راكړئ چې د مقدمې يو څو كرښو په ليكولو بس والې وكړم.
 دوستانو! زه يواځې نه تاسې به هم په دې باور ياستې چې كه د پخوانيو  مثبتو ښو دودونو سره نوى ښه دود يو ځاى شي نو ژوند او ماحول ته ښُكلا بخښي، زاړه چوكاټونه پراخوي او كله ناكله يې ماتوي او دنوي په لور ګامونه اخلي.
مشرانو! زموږ انديش مند مړشي، دانش مند مو خاورې شي د ليكوال په مړي مو كلونه او پيړۍ تيرې شي تاريخ زموږ نوم وركي شاعران، هنرمندان او حتٰى نوابغ لا پسې هير كاندي.
بيا نو زموږ محقيقين، مورخين او څيړونكې ورپسې سر ګردانه او لا لهنده ګرځي چې نه يې كورنۍ و مومې، نه د هغه د شخصي ژوند په ارتباط كوم سند پيدا كړي هسې خوشې د خاورو ډيريو ته يې ليكوالان را ټول شي څوك يې ښه ليكوال وبولي څوك يې ښه شاعر او هنرمند، څوك يې څنګه او څوك يې څنګه؟!
دابه لومړې ځل نه وي نورو به هم دا كار كړىوي خونن د يوبل ځل دپاره د زاړه دود سره دا نوى
دود يو ځاى كوؤ حاجي صاحب شكر ژوندى دى او ستاسې په منځ كې ناست دى.
تاسې محترمو دانش مندانو د حاجي صاحب په ليكوالۍ، په شعر او شاعرۍ، د هغه د نثر او نظم په شكل او محتوا ډيرې خبرې وكړې. دا تله او كاڼې ستاسې په لاس كې دى څنګه يې چې تلۍ هغسې به يې تلۍ خو:
درنو  ليكوالو! زما پلار په خپله كورنۍ كې په لالابابا شهرت لرى زه د طب او د طبابت ډاكتريم نه پوهيږم چې زما پلار څه قسم ليكوال دى د نظم او نثر په هكله يې هيڅ نشم ويلى خو دومره ويلى شم چې:
زه د هغه د مشر زوئ په صفت وياړم او ستاسې په مؤافقه نن دده د شخصي  او كورني ژوند په هكله دده بعضې ځانګړتياوې در څپړم حاجي صاحب! په پښتو، دري او پشه يې ژبو پوره مسلط دى.
د خپل اولاد په تربيه كې چې زه ډاكتر او بل زوئ يې انجينر دى ښه مثال كيداى شي.
حاجي صاحب كه تاسې ته ښه ليكوال او شاعر دى موږ ته ښه پلار او نورو ته د ميلمنو ښه مينو جوړونكى په خپله رشته كې حاكم معلم او د وخت ښه اداره چي طالع مند او بى باكه سودا ګر دى.
د پېسو سره يې مينه كمه ده د محترم ولسمل صاحب خبره زه دلته باالكل تائيدوم چې دى د نورو په څېر د سر مايې د وريښمو په غوزو كې نه دى ننوتې.
 حاجي صاحب! په خپل كور كلي ولسوالۍ او حتٰى په خپل ولايت كې يو كلك دهقان ښه ملك او د ملك
زوئ دى.
دى چې په خپل ولس كې جرګه او مركه كوي دده د جرګې فيصلو ته هر څوك په درنه سترګه ګوري او هيڅوك دده مخې ته نه وځي د مظلوم حق يې هيڅ وخت نه دى تلف كړى.
زما په پلار د دهقان قشر ډير ګران دى او دهقانان يې ښه ايسي د خلكو  په ځمكو كې د تراكتور په ځاى جلتې او چابكې د سرو (اچو) غويانو قولبې او د شدو غواګانې  يې ډيرې خوښې دي.
حاجى صاحب د 1372 كال نه را په دې خوا د دريشۍ اغوستل پريښي په لنګۍ او سپينو جامو كې ګرځى خو د معمول په خلاف اوس په دې اخرو كې حاجي صاحب دوه درې جوړه دريشاني ځانته ګنډلي خو اغوستي يې نه دي.
 نه پوهيږم يا كوم لوئ ماموريت ته يې پتيالې او يا د كوم لرې هېواد د سفر په تكل كې دى.
حاجي صاحب د ډير پخوانه د تورو پيښاور و څپليو او د عادي وركوټى كورلا ګاډي شوقي دي. ډريوران لري خو ډرايف په خپله كوي.
حاجي صاحب هيڅ وخت ځانته خواړه نه خوري د ناستې دپاره حجره، ديره او جومات غوره ګڼي.
د خير، خيرات زياته برخه يې د جوماتونو او د مكتبونو په جوړولو پيرزو ده.
