ايا تاميل پړانګان پېژنئ؟

امروز خان (( ساپى)) له کونړ څخه
 
سريلانکا دهند بحر په سهيل ختيز کې پروت هېواددى (٦٥،٦١٠) کيلومتره مربع مساحت لري د١٩٩٩ع کال د تخميني سرشمېرنې له مخې دهېواد داوسېدونکو ٧٤فيصده سنهاليان ، ١٨ فيصده تامليان ٧ فيصده مور( burghez) اويو فيصد مالي (vedda) اباددى . دهېواد ډېرى وګړي سنهاليان اوتامليان دبودامذهب پيروان دي خوددې ترڅنګ په سرلنکا کې مسلمانان عيسويان اودهندويزم پيروان په ګڼ شمېر کې ژوندکوي . ددې هېواد دلوستووګړو شمېر ٨٨ سلنه ده .
تامليان په (١٨) او(١٩) پېړۍ کې دهندوستان نه وکوچېدل اوپه سريلنکاکې مېشت شول . په (١٩٨٣) م کال کې تامليانو دجفناپه جزيره کې وسله وال پاڅون پېل کړ .
تامليانو دخپل پاڅون لپاره ځنې دلايل درلودل .
١: په سريلنکاکې ورسره نژادي تبعيض نه کاراخستل کېږي .
٢: په دولتي دندوکې برابره ونډه نه ورکول کېږي .
٣: دغلامانوپه ډول کړنه ورسره ترسره کېږي .
سريلنکا دولت دتامليانو وسله وال پاڅون احساساتي ، سرسري اوکم ارزښته وګاڼه مګر ددې سره سره د سريلنکادولت دتاميليانو درواغوښتنو دپرځاى کولو هڅې پېل کړې . اودډول ډول سهولتونو اوپه دولت کې د دندوورکولو ژمنې ورسره کړې ددې وسله والو جګړو له پېل نه تراوسه تقريباً پنځوس زره پوځيان اوولسي وګړي وژل شوي دي جفنا دتامليانو مهم مرکزاوټاټوبى دى د ډېروخت نه داسيمه دخونړيو جګړوشاهده ده . تاميل پړانګانوځان مرګي بريدونو لپاره ګڼې ډلې اوډلګۍ روزلي دي چې هغې ته 
(blacktigoos  ) ياتورپړانګان وايي دهمدې ځان مرګي بريدونو په نتيجه کې تراوسه دهندوستان لومړى وزير . دسريلنکاولسمشراوپه زرګونوولسي وګړي اوپوځيان وژل شوي دي . د١٩٩٩کال په وروستيوکې دسريلنکاپه ولس مشرې چندريکاکماراټنګايرغل وشو چې په هغې کې نوموړ ې ښي سترګه له لاسه ورکړه په دې بريدکې(١٢)کسه مړه او(٣٠) ټپيان شول تاميليان زياتره دګڼېګوڼې پرځايونود بسونواواورګاډو په تمځايونو هوټلونو اونورو مهموځايوکې بمونه چوي . د تاميليانو ګوندلبر ببشن ټايګرز رازاف  تاميل ايلام  ( L.T.T) په نوم يادېږي .  تاميليان ترپنځلس زره پورې وسله وال دي چې په دې وسله والوکې دنارينه وو ترڅنګ ښځينه هم شتون لري . تاميليانو پوځ ډېر غښتلى دى کله کله دسريلنکافوځ شاتګ ته هم اړباسي . دسريلنکاتقريباً (٤٠) زره پوځيان دتاميليانو پروړاندې جنګېږي دهوايي ځواک اوتوپوڅخه هم کاراخلي تاميليان غواړي چې دجافنااودهغوى ټولې سيمې ترواکمنۍ لاندې راولي اوديوجلااوخپلواک هېواد څښتنان شي خودسريلنکا دولت ددې سخت مخالف دى اوپه هېڅ ډول دې ته تيار نه دى چې جافناجلااوخپلواک دولت شي .
په ٢٦ دمى ٢٠٠ ميلادي کال تامليانو په يوه نښته کې ٦٠ سريلنکايي پوځيان ووژل همدارنګه دروسي جوړ الوتکه يې هم رانسکوره کړه چې په دې کې سرلنکايي پوځيان سپاره و اوجافناته يې وړل دسريلنکا ددولت اوتامليانو ترمنځ دخبرواترو لپاره دناروې دولت ډېرې هلې ځلې وکړې خودناروى مرکچيان په دې کې پاتې راغلل اودحل کومه لار يې ورته پيدانکړه دسريلنکادولت ددې مشکل نه دخلاصون لپاره دملګروملتو ، امريکا ، پاکستان، اواسرائيلونه دځانګړومرستوغوښتنه کړې ده . دنړۍ ٣٨ هېوادونو دسريلنکا ددولت سره په دې برخه کې مرسته کړې ده د سريلانکا دولت دډېرو اقتصادي ستونزوسره مخ دى . دپوځيانو په مصارفوکې يې ډېر زياتوالى راوستى دى له همدې امله يې دنورو شيانو ترڅنګ دسګرټو اوشرابوپه نرخونو کې ډېر زياتوالى راغلى .