رسنۍ پر هر پړاو او ټولنه ژور اغېز لري، کله چې رسنۍ په مسلکي توګه او دخلکو ارادو ته پام عمل کوي، خپل ولس او ټولنه سمې لارې ته رهبري کوي، خو کله چې د دې پر عکس کار کوي، نو پايله يې هم سرچپه وي.
د طالبانو د امارت تر نسکورېدو وروسته په هېواد (په ځانګړې توګه په کابل کې) رسنيو ته د خدمت لوى چانس ور په برخه شو، په دغه موده کې که څه هم د کميت له مې رسنيو وده وکړه، خو د مسلکي کسانو د نشتوالي او د رسنيو رسالت ته د نه پاملرنې له امله يې کيفيت خوندور نه ؤ.
که څه هم رسنۍ د روان بهير تر اغېزې لاندې راغلي او د شته خنډونو له امله يې د ټولنې لپاره پوره کار کړى نه دى، خو اوس هم د يوې اغېزناکې قوې په بڼه په ټولنه کې ځاى لري. افغانستان د خپلواکو رسنيو له تشې سره مخ ؤ، همدا لامل ؤ چې د طالبانو له سقوط وروسته د خپلواکو رسنيو په ټوکېدو دغه تشه ډکه شوه او ځينو د خلکو زړونو ته لاره هم ومونده.
زموږ ولس اوږدو جګړو سخت ځپلاى دى او اوس د خلکو لويه غوښتنه سوله او د جګړې پاى دى؛ خو د سولې د بهير په برخه کې افغاني رسنۍ لکه د ګوندونو په څېر په دوه ډوله وېشل شوي دي، لومړى ډول، هغه رسنۍ چې د خلکو لپاره کار کوي او د مدني ټولنې لاسته راوړنې يې له خلکو سره ګډې کړې دي، دا هغه رسنۍ دي چې هڅه کوي نور هم د سولې د راوستو بهير غښتلى کړي؛ دغو رسنيو د خپلو ليکنو، راپورونو او سرليکنو له لارې خلک دېته هڅولي دي چې د سولې په راتلو کې اغېزمن ګامونه واخلي، دوى پر دې توانېدلي دي چې د چارواکيو او د نړيوالو پام د افغانستان د ستونزو د حل لپاره، د مذاکرې او خبرو اترو لوري ته راواړوي او د سولې بهير نور هم ګړندى کړي.
خو بل لوري ته هغه رسنۍ چې د ځينو هغو ګوندونو تر اغېز لاندې دي چې سوله او امن د خپلو ناروا ګټو لپاره خطر ګڼي، د افغانستان پر حالاتو سترګې پټوي او په ډېره سپين سترګۍ هڅې کوي چې د سولې بهير ټکنى کړي. دوى هڅه کړي چې پر دولت فشار راوړي چې د مذاکرې له لارې مخې ته لاړ نشي او يواځې پر جګړې ډډه ولګوي؛ د همدې تشې د ډکولو لپاره او د دې لپاره چې رسنۍ خپلو مسؤليتونو ته متوجې شي، د مدني ټولنو يو شمېر استازيو له پژواک خبري آژانس سره په يوې ناستې کې له رسنيو غوښتي وو چې د خبرونو په خپرولو کې پوره څېړنه وکړي، داسې څه وړاندې کړي چې ټولنه پر سمه لاره روانه کړي او سولې او تفاهم ته زمينه برابره کړي. دوى وړانديز درلود او د وخت غوښتنه هم ده چې رسنۍ بايد لاندې ټکيو ته پاملرنه وکړي:
•   رسنۍ بايد د مدني ټولنې د استازيو هغه وړانديزونه چې د خلکو پر ژوند ښه اغېز لري، لاسته راوړي، د هغې په رڼا کې خپله مطبوعاتي پاليسي جوړه کړي او هغه د خپل سروېس منځى وګرځوي.
•   دغه راز بايد هڅه وکړي چې د مدني ټولنې فعاليتونه او هغه رغنده نيوکې چې د دولت د سمون لپاره يې کوي، تر پوښښ لاندې راولي.
•   رسنۍ يواځې د خبر خپرولو مسؤليت نه لري، بلکې د يوه لارښود په توګه بايد عمل وکړي، که رسنۍ د لارښود په توګه عمل ونکړي او هر څه خپاره کړي، نو ځينې خبرونه او پېښې داسې هم وي چې تش خپرول يې ناوړه پايلې لري.
•   رسنۍ د نيوکو کولو حق لري او بايد د خپلو سالمو نيوکو او مشورو له لارې داسې سالم کسان راوړاندې کړي چې هغه ټولنه سمه رهبري کړي.
•   رسنۍ بايد ټولنه جوړه کړي، له دې لارې خپل کارونه همغږي کړي او داسې معلومات خپاره کړي چې د پېښو پر وړاندې پر ځاى هوډ او تصميم ونيول شي.
•   رسنۍ بايد هڅه وکړي چې د سولې او د مذاکرې په برخه کې عامه پوهاوى زيات کړي، د ټولنې د وګړيو تر منځ زغم او د يو بل د منلو روحيه غښتلې کړي او مات وزرونه کوشېر کړي.
•   رسنۍ کولاى شي داسې امکانات برابر کړي چې د ټولنې ټول وګړي د يو بل په اړه پوره معلومات ولري، د يو بل له کولتور څخه ځان خبر کړي.
•   رسنۍ کولاى شي په مسلکي عمل کولو سره خلک دې ته وهڅوي چې د نورو ارادو ته د درناوي له لارې تفاهم منځته راوړي.
•    په داسې حساسو پړاوونو کې رسنۍ بايد هغو کړنو ته چې د ټولنې پر زيان تمامېږي، لمن ونه وهي او کوښښ وکړي چې دا ټولنه د سولې او ورورګلوۍ لوري ته رهبري کړي. دا کار د بيان د آزادۍ او د هغو مسؤليتونو له مخې چې رسنۍ يې لري، بايد تمرين او پلى يې کړي. دا مهال افغانستان له درغليو او فساد څخه پاکې ادارې او نظام ته اړتيا لري، په همدې ډول داسې رسنيو ته هم اړتيا لري چې ورورولي او ملي روحيه يې د خپرونو چورليځ (محور) او منځى وي.