پوښتنه
محترم ډاکټر صاحب!
د هر څه نه مخکې خپل احترامات ډالۍ کوم او د لوی خدای ج څخه مو د ښه صحت غوښتونکی یم .
ډاکټر صاحب! زه یوه مریضې لرم او هغه دا چې ماته پر لږ څه او معمولی خبره غصه راځي او بیا تر هغه وخته دوام کوي تر څو چې سر درد شم . ډیر وختونه ډیر دقدروړ کسانوته چې زه نه غواړم رانه خفه شی لکه زما مور او پلار هم په غصه کیږم.
او بل داچې هیر ډیر لرم او ډیر ژر مې له ذهنه څخه شیان وځي.
یادونه باید وکړم چې زه تعلیم یافته یم، هیڅ ډول نشه نه کوم . امید لرم چې د حل لار راته و مومیء.
ستاسو د لا کامیابۍ په هیله
ځواب
خپله غوسه څنګه کابو کړو؟
غوسه او تاو: د ځینو روحي فشارونو، درد، غم، ناخوالو، د توقع او غوښتنې خلاف د یو څه واقع کېدو او ستونزو په وړاندې ځمونږ بدن فزیکي، روحي او یا احساساتي ( لکه قارېدل، غضبېدل او عصبي کېدل) عکس العملونه ښیء چې همدغو حالتونو ته غوسه ویلی شو.
غوسه په بدن ځینې فزیکي اغیزې کوي لکه د مخ سور اوختل یا د مخ او شونډو پیکه کېدل، د غړو رېږدېدل، د زړه د ټوپونو زیاتېدل، په وینه کې د اډرینالین او نار اډرینالین هارمونو ډیر افرازېدل، د غاښونو چیچل، خوله کېدل، د ګرمۍ او یا یخنۍ احساس او د وینې د فشار لوړېدل. که نوموړي حالتونه زیات او یا غوسه داسې حد ته ورسېږي چې د ځان اداره کول ګران شي نو په بدن او اعصابو ناوړه اغیزه کوي، خو کله نا کله د یو دفاعي میکانیزم په شان د حرکت، قوت او جرات په زیاتولو مو د ځینو نا ببرو پېښو په وړاندې محافظه کوي.
زغم کمونکي عوامل:
۱- د مخدره موادو او الکول کارول.
۲- درد.
۳- دغوښتنې او توقع خلاف د پېښو، ستونزو، غم او مخالفتونو سره مخ کېدل.
۴- روحي او جسمي فشار، اندېښنه، تشویش، ځورېدل او تهدید.
د حل لارې: غوسه کمول او یا نه غوسه کېدل یواځې د احساساتي پرېکړو او روحي فشارونو مخنیوی نه کوي، بلکه د اندېښنې او زړه د حملو په کمولو او د مکروبونو او ناروغیو په وړاندې د بدن د مقاومت په غښتلي کولو کې هم مرسته کوي.
په لاندې ډول مو د زغم په زیاتولو، غوسه کابو کړﺉ.
۱- همېشه مکمله او منظم خواړه وخورﺉ.
۲- د سهار او یا ما ښام ورزش کول مه هیروﺉ.
۳- د بیدېدو مهال ویش مو منظم کړﺉ.
۴- د مخدره موادو استعمال، الکول او سګرټ څښل د ډاکټر په مشوره او لارښونه ترک کړﺉ.
۵- غوښتنې او توقعات مو د حالاتو سره برابرې کړﺉ.
۶- خپلو حاضرو حالاتو او کارونو ته توجه وکړﺉ، د تیرو شوو او راتلونکو پېښو او کارونو په هکله اندېښنه او فکر مه کوﺉ.
د غوسې په وخت داسې وکړﺉ.
۱- څو ځلي اعوذ با الله من الشیطن الرجیم او لا حول ولا قوت الا با الله العلی العظیم ووایاست.
۲- که ولاړ یاست کښینیء او یا که ناست یاست پرېوځیء.
۳- یو ګېلاس سړې اوبه وڅښیء.
۴- غوسه انرژي ده، د غوسې په وخت هڅه وکړﺉ چې د قدم وهلو، کار کولو، ژوره سا اخستلو او نورو طریقو سره خپله انرژي کمه او غوسه مو سړه کړﺉ.
۵- له چا سره د نظر د مخالفت په صورت کې د غوسې پرځای خپله غوسه په خواخوږۍ، هم نظرۍ او ګذشت بدله کړﺉ.
۶- هڅه وکړﺉ چې د قار وخت کې څو ځلي ژوره ساه واخلیء او ځان ته د روحي ارامۍ تلقین وکړﺉ.
۷- د غوسې په وخت کې ځان په بل شي مصروف کړﺉ.
۸- او کنه، نو د ډاکټر په مشوره د یو څه مودې له پاره
Tab.Prothiadine 25 Mg x 2/Day
یا
Tab.Alprazolam 0.25 Mg/Night
استعمال کړﺉ.
اخستنځي:
http://www.medterms.com/script/main/art.asp?articlekey=33843
http://www.conselis.com/anger-management/articles/main-causes-of-anger.php
http://www.anger-management-programs.net/anger-management-treatment.htm
http://www.srmhp.org/0302/anger.html
http://divorcesupport.about.com/od/angerandconflict/tp/anger_physillness.htm
http://www.jcfcc.vcn.com/anger.html
ستاسو د روغتیا په هیله.
ستاسو ورور ډاکټر صداقت.