وم څه چي د تجربې له مخي مونږ په ژوند كي عملي ليدلي او همدا راز اجتماعي څېړنو ثابته كړي هغه دا ده چي د اسلامي هداياتو او لارښونو سرچپه كړنلاري د ژوندانه په ټولو اړخونو كي په افرادو او ټولنو مستقيمي بدي او وخيمي اغيزي لرلي دي ، لومړۍ بده اغيزه چي په بداخلاقي مبتلا شخص باندي پريوځي هغه د هغه چا ملګرتيا ده چي هغه به داشخص په پريشاني او سرګرداني او له دين ځخه په لېري والي او انحراف اخته كوي ځكه چي هغه به پخپله هم د الله تعالى په نافرماني او سركشي اخته وي الله تعالى فرمائي:
وَمَن يَعْشُ عَن ذِكْرِ الرَّحْمَانِ نُقَيِّضْ لَهُ شَيْطَاناً فَهُوَ لَهُ قَرِينٌ .
چاچي د الله تعالى له دين ځخه مخ واړولو مونږ دهغه په شان شيطان د هغه لپاره ګمارو چي هغه تل دده ملګری پاته شي.
اوشيطان تل انسان ته دپريشاني اسباب تهيه كوي او هغه ته په زړه كي د لوږي وسوسې ْوراچوي او له نېستي ځخه ئي وېروي او په طمع او حرص ئي اخته كوي او له قناعت ځخه ئي محروم كوي الله تعالى فرمائي:
ان الشيطان يعدكم الفقرويأمركم:
او نژدې ده چي حسد په قضاء او قدر غالب شي (په دې معنا چي مسلمان په دې ايمان او عقيده لري چي هرڅه چي کېږي هغه د الله تعالی پرېکړه او فيصله ده خو دحسد په وجه د مسلمان دا عقيده کمزوری کېږي او بلآخره حسدد قضاء او قدر په ذکر شوي عقيده غلبه مومي).
ملاعلي قاري او نور محدثين ددې حديث په شرح كي ليكي چي له نيستي ځخه مراد د زړه لوږه ده چي هغه له مالي نېستي او هستي سره تعلق نلري ورنه تنګدستي او مالي نېستي چي په هغه مبتلا مسلمان صبر پرې ْوكړي او چاته ئي اظهار نكړي هغه مقام دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم پخپله د هغه دعا او تمنا كړي ده فرمائي :
عن أنس أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال اللهم أحيني مسكينا وأمتني مسكينا واحشرني في زمرة المساكين يوم القيامة فقالت عائشة لم يا رسول الله قال إنهم يدخلون الجنة قبل أغنيائهم بأربعين خريفا يا عائشة لا تردي المسكين ولو بشق تمرة يا عائشة أحبي المساكين وقربيهم فإن الله يقربك يوم القيامة (سنن الترمذي)
له انس رضي الله تعالى عنه ځخه روايت دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل اې الله د مسكين ژوند راكړې او د مسكين مرګ راكړې او د
ب- ددماغي عدم توازن په نتيجه كي دائما په پريشاني اخته وي، خوراك ته ئي زړه نه كيږي، مزاج ئي تنهائي خوښوي، د خجالت اثار پرې ليدل كيږي ، غصه زياته ْورځي، تجاوز او انتقام ته ئي ميلان زيات وي، هرخپل او پردۍ ورته دښمن ښکاري ، وېره پرې غالبه وې، او ددې احساس په نتېجه کي له هیڅ ناوړه عمل او کار ځخه مخ نه اړوي د خپل بېهوده انتقام په لټه کي د هغه او ناوړو کړو وړو په مېنځ کي هېڅ اخلاقي یا دېني حایل او پرده نه وي او نه یي ویني ، په ويښه پالتو سوچونه وهي او چي کله وېده شي ګډ وډ خوبونه وينی ژوند یي ناقراره او لالهانده وي له سکون ځخه محروم وي ، آرزوګاني یی نه پوره کېږي او بالآخره په جنون اخته کېږي . پوهان وایي چي په جنون زیاتره هغه کسان اخته کېږي چي هغوی د خپلو آرمانونو له تحقق ځخه عاجز او محروم شي او چی کله لېونی شي خپل آرمان ته ورسېږي .
ج - بل هم له هغو منفي اثراتو ځخه چي بد اخلاقه انسان پرې اخته كېږي هغه هم مايوسي او نااميدي ده هغه كه دروغ وائي مايوس شوی وي چي ريښتيا ويل نجات نه شي ْوركولای ، وی او که یو څوک په ښه حالت وويني پرې خوشاله کېږي او دا هرڅه د الله تعالی تقسیم ګڼي او د الله تعالی په تقسیم راضي وي
او ددې هر څه علاج او درمل كوم چي د زیاتو مسلمانانو او ټولو انسانانو ورته ضرورت دي هغه الله تعالى داسي بيان كړي دي :
يا ايها الناس قد جاءتكم موعظة من ربكم و شفاء لما في الصدور و هدى ورحمة للمْومنين .