حاجي صاحب د تل دپاره په يو خياط ځانته ډيرې د غاړې جامې ګنډي  خود يو يا دووجوړو نه زياتې نه اغوندي او خلكو ته يې بخښي.
حاجي صاحب په كور كې په ښځو باندې درې وخته
تاوده خواړه د خپلې اندازې نه زيات پخوي خو خپل خوراك يې يو مشقاب سابه  او يا كوم (شومى) شوروا ده.
حاجي صاحب مشاق او خطاط نه دى خو خط يې ډير ښه دى.
 دى په عام ډول غير شعوري په بعضې وخت كې املاءي غلطي كوي د خپلو آثارو خطي نسخې په خودرنګ تور رنګ او په ګيا كاغذ ليكي په داسې مواردو كې د بل رنګ قلم او كاغذ نه كار نه اخلي.
 د حاجي صاحب نه ماتر اوسه كمزورې او كمزړې خبره نه ده اوريدلې.
حاجي صاحب د ژوند په ټولو لوړو او  ژورو كې كلك زړې سړى دى خو دى ما په دوو وختونو كې په ژړا ليدلاى يو د كابل په تنظيمي جنګونو كې اوبل د باميانو د بتانو دورانولو په ورځ.
د حاجي صاحب د خوشالۍ ورځ هغه وه چې ده خپله ټوله شتمني او داراي زما په سر په يو (داو) كې كيښوده او زه يې د يو ويشتمې پيړۍ د انساني دلالانو د (47) ورځني اختطاف د كوټه قلفي نه خلاص او د مرګ نه يې وژغورلم زه چې كله كور ته ورسيدم. نيماى دده په غيږ كې او نيماى د خپلې مور بي بي حاجي په غېږ كې دوه ساعته پروت ؤم د ډيرې خوشالۍ نه نيږدي ؤ چې دده زړه و دريږي.
حاجي صاحب د لمانځه قوي او كلك پابند دى خو د نورو په څېر تظاهر نه كوي د جومات د ملا مصارف
په پټه خوله په غاړه اخلي خو چې مړ يې كړې د جومات د ملا وعظ ته غوږ نه ږدي او نه ورته كيښني.
دى تل دپاره د ماسخوتن د ډډې د وخته ويده كېږي او چرګ بانګ وختي د خوب نه پاڅيږي، خپلې ليكنې د شپې د دريو بجو نه وروسته تنظيموي، دى په خپلو كارونو كې د سهار له مخې ډيراكتيف او فعال وي او په همدې وخت كې په پخواني چيني چانيك او پياله كې يو يا دوه ځل تريخ شين چاى څښي.
خپل وريرونه او خوره يونه پرې ډير ګران دي. د خپلې كورنۍ د ښځو په هكله د نرم زړه خاوند دى په موږ نارينه ؤ كلك زړى، سخت ګير او منظبط دى په كوم خبره كې چې منطق موجود نه وي د مخاطب په هكله زر جدي كيږي.
دا خرو څو كلونو د قوماندانانو، وزيرانؤ، اتلانو او قهرمانانو د نومونو سره حساس دى.
حاجي صاحب كله، كله په وړو، وړو خبرو د كورنۍ غړو سره سلاء او مشوره كوي او كله بيا په ډيرو لويو خبرو د هيچا پروا نه ساتي او په خپل سر  هغه كار
سرته رسوي انجام يې هم ښه وي. خو زه په دې اخرو كې لږ څه پرې شكمن شوى يم د لويو كارونو سرته رسولو په موقع دده ترشا زما د مور بى بى حاجي لاس وي.
په حاجي صاحب باندې داسي وخت راځي چې د چا سره په لكونو حساب نه كوي كله ناكله بيا ديوې روپۍ پورې نښتى وي.
ګر چې موږ ټول د معاشونو او كارو بار  خاوندان يو او په خپلو مټو متكي يو خو حاجي صاحب د كورنۍ د خوشالۍ په ورځ، په اخترونو او جشنونو كې موږ ته او زموږ ماشومانو ته په خلاص لاس پيسې او سوغاتونه را كوي حاجي صاحب ډير سفرونه كړيدي د عادي سفرونو په هكله يې ماته دومره ډير څه نه دي ويلي
خو د حج د اداكولو د سفر نه يې ډېره  مزه اخيستې او په دې هكله يې ماته ډيرې ژورې او فلسفي خبرې
كړيدي.
حاجي صاحب ډير څه له ما او د مشر وراره نه يې نه پټوي او خداى شاهد دې چې موږ دواړه پرې ډير ګران هم يو خو دده په څو رمزونو زه هيڅ نه پوهيږم.
