آيا حجاب د پرمختګ په مخکې خنډ دى؟

ژباړه : د رفيق الله (( زاهد))
 
د دې پوښتنې د ځواب لپاره بايد لومړى پوه شو چې حجاب څه شى دى ؟ ځکه ؛ پرته له دې چې پوه شو حجاب څه شى دى ، نشو کولاى چې پر موخو (اهداف ) ګټو او زيانونو يې پوه شو ، وروسته له پوهېدلو بايد هوډ وکړو چې کوم رنګ پرمختګ مونږ غواړو چې لاسته يې راوړو ؟ همدارنګه د دې ټکي له پوهېدلو پرته نه پو هېږو چې آيا حجاب د ترقۍ او پرمختګ په لاره کې خنډ دى که نه ؟
حجاب په اصل کې يوه عربي کليمه ده چې په پښتو کې يې پرده بولي ، د حجاب کليمه په قران عظيم الشان کې داسې ذکر شوې ده چې له مخې يې خداى (ج) خلک په عادي حالت کې پرته له تکلف نه د سرور کاينات (ص) کورته له تللو منع کړي دي . اوحکم يې کړى دى که د کور له ښځو نه څه غوښتنه لري نو د پردې له شاه څخه دې ورسره خبرې وکړي . د حجاب احکام له همدې حکم سره شروع شويدي ، او هر هغه څه چې د حجاب په اړه له دې وروسته نازل شول په عمومي ډول د حجاب احکام بللى شي . د حجاب احکام د قرانکريم په څلېريشتم (( النور)) او دري دېرشم (( الاحزاب )) سورتونو کې په تفصيل سره ذکر شوي دي د حجاب احکام پر ښځو امر کوي چې خپلو کورونو کې درنې پتمنې واوسېږي او لکه د جهالت دزمانې د ښځو په شان خپل حسن ، ښکلا او سينګار خلکو ته دنمايش په ډول ونه ښايې ، که له کور نه راوتل ورته ډېر ضروري وي نو په شرعي حجاب پوښلې دې له کوره راووځي او هغه ګاڼه چې اواز ترې پورته کېږي بايد د کور نه د وتلو په وخت کې له ځانه جلا کړي ، د کور دننه بايد د محرم او نامحرمو نارينه ؤ تر مينځ توپير وکړي ، همدارنګه د د محرمو نارينه ؤ ، دکور دخدمتګارانو او هغه ښځو په مقابل کې  د چم ګاونډ نه د څه کار لپاره راغلي وي په زينت او آرايش راښکاره نشي . (( دلته د زينت نه مفهوم مېک اپ او هغه سامان الات دي چې په مصنوعي ډول انسان ته د لږ وخت لپاره ښکلا وربښي )) . بيا هم لارښوونه شوې چې ښځې دې د محرم نارينه په مقابل کې هم په خپل څادر خپل ګرېوان او د سينې حدود پټ کړي او د خپل بدن د ستر برخې مکملې وپوښي . نارينه وته هم امر شوىس دى چې ولو که د مور يا خور کوم ځاى يې لو څ وي . دا هغه احکام دي چې په قران کريم کې ذکر شوي دي چې نبي کريم (ص) د دې احکامو په تشريح کې فرمايلې دي : د ښځې ټول بدن پرته د (( مخ اولاسو نه تر مړوند پورې او پښې تر غوزانو پورې چې عورت نه دي )) عورت دى چې حتى د خپلو پلرونواو ورونو نه هم يې بايد پټ کړي . همدارنګه ښځې بايد دومره نازک او باريک لباس وانغوندي چې د بدن لوړې او ژور اندامونه يې ترې ښکاره شي په همدې ترتيب رسول الله (ص) ښځې د محرمو نارينه ؤ په شمول له ټولو نارينه ؤ سره په يوازې ډول کېناستلو يا دوه په دوه کېښناستلو څخه منع کړي دي ، او رسول الله (ص) منع کړي دي ښځې چې له کوره بهر عطر يا خوشبويې استعمال کړي . د رسول لله (ص) په وخت کې يې د جمعې د لمانځه په وخت کې د جومات دننه يې د ښځو او نارينه ؤ لپاره جلا جلا ځايونه معلوم کړي ؤ ، او هېڅ وخت يې اجازه ورنه کړه چې ښځې دې د نارينه ؤ سره اوږه په اوږه په يو صف کې لمونځ وکړي ، رسول الله (ص) او نور نارينه صحابه کرام (رض) به له لمانځه وروسته تر هغه وخت په مسجد کې کېښناستل تر څو چې به ټولې ښځې له مسجده بېرون شوې . دا ټول هغه احکام دي چې څوک وغواړي کولاى شي چې هغه په سورة النور ، سورة الاحزاب او د احاديثو په مستندو کتابونو کې وګوري .