اې خلګو راغی تا سوته نصيحت ستاسو د پروردګار له خوا ځخه چي هغه درمل او علاج د هغو رنځونو لپاره ده چي په زړونو كي دي او رهنمائي اورحمت ده د مْومنانو لپاره .
كه څوك نیکمرغه ژوند او د زړه سالمیت او روغتيا غواړي نو يوازينی علاج ئي په كتاب الله يعني قرانكريم عمل كول او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سنتو يعني قول وفعل اتباع دی او بس په دې كي د انسانانو ددنيا او اخرت سعادت او نيكمرغي ده او ددې لپاره د ژوندیو نمونو په توګه د سلف صالحینو او صحابه کرامو کردار اوسیرت دی چاچی په هرډګر کی بریالیتوبونه ګټلي او تاریخ يي په طلایی کرښو لیک دی .
او جبريل عليه السلام په خپل كوڅر هغه زمكه چي د لوط عليه السلام قوم پرې وانډه ْوو ْوسكښتله او د اسمان لورته ئي ْوچته كړه حتى چي په اسمان كي مخلوق د دې كلي د سپيو غپا او د خرونو هونګا او د چرګانو بانګونه واوريدل او له اسمان ځخه ئي سرچپه را ْوغورځوله او الله تعالى ددې قوم په نورو پاته لروبر افرادو وړې وړې په اور پخ شوي ګټي په پرله پسې شكل را ْواورلې چي په هره يوه ګټه د هغو كسانو نومونه ليكل شوي ْوو چي د هغوي په سرونو لګېدلې او تر بدن ئي وتلې او ځاي په ځاي ئي هلاك كړل. (التفسير الكبير)
عن بن عباس قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : إذا ظهر الزنى والربا في قرية فقد أحلوا بأنفسهم عذاب الله . ( المستدرك على الصحيحين )
ابن عباس رضي الله تعالى عنهما روايت كوي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم ْوفرمايل: كله چي بدفعلي او سودخوري په يوه كلي كي ښكاره شي نو پخپله ئي د الله تعالى عذاب پخپلو ځانونوراټیټ كړ او ځانونه ئي د الله تعالى دعذاب مستحق اووړ وګرځول .
و - بل هم د بد اخلاقي منفي اثر چي په ټولنه پريوزي هغه بد بيني او تباغض دي چي د ټولني افراد پي اخته كېږي د مثال په توګه حسد او كينه په اخير كي په بد ايسولو منجر كېږي چي د حاسد د منحرف سلوك په وجه جانبين په بد هيسولو اخته كېږي او محسود هم بالآخره مجبور کېږي په عين شكل تعامل دځان لپاره خپلوي چي په نتيجه دوكه، په تعامل او سلوك كي نفاق، په حقوقو او واجباتو كي دوكه، په كاروبار او خريدوفروخت كي دوكه ، ډير ليدل شوي دي چي په بد اخلاقي مبتلا شخص په تول كولو په كچلو او پيمانه كولو او په نور بيع وشراء يعني عام تجارت كي دوكه او چل وول كوي حتى د مال د حصول او د مادياتو د لاسته راوړلو په خاطر له هيڅ ډول وسيلې ځخه مخ نه اړوي په تول كي په ګز كي په راكړه وركړه كي غلا كوي او دروغ وائي په دروغو قسمونه كوي او ددې هرڅه تر شا اساسي كارفرما له دين ځخه لېري والی يا په بل تعبير اخلاقي انحراف وي .
د بد اخلاقي په رنځ اخته انسان به وينې چي په هره موقع كي به مختلف مظهر او څېره ځان ته خپلوي او په دي شكل به د ټولني افرادو ته دوكه ْوركوي په دې مفهوم چي په يوه ټاکلي وخت كي به په يوه څېره ځان ښکاره كوي او په بل وخت كي به په بله څېره ښکاري په دې شكل به هغه چاته چي ْورسره مخامخ كېږي په مختلفو څېرو دوكه ْوركوي او تل به حقيقي څېره بدلوي او دا خوي د منافقينو دي چي د اخلاقي انحراف په نتيجه كي وجود ته راځي ، د كامل مْومن څېره يوه وي ظاهر ئي د باطن ترجمان وي ، زړه او خوله ئي يو وي صداقت او راست ګوئي ئي شعاروي .
عن أبي هريرة أن النبي صلى الله عليه وسلم قال من شر الناس ذو الوجهين الذي يأتي هؤلاء بوجه وهؤلاء بوجه (سنن أبي داود)
له ابوهريره رضي الله تعالى عنه ځخه