تذکره یا Stretcher :
تذکره څنګه جوړولی شو؟
۱-د لرګو له دړې نه د لاندېني انځور په شان.

۲-دروازه.
۳-زینه.
۴-دوه متره ټوکر او دوه اوږده لرګي.

۵-کمیس یا بنین او دوه اوږده لرګي.

۶-د دوه، درې اویا څلورو کسانو لاس په لاس کېدل.

۷-چوکۍ

په تذکره کې د ناروغ د انتفال طریقه:
۱-ناروغ د دریو یا څلورو کسانو پواسطه په تذکره باندې واچول شي.

۲-د ناروغ سر ، پښې او تنه په مستقیم ډول وي.

۳- ناروغ په تذکره باندې کلک وتړﺉ.
۴-تذکره په کرارۍ سره جګ کړﺉ او د انتقال په وخت کې ناروغ ته ټکان ورنکړﺉ تر څو چې زخم او یا د مریض حالت ډېر خراب نشي.
۵-ناروغ داسې انتقال کړﺉ چې سر یې د وروستني کس په لوري وي.

۶-په امبولانس او یا بل هرځای کې د ناروغ د کېښودو په وخت کې احتیاط وکړﺉ.
۷- ډاکټر ته په روغتون کې د پېښې پوره ګزارش(تاریخچه) بیان کړﺉ.
04.03.2007
- Dr.Sadaqat Yaqubi
سوزېدل(سوختګي):لاملونه:۱-اور.۲-جوشې اوبه.۳-تېل.۴-برېښنا.۵-کېمیاوي مواد(تېزاب او القلي).
که د پوستکي لږه برخه سوزېدلې وي:
۱- خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.۲- سوزېدلې برخه د پاکو اوبو او سابون په واسطه په احتیاط سره ښه پاک کړﺉ.۳- سوزېدلې برخه(ټپ) په احتیاط سره د پاک ټوکر په واسطه وچ کړﺉ.۴-ټپ د پاک بنډاژپه واسطه په سست ډول سره وتړﺉ....
23.04.2007
- Dr.Sadaqat Yaqubi
تسمم:
لاملونه:۱-نباتي زړي.۲-مرخېړي او صحرایي مېوې.۳-د حشراتو او خزندګانو ضد کېمیاوي مواد.۴-د خاورو تېل او نور.۵-کېمیاوي مواد.۶-تنباکو او الکهول.
د تسمم نښې:۱-دکېمیاوي موادو له کبله د خولې او شونډو سوزېدل.۲-زړه بد والی او کانګې.۳-نس ناستی.۴-فلج(ناروغ خوڅېدلی نشي).۵-د لیدلو ستونزې.۶-بې هوشي.۷-تنفسي ستونزې.
لومړنۍ مرستې: ...