هغه څه چې مونږ يې حجاب بولو که څه هم چې په خپل عملي ډګرکې به دافراط او تفريط ښکار ګرځېدلې وي ولې اوصول او قواعد يې هماغه دي چې د خداى (ج) رسول الله (ص) د اسلام په اولو وختونو کې په مدينه منوره کې نافذ کړي وو. که څه هم مونږ د چا خوله نه شو تړلى ولې په سراحت سره وايم چې د دې شعار چې (( حجاب زمونږ د پرمختګ مانع دى )) لوړ بلل زمونږ د دوه مخه ذهنيت د ښوئيدنې نښه ده . هېره دې نه وي چې د دې ډول شعارونو موخه بې اعتباري پيداکول دي زمونږ په الله (ج) او دهغه په رسول (ص) زمونږ د پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي دي !!!
او که مونږ داسې فکر کوو نو بيا ولې جبراً خپل ځانونه مسلمانان بولو ، او ولې د الله (ج)  او رسول (ص) د دين نه انکار نه کوو چې العياز باالله پر مونږ يې دغه رنګه ظلمونه مسلط کړي دي ؟ نو څرنګه چې پورته ذکر شول چې حجاب څه شى دى ، څه مانا لري ؟ او هر کس کولاى شي چې د حجاب په اړه د قران او احاديثو په رڼا کې مستند احکام وګوري . نوکه څوک د حديث له صحت نه منکر شي خو بيا هم د قران کريم له احکامو نه خو سترګې نشي پټولى . که د حجاب هغه احکام چې اسلام يې مونږ ته امر کړى دى لږ په ځير سره ولولو ، نو په درې لوى هدفونو به پوئ  شو :
١ د نارينه او ښځينه اخلاقو لپاره بريد ټاکل شوې دى ، او دټولو هغو زيانونو مخنيوى شوى کومې چې په مختلطو ټولنو کې د ازادانه اړيکو په واسطه رامينځ ته کېږي .
٢ د کار په برخه کې هم د ښځې اونارينه تر مينځ بريد ټاکل شوى دى ، يانې هغه وظېفې او اسان کارونه چې د ښځې لپاره ټاکل شوي دي ، بايد ښځه يې ترسره کړي او هغه کارونه چې د نارينه  لپاره ټاکل شوي دي چې نارينه يې په اطمنان سره تر سره کړي .
٣ د کور او کورنۍ نظام ټينګښت او قوي کېدل چې اهميت يې په هېڅ وجه د ژوند په نورو نظامونو کم نه دى بلکه لا  زيات دى . او هغه چا چې پرته له حجاب څخه کورنى نظام ټينګ کړي په حقيقت کې يې ښځه لکه غلام ګرځولې او له ټولو حقوقو يې بې برخې کړې او چا چې ښځو ته د حقونو ورکولو په نامه ښځه له حجاب معاف کړې ده د هغوى کورنى او د ژوندون نظام ګډوډ او مخ په خرابېدو دى .
په داسې حال کې چې اسلام له يوې مخې دښځې ټول حقوق ورکوي ورسره کورنى نظام هم محفوظ ساتي . او دا موخه تر هغې لاسته نه راځي تر څو د حجاب احکام د هغې د ساتنې لپاره موجود نه وي . راځئ په سړه سينه په ټولو هغو موخو او مقصدونو فکر وکړو کوم چې اسلام غواړي د حجاب د رعايت له لېارې لاسته راوړي .
که اخلاق د چا په نظر ارزښت ولري ، نوبايد فکر وکړي چې په مختلطوټولنو کې ، چې ښځې ارايش کوي اوپه آزادانه ډول کېني  ، پاڅېږي اودژوندپه هره کاري برخه کې دنارينه و ترڅنګ دنده ترسره کوي په هغه ځاى کې څه ډول کولاى شي چې داخلاقو دفاسد کېدومخنيوى وکړي ؟ ! اوترڅه وخته به دټولنې داخلاقي فساد مخنيوى وشي ؟ لکه څرنګه چې مونږ په خپل هېوادکې وينو چې په هره اندازه مختلط (( دښځواونرانو ګډ اداري سستم وده کوي ، په هماغه اندازه جنسي جرمونه زياتېږي ، نوداخبره چې دبداخلاقۍ اوجنسي جرمونو اصلي سبب پرده اوحجاب ده اوڅه وخت چې پرده نه وي دخلکو زړونه له ښځوماړه وي ؛ بلکل غلطه ده .
په هغوهېوادونو کې چې بېحجابي اوازادي په پوره ډول حاکمه ده ، تراوسه دخلکو زړونه نه دي ماړه شوي ، اودهغوى دهوس اوشهوت نه ډکو غوښتنو دهغوى کار تررسوايۍ ورساوه ، اوتراوسه دپوره بربنډتوب اوبې حيايۍ اجازه نامې هم دهغوى زړونه ماړه نه کړاى شول .
هماغه ډول چې ګورو اوس هم جنسي جرايم ترټولو زيات په هماغه ځايونوکې ترسره کېږي هماغه ډول ددغه جنسي جرمونو ګزارشونه دامريکا ، انګلستان اونورو هېوادونو دخپرونوو دپاڼو زينت جوړوي اياداډول حالت ، داطمنان وړحالت دى ؟
دوام لري ....په بله ګڼه کې