شکيبا څانګه آماج  د شمشاد ټلويزيون تکړه ويانده او خبرياله  د 1386 د غبرګولي پر لسمه  د 21 کلونو په عمر په  خپل کور کې په بېرحمۍ سره د ناڅرګندو کسانو لخوا په شهادت ورسېده. هغه د 1365 د سلواغې پر دولسمه په کابل کې زېږېدلې او وروسته ابتدايي او ثانوي زدکړې يې د مهاجرت په دوران کې د کوټې په ښار کې ترسره کړې او له مهاجرت  وروسته هغې د 12 ټولګي د فراغت سند په کابل کې د ناهيد شهيد د لېسې څخه تر لاسه کړ. هغې غوښتل چې خپلې لوړې زدکړې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې د اندرا ګاندي په پوهنتون کې ترسره کړي چي دا هيله يې نيمگړې پاتې شوه.
هغې په پښتو، دري، اردو او انګرېزي ژبو خبرې او په پښتو او اردو ژبوکې يې شعرونه ليکل. دلته مې ضروري و ګڼله چې څو کرښې د هغې د پېژندنې په هکله چې زه يې د آماج له کورنۍ څخه لرم و ليکم.
له مهاجرت وروسته چې د آماج کورنۍ کابل ته راستنه شوه، زما له آغلې آماج څخه هماغه د ماشومتوب تصور ؤ، خو کله چې مې څو کاله پخوا د هغې رسمي وينا د ځوانانو ملي کنفرانس د لويې جرګې په تالار کې واورېده، زما تصور د هغې په هکله په بشپړه تو ګه بدل شو، هغه ډېره با استعداده، په افغاني ارزښتونو سمباله او د ځوانانو لپاره د هغې وړانديزونه چې د ټولنيز ژوند معيارونو او رسمونو پېژندل، د اسلامي قوانينو په نظر کې نيول او څېړنه هغه ټکي وو چې شکېبا څانګه يې يوه رښتينې مسلمانه او پښتنه پېغله معرفي کوله، د هغې وينا پخه او په څرګند ډول پکې د هغې د پلار ښاغلي انجينر آماج د نظرياتو او د سالمې روزنې زرينې کرښې ليدل کېدې.
د ښاغلي انجينر آماج په وينا له دغه ځاى څخه د شکېبا څانګې آماج ادبي او فرهنګي برخليک ټاکل کېږي چې وروسته يې له مطبوعاتو، ادبي بهيرونو او ټلويزيون سره کار پيل کړ. ښاغلي  آماج غوښتل چې د خپلې لور په لوړ او ښکلي شخصيت کې د يوې پښتنې متدينې مېرمن ا ستعداد او اسلامي څېره وښايي، خو د تل په شان د هېواد، ملت او د پوهې د دښمنانو لخوا دا هيلې له خاورو سره يو شوې.
دا د شکېبا آماج د اردو ژبې هغه ژباړه ده چې خپل برخليک  کې يې له پخوا داسې انځور کړي او ښاغلي آماج د خداى بښلې شکېبا آماج د لنډ ژوندليک سره يو ځاى ماته اهدا کړي دي:

په پټه سره
يوه ورځ په پټه او په غلا  سره
کله چې ولاړه شم له نړۍ زه
په هغه ورځ به نشي خبر
ور او دېوال هم
وبه ژاړي اسمان هم
.........
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې پرېږدم نړۍ زه
په هغه ورځ  به نشي خبر
خپل او نه پردي هم
وبه چلېږي سيلۍ هم
.........
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې پرې شي له نړۍ سره اړيکې زما
په هغه ورځ به جوړه شي مېله د وينو
د اغزو به وي لمنه
د نړۍ د رنګينو نه د زمکې تر تيارو
.........
يوه ورځ په پټه او په غلا سره
کله چې ټوله شي لمنه له نړۍ نه زما
په هغه ورځ به نشي خبر
کله چې وژاړي ورېځې او وورېږي
خواره به شي او وبه بهېږي رانجه د سترګو د چا
او،
ولاړه به شي تر هغې چې ډاګونه شي زرغون
يوه ورځ په پټه او په غلا سره!!!

روح يې ښاد او قاتل  لاسونه دې له داسې څانګو څخه د تل لپاره لنډ وي!