ټپونه:
ټپ: د مردکیو،چاکو،ښیښې،فلزاتو او نورو تېره شیانو په واسطه د بوستکي پرې کېدو او یا غوڅېدو ته ټپ وایي.
ټول ټپونه دردناکه وي،وینه ترې بهېږي او په آسانۍ سره منتن کېدی شي.
د ټپي معاینه کول: وګورﺉ چې آیا!
۱-ټپي شعوري حالت لري؟ شاک کې دی؟
۲-د ټپي د پوستکي رنګ پکه دی؟
۳-ټپ سطحي دی که ژور؟
۴-د ټپ نه وینه بهېږي؟
۵-هډوکی هم مات شوی دی؟
د ټپي سره لومړنۍ مرستې: ټپونه په دوه ډوله دي.
۱-پاک ټپ.
۲-منتن ټپ.
۱-پاک ټپ: که زخم پاک وي ، په لاندې ډول لومړنۍ مرستې وکړﺉ.
-خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.
- په ټپ باندې د لسو دقیقو له پاره فشار راوړﺉ ترڅو وینه ودرېږي.
-که ټپ په لاس او یا پښه کې وي ،ټپي غړی پورته ونیسیء ترڅو وینه ودرېږي.
- له ټپ نه اجنبي شیان او خاوره لرې کړﺉ ، او زخم د پاکو اوبو او سابون په واسطه پاک کړﺉ.
-پاکول د ټپ له مرکز نه پیل کړﺉ او د ټپ څنډو ته لاړشیء.
-د ټپ له شاوخوا نه ویښتان وخرییء.
- د پاک بنډاژپه واسطه له کښته نه پورته خواته ټپ وتړﺉ.
-هرو دوو ورځو کې پانسمان تبدیل کړﺉ.
-د یو کورس انټي بیوټیک او سېرم انټي ټېټانوس د تطبیق له پاره ناروغ روغتون او یا روغتیایي کتنځي ته انتقال کړﺉ.
۲-منتن ټپ:که زخم زوې او یا بد بوی ولري او یا ټپي د ځان درد او تبه ولري مانا داچې ټپ منتن شوی دی، په لاندې ډول عمل وکړﺉ.
- خپل لاسونه د پاکو اوبو او سابون په وسیله پاک پرېمنځیء.
- زخم د پاکو مالګینو اوبو او سابون په واسطه ښه پاک کړﺉ.
- د ټپ پاکول له څنډو نه پیل کړﺉ او د ټپ مرکز ته لاړشیء.
-ډېر کوښښ وکړﺉ ترڅو له زوو نه ټپ ښه پاک کړﺉ.
-زخم وچ کړﺉ او د پاک بنډاژپه واسطه له کښته نه پورته خواته یې وتړﺉ.
-د ډاکټر په مشوره یو کورس انټي بیوټیک پیل کړﺉ.