د افغانستان رسنۍ هم د نورو ډېرو شتو په څېر له نورې نړۍ سره توپېر لري، په نوره نړۍ كۍ رسنۍ دا وس نه لري چې د يوې اداكارې تصوير د هغې له هوكړې پرته خپور كړي او يا دې يوه رسنۍ د يوې ادارې يا يو شخص په اړه داسې خبر خپور كړي چې د شخص او يا هم د ادارې د بدنامولو په موخه وي، دغسې كړنې كه ترسره شوي هم وي، نو همداسې پټې نه دي پاتې شوي، بلكې سر يې تر محكمو رسېدلى.
همدې ګواښ په بهرنۍ نړۍ كې رسنۍ د لوړ ارزښت او معيار  تر پولې رسولي، كه خبره رالنډه كړو، نو نړيوال له افغانستانه خپرېدونكيو چاپي رسنيو ته هم په همغه نظر ګوري، بلكې دا په نظر كې نه نيسي چې په دې هېواد كې داسې مجلې، ورځپاڼې او... هم خپرېږي چې لا يې له اړوندو ادارو د جواز په نامه كومه پاڼه نه ده ترلاسه كړې او همداسې خپلسرې دي.
تېره ورځ مې د (خبرونه) په نامه ورځپاڼه كې پر يوه خبر سترګې ولګېدې چې په كې راغلي وو: ((د كونړ په وټه پور ولسوالۍ كې د تكړه شاعر سميع الله تړون كور د نامعلومو كسانو لخوا په بمونو والوزول شو چې له امله يې مالي زيان ور اوړېدلى.))
دغسې درواغجن خبرونه تر دې وړاندې ځينو نورو درواغجنو رسنيو هم خپاره كړي چې پر مټ يې ډېرو ښاغليو ته دوسيې جوړې شوي او اوس يې ډېرى په بهرنيو هېوادونو كې شپې تېروي. اندېښنه دا ده چې دغه ډول درواغجنې دوسيې او رسنۍ له يوې ورځې نه بلې ته پراخېږي او د دې وېره شته چې په نړيواله كچه د افغانستان پر رسنيو د باور او ډاډ چينې وچې شي.