دوکانداران دې ځانونه وپېژني!

(د هغه چا چې مسکا زده نه وي دوکانداري دې نه کوي)، دا يو چينايې متل دي، د شيانو د معلومولو لپاره لکه( دوا، کتابونه، خوراکي توکي،جامې او نور غټ او واړه شيانو د رانيولوپه خاطر هر څوک په ورځ کې که نه وي اوونۍ کې يو ځل غواړي له ذکر شوو توکو نه ځان خبر کړي، چې نرخونه يې چېرته ختلي، پکار ده له دوکاندارانو سره يو ځل غوږ وجنګوي اکثراً داسې خلک دوکانداران  شوي چې په پوره توګه د دوکاندارۍ پوهه او لياقت نه لري که له  هغوي نه د يو شي له يو ځل نه  زياته پوښتنه وشي، سم د لاسه يې غوسه راپارېږي او بازاري اکټونه شروع کړي که چېرته مشتري له مصلحت نه کار وانخلي خبره جنګ جګړې ته هم رسېږي.د يو شي معلومول او بيه کول د مشتري قانوني حق دي، زمونږ په ګران هېواد کې د يو شي  نرخ معلوموي نه کېفيت، اود داسې کار هډو  فکر کېداي نه شي، نو څرګنده ده، چې دوکاندار بايد هر شي د ټولو معلوماتو سره مشتري ته په حوصېله وړاندې کړي، او مشتري هم له ښه غور او فکر نه وروسته هغه شي راواخلي د نړۍ له دې پرمختګ سره سره مونږ اوس هم پخواني ساده  تلې او ډبرې کاروو، غوښه، سابه او نور خوراکي توکي د کيلو په ځاي په زړو ډبرو تلل کېږي، ناوړه ګټه، غېر معياري شيان د پاکستانيو په وينا ملاوټ، او داسې نورې بې ايماني زمونږ په دوکاندارانوکې يو معمول ګرځېدلي، نن سبا يو بل دستور چې دوکاندارانو زده کړې دا دي چې ليکلي يې وي اخېستل شوي شي نه واپس کېږي. که له مشتري سره څومره زياتي هم شوي وي  دا ټکې به درته ښکته پورته کوي، کله چې مشتري له دوکانداره يو شي اخلي په کار ده  د  ورکول شوو  پېسو په خاطر  په تمامو معيارنو پوره  وي او دايې حق دي په بله ژبه دا د دوکاندار اخلاقي دنده ده، چې هغه  ورکول شوي شي بې له معاوېضې بدل کړي، په ځينو بازارونو کې دوکانداران مشتريان په ځانګړي ډول ښځو ته اوازونه کوي، تر څو يې پام واړوي، کله نا کله بيا شوخي هم کوي چې د اخلاقو خلاف کار دي. دوکاندار باندې د اخېستونکي په ځانګړې توګه د ښځو پوره حق دي تر څو په درناوي چلند ورسره وکړي.
زمونږ ښاروالي د تفتېش اوداسې نورو په نوم مامورين لري، چې اکثره خلک يې ګرم بولي، په مطبوعاتو، راديو، تلوېزون کې له همدې مامورينو څخه شکايتونه اورېدل کېږي، زمونږ ګزارشګران هم بې خبره دي چې په ازاد بازارکې نرخونه د رقابت له مخې ټاکل کېږي چې د کومې ادارې ورباندې زور نه رسېږي، ګران هېواد د همداسې يو بازار په مينځ کې لامبو وهي، د ازاد بازار په سيستم کې  ښاروالۍ يواځې د وزن، کېفيت اونورو په اړه تفتېش کولاي شي اويا څوک احتکار کوي. دوي هر شي ته په پخوانۍ سترګه ګوري، لنډه داچې کومه حاصه  لايحه عمل نه لري.
د تجارت او کارو بار ماهېرين له کلونو مطالعاتو وروسته کاسب او دوکاندار لپاره ځانګړي وصول وضعه کړي، دوکاندار بايد د مشتري دخوشحالولو صلاحيت ولري، ترڅو د هغې اعتماد راجلب کړي، او دوکاندار ته پکار ده چې له مشتري سره په ډېر احترام چلند وکړي، او ديو دوست په بڼه بايد څرګند شي، مشتري که لوي سړي  وي يا عادي وګړي يو شان سلوک ورسره پکار دي، که مشتري په اخېستلو رضامند نه وي بايد زور ورباندې رانه وړل شي ټول دوکانداران دې ځانونه وپېژني او په خپل کار دې له سره فکر وکړي.