برق کاکا په حق ورسېده
((...  جبه وال))
په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د مقاماتو د بې پروايۍ له کبله زوړ سپين ږيرى برق کاکا چې کله ناکله يې د غريبانو او بې وزلو خبراخېسته دورپېښې شوې ناروغۍ يانې ګرمۍ له امله په حق ورسېده. 
انالله و انااليه راجعون
د نوموړې فاتحه د جلال اباد ټولو غريبانو او نادارو خلکو په کورونوکې اخېستل کېږي، ناداره او غريبان د برق کاکا د مړينې له کبله ډېر زيات خپه او خواشينې دي.
؛ خو مشران، پيسه داران او قوماندانان د هغې د مرګ نه باالکل ناخبره دي،  برعکس د برېښنا ټول مامورين او اجيران د برق کاکا په مرګ خوشاله دي؛ ځکه د نوموړي ميراث هغوى په خپلو منځو کې ويشلې دى، حتى د هغوى شاوخوا ګاونډيان هم خوښ دي اود برق کاکا  دميراث له درکه په هره مياشت کې ډېرى زياتې پيسې نوموړو ته جمع کېږي او خپلې مستې مېلې پرې کوي.

څوکۍ په ټيکه ورکول کېږي
زياتوونکي کولاى شي داوطلبي وکړي:
په ګرد افغانستان کې د ټولو رياستونو،ولسواليو، د امنيتي قوماندانانو څوکۍ په لاندې توګه د درېيو مياشتو لپاره په ټېکه ورکول کېږي.
١ د رياست څوکۍ په څلور لکه افغانۍ
٢ د ولسوالۍ څوکۍ پنځه لکه افغانۍ
٣ د ولسوالۍ د امنيې څوکۍ څلورلکه افغانۍ
٤ د امرينو څوکۍ په دوه لکه افغانۍپه ټېکه ورکول کېږي؛ خو په دوى کې چې بعضې ځايونه غوړ دي د هغو ټېکه نظر نوروته سنګينه ده، هغه اشخاص کمېشن کاران چې له پورتنۍ اندازې څخه ډېرې پيسې ورکولاى شي د لومړيتوب حق لري، کولاى شئ مربوطه ځايونوته مراجعه وکړئ، سواد، تحصيل، علميت، په کارونوکې تجربه او صداقت په کار نه دي ؛ د اجارې پوره کول حتمي شرط دى.

ټول دوکانداران او مالداره خلک کولاى شي، چې په دې داوطلبۍ کې فعاله ونډه واخلي.

 
 
ديموکراسي ده

لمن مې لنډه ده په سر مې چادري ده _ ورځه ديموکراسي ده د چا يې په ما څه
سر مې پټ کړى په ململ دى
مخ مې جوړ کړى جل اوبل دى
لويو پايڅو کې مې هم چل دى

مونږ ته راغلې د يوروپ نه ازادي ده _ ورځه ديموکراسي ده د چا يې په ما څه
وېښته په مخ مې ولونه ولونه
لکه د مېښې دوه خکرونه
د تېرې نام دي دا ډولونه

کوباى پتلون کې مې لېبل امريکايې ده _ ورځه ديموکراسي ده دچايې په ما خه
ستړى ستومانه مې شوهر دى
زما فېشن نه در په  در دى
هر څه ترې پاتې لاس په سر دى

په ما يې څه زما همزولو کې سيالي ده _ ورځه ديموکراسي ده د چا يې په ما څه
شاکره! بس کړه نوريې  پرېږده
څوک به دې مړکړي مه غږېږه
له اوسنۍ ښځو ويرېږه

سترګې يې سرې شوې نن د پېغلو بادشاهي ده _ ورځه ديموکراسي ده د چا يې په ما څه