چې د احساس مرۍ پرې غوڅه نشي
ستا د نظر چاړه دې پڅه نشي
ستا په مينو ستا پېرزو د ستم
دا خو د هر ښكلي له وسه نشي
زما سړه وينه كې جوش راولي
شنډه دې ستا د بڼو هڅه نشي
سكوت به ماله اخر سا ډوبه كړي
پورته كه ستا د غم خپسه نشي
ليمه په اوښكو وينځم ګورم درته
مونځ خو هيڅكله بې اودسه نشي
د مينې تنده يې زما ډېره كړه
چې پېغلتوب ورله حيا ډېره كړه
ستا په راتلو محفل روښانه شولو
كه د محفل چراغ رڼا ډېره كړه
چې په ښېرو يې زړګى سپك شو كله
زما په شونډو يې دعا ډېره كړه
ستايم يې زه، احسان يې هم زه منم
ما پرې د خپل شعر ښكلا ډېره كړه
جانان چې سرې سترګې راواړولې
زما رنځور زړګي درزا ډېره كړه
چې نظريه لري نظر نه لري
لكه چې څوك د كاله ور نه لري
وخته په كوم صف كې دې ودرولو
په سر كې هاغه دې چې سر نه لري
مونږه د ورځې هم ډيوې بلوو
زموږ د برخې اسمان لمر نه لري
ښځه به وي خو پښتنه به نه وي
چې برقه نه لري، څادر نه لري
زمونږه زمكې كارېزو وخوړې
زمونږه غرونه هم نښتر نه لري
ستاسو محبت ته چې مې زړه وشي
يه ښكلو! ګرمۍ كې مې ساړه وشي
مه تروړئ بچى د مور له خېټې نه
پرېږدئ پښتنو چې پښتانه وشي
غم د بېلتانه او تريخ ژوندون زما
دا لكه چې زخم كې اوبه وشي
موږ به حاسدان د ځان په څېر نه كړي
څه كه په غنمو كې واخه وشي
بيا به د صادق له څنګه نه خوځې
ستا كه ورسره ليده كاته وشي
پروا نشته ستا غمونه كه مې زړه خوري
پښتون كور خو تل ښاغلي مېلمانه خوري
خلك وايي ښكلي سم سړي خواره دي
زه خو وايم ما دې وخوري، خو ما نه خوري
وايه وايه ستا خبرې خو سندرې
خداى وهلي رقيبان راله مازغه خوري
په سپرلي كې هم ازغي زموږ خوراك دي
بولهوس پكې د ګل د شونډو سره خوري
صادق هسې ويلي نه شو په ځوانۍ كې
تاته هيڅ ويلى شي ځانله زړه خوري