حاجي صاحب خپل وريرونه، خوره يونه او نور خپل خپلوان تجارت، دهقانۍ او مالدارۍ ته هڅوي خوشخصاً د خپل كور غړي كه نارينه دي كه ښځينه كه زامن يې دي او كه لوڼې د سركار كارته يې تشويقوي.
زه په دې نه پوهيږم چې حاجي صاحب ولې په يو وخت كې په يوه وړه او كوچنۍ خبره له موږ ټولونه مشوره اخلي او ډير سوچ پرې كوي. كله ډير لوى كار بي له سوچه او بي مصلحته سرته رسوي.
حاجي صاحب ولې كله په لكونو ډيل نه وي او كله ديوې روپۍ پوښتنه كوي.
د حاجي صاحب د وينا او د اوريدو توازن يو قسم دى څومره چې د چا نه اوري هغومره ورته وينا كوي.
د حاجي صاحب د خبرو د تلفظ طرز په اول كې ځيګ او تريخ د نورو انسانانو برعكس خپله وينا د يو جالب او ورك ټكي نه په ډېره تيزۍ او تندۍ شروع كوي او په قراره قراره خپله وينا خوږوي او سړوي چې نابلده سړى ورته په اول وخت كې وارخطا كيږي بيا وروسته د نا اشنا سړي ورنه زړه نه كيږى چې جدا شي په دې هكله موږ هيڅ نه شو ويلاى دابه د اروا پوهانو كار وي.
حاجي صاحب د هر چا سره د هغه په سطحه خبرې كوي د مخاطب د پوهې او دانش په هكله ډير زر پوهيږي خو حاجي صاحب د خپلو يو څو ډيرو نيزدې دوستانو لكه د رئيس صاحب سيد محمد خان
سره، جنرالصاحب اختر محمد خان سره، جنرالصاحب عبدالواسيع خان سره، حاجي صاحب وراث خان سره، ګل آقاخان او اكبرشاه خان سره ډيرې پټې او ظريفې ټوقې تبادله كوي دوئ چې كله په خپلو منځونو كې ناست وي د پخوانو عربو په دود يو بل ته د نوم په ځاي د پلرونو نومونه اخلي.
حاجي صاحب په اول كې په اسانۍ دچا سره خوى او بوى نه اخلي. كله يې چې د چا سره خوي واخيست هغه سړى تر اخره پالي.
د حاجي صاحب سليقه ساده ده بعضې تزيني او تشريفاتي كارونو ته، ما مخامخ كوي د غم او ښادۍ په ورځو كې يې حالت عادي نه وي خوب يې كم وي د كورنۍ ښځينوو سره يې ملاقات قطع وي ده ټوله توجه راغلو ميلمنو ته اړولي وي له مانه او له مشر وراره نه يې حاجي صاحب نعمت الله خان نه ډير جديت او اكتېف والې او د ميلمه خدمت په هماغه وخت او زمان كې غواړي.
زموږ د لږې تنبلۍ او بي پروائ په صورت كې موږ ته
د ميلمه نه پسيشا  سخت ګوريږي حتىٰ خوله لا كله نا كله ښكنځل ته هم سازه كړي خو زه او حاجي صاحب نعمت الله خان دا موقع ده ته نه وركوو په
داسي او قاتوكې زه او حاجي صاحب نعمت الله خان ډيره بې خوبي ګالو او  د ډير فشار لاندې يو.
دده په مخ اړولو موږ دواړه ښه پوهيږو چې دى څه غواړي؟!
حاجي صاحب په دې وختونو كې د بل هر كارنه خپلو فرهنګي كارونو ته لومړى والې او  اولويت وركوي او په خپله كورنۍ كې خپل ځاى ناستى لټوي خو تر اوسه يې زړه په هيچا اوبه نه دي څښلي د انتخاب په لټه كې دى چې خپله لنګۍ به د چا په سر ږدي.
حاجي صاحب چې كله د ميلمه سره ناست وي دده ځاي د حجرې د وره په خوله كې وي.
له موږ سره نه خو د خپلو لمسيانو سره كله، ناكله  لانديكولې (غيږې) نيسي او مستي ور سره كوي يو د بل سره  همزولي لمسيان په خپلو منځوكې په غيږ ه ننه باسي اودى پكې پړ او اوړ معلوموي.
حاجي صاحب د كور په سودا كې غله او غوړي په خپل لاس د بازار اويا د خپلو ځمكونه په دومره ډيره پيمانه كورته راوړي چې زموږ ددوه دريو كلونو تكافو كوي.
حاجي صاحب د خپلې ټولنې د هر قشر خلكو سره ناسته او ولاړه لري يا د غريب سړي ډوډۍ خوري او يا په خپل كور كې.
ډير لرې نه: شپتمې لسيزي نه را په دې خوا كله چې زه په ښو او بدو پوه شوى يم زه مې د پلار سره د ژوند په ټولو لوڅو پوڅو، تودو او سړو كې يو ځاي پاتې شوى يم.
حاجي صاحب د ژوند په ټولو لوړو او ژورو كې قانع صابر او شاكر سړي دي خو دده قناعت ما په دوؤ وختونو كې نه دى ليدلې يو په شپيتمه لسيزه كې چې ده د قومونو او قـبايلو په وزارت كې فعال كار كاؤ زه په هغه وخـــت كې داسې هلك وم او دده د ځوانۍ جوش ؤ د ماموريت په يوميه كار يې قناعت نه كاؤ دى به د سهار په شپږو بجو دولتي كارته، ته او د ماسخوتن په نهو لسوبجو د كارنه كورته ستنيده خو بيا به يې هم سوړ اسويلى وويست او ويل بۀ يې چې: نن ما د خپلو خلكو دپاره هيڅ مثمر كار ونكړاى شو.
په شپيتمه لسيزه كې ده چې كوم د ډيورند خط دواړو خوا پراته پښتنو قومونو د ((باجوړ د سالارزو د لرامدك او  برا مدك د لر سدين او بر سدين نه نيو لې د كمرالدين كاريز د مندو خيلو پورې)) او بيا د همدۍ كاريز نه نيولې د  ((چمن د اڅكزو او د رباط پورې د بلوڅو شيرانيو، براهويو، مينګلو مرعيو او
بګټيو)) قومونو په اړه پوره متخصص د هر قوم په دود دستور، تړه، تيږه برمته،ناغه نرخ اود هرې قبايلي تپې جغرافيوى موقعيت او دهغوئ په كرونو لوژۍ د قومونو د موثره مشرانو په بيو ګرافيو باندې ډيرې قلمي ليكنې كړيدي زه نه پوهيږم چې ددې ليكنو په ترتيب او تنظيم كې ولې سست او په چاپولو كې يې متردد او زړه نازړه دى- او بل دا اوس، اوس دروان كال په اخرو څلورو مياشتو كې ددوو اثر ونو پنځونې يې وكړې خو بيا هم قانع نه دي.
حاجي صاحب په اويايمه لسيزه كې چې د دولتي كارونو نه فارغ ؤ په اولو پنځو كلونو كې په ډيره حوصيله مندۍ په پشه يي ژبه كې درې اثره  وليكل چې په يو شعري اثر كې يې پشه يې ژبه د ازاد شعر په
چوكاټ كې او يا آزاد شعر يې په پشه يې ژبه كې ځاى په ځاى كړ دا اثر يې ډير د قدر وړ دى.
خوشبختانه د پشه يي دري واړه آثار يې چاپ شويدي. د حاجي صاحب د څلورو پښتو اثارو د جملې نه جاويدان اثر يې (زه كابل يم) او په دې دوو نورو يې نن تاسې مخ كتنه لرله نتيجه به يې وروسته معلوميږي چې لوستونكي او علاقمندان پيدا كولې شي او كه نه؟!
د يويشتمي پيړۍ انساني دلالان چې زما د اختطاف ژوندۍ او تراژيدي قيصه ده په خطي شكل كې حاجي صاحب يو شمير ليكوالو مخي ته ايښودې چې دا ځل يې د چاپ نوبت دى كه ژوندي وؤ سره همدغسي يو مخ كتنه به پرې ونيسو او كومه كتابخانه
چې ما حاجي صاحب ته په كور كې جوړ ه كړې د بل ځل دپاره بۀ په تاسې دانشمندانو باندې پرانزم.
په آخر كې وايم ددې وياړلي او سر لوړي هيواد محترمو دانش مندانو، انديش مندانو څيړونكو او محقيقونو زما په اند چې ستاسې څيړنې او تحقيق ځآنته د مړو ليكوالو پورې محدود نشي ژوندي ليكوال هم بايد د تحقيق او څيړنې لاندې ونيسئ د هغوئ په هكله همداسې د هغوئ د فاميل د غړو پواسطه مواد جمع كړئ كه د رسالو توان يې نه رسيده مواد يې په قلمي شكل  په مشخصو دوسيو كې قيد كړئ د اوس او د راتلونكي دانش مندانو او محقيقنو كار به اسانه كړى څه چې ما پورته ستاسې  دليكوال په اړه چاپ كړى ومې ويل چون زما پلار دى په بعضې مواردو كې بۀ مې ورته اسره او لحاظ كړي وي خو تاسي ورته لحاظ مه كوئ بي اسرې يې كنترول كړئ.
چې زما حاجي لالا بابا دا پورته صفات لرى او كه څنګه؟!

په درناوې

ډاكتر احمد (همدرد حــسام)
د داخــــــــله او مـــــــاشــــومانو د نـــــــاروغـــــــيو مــــتـــخـصص