حساسيت:
د ټولنې دهرو پنځو كسانو نه يو یې داجنبي موادو لكه دوړه، دګلانو ګرده، خاص ډول خوړو او يا هم كيمياوي موادو په وړاندې حساس دي.
دحساسيت عامل د Allergen پنامه ياديږی.
الرجن د IgE (كوم چې Mast cells او Basophils پوښوي) دسویې دلوړيدو سبب ګرځي.
الرجنوته دIgE سره په تماس راځي او پوښل شوي حجرات ( Mast cells او Basophils ) ځينی امينونه لكه Histamine افرازوي.
الرجي هغه وخت پرمختګ كوي كله چې Suppressor – T-cell( كوم چی د plasma cells پواسطه د IgE توليد كموي ) مو جود نه وي او يا هم كم وي.
الرجنونه ښایي دپوستکي، هضمي او ياتنفسي سیسټم دلارې بدن ته داخل ته شي او د Ag – Ab عكس العمل سبب شي.
دالرجن او Ab د مخامخ كيدو ځای دحساسيت دشدت د درجې او اعراضو ښودنه كوي یانې كه الر جن دانتی باډی سره په سږوكې مخامخ شي نو حساسيت به ديړ شديد وي نسبت دې ته چې دبدن په كوم بل ځای كې مخامخ شي.
دحساسيت عكس العمل كيدی شي ګړندی او ياځنډنی وي.
۱-ګړندی حساسيت : كه يوکس پخوا د كوم الرجن سره مخامخ شوی او حساسيت یې ښودلی وي او د دوهم او نورو ځلو لپاره دهمدې الرجن سره بيا مخ شي ښایي چې ډير ژر او په چټک ډول سره ( دقائقو او ياساعت كې ) عكس العمل وښۍ ، چې دغه ډول حساسيتي عكس العمل دګړندی حساسيت په نامه ياديږی.
ديوه الرجن سره ديوكس لومړي ځل مخامخ كيدل د IgE د توليد سبب ګرځي چې دا IgE د Mast Cells او يا د دوراني بزوفيلونو د سطحې سره يوځای كيږي،اوپه Mast cells باندې كومه اغیزه نلري.
Mast Cells د خپل ځانګړي الرجن سره د بيا مخامخیدو په صورت كې ډير ژر التهابي مواد لكه هسټامين او Interleukin په خارج الحجروي خاليګا كې خوشې كوي چې ددغو موادو خوشې كول د Degranulation پنامه ياديږي. Histamin در ګونو Permibility (دموادو دتيريدو قابليت) زياتوي او دملساء عضلاتو د تقبض سبب ګرځي.
Interleukines د Mast cells او بزوفيلونو پذريعه جوړيږي او هسټامين ته ورته دنده او اغیزه لري مګر دتاثير دوام یې د ډير وخت لپاره پاتې كيږی.
د Mast cells پذريعه دافراز شوي كيمیاوي موادو له وجې پيدا شوی التهاب ښایي متوسط او يا شديد وي.
التهاب چې دبرانكسونو دملساء عضلاتو د انقباض سره يو ځای وي ممكن دومره شديد وي چې د تنفسي ستونزو دپيداكيدو سبب شي ، لكه هغه التهاب چې په استما (نفس تنګي ) كې پيدا كيږي.
په ډيرو حساسيتونوكې التهابي عكس العمل موضعي وي ، لكه د ګلانو د دوړې په وړاندې حساسيت (Hay Fever) كې التهاب دپزې په مخاطي غشاء كې تظاهر كوي.
كچيرې يوالرجن دوينې دوران ته ننوځي د بدن په مختلفو غړو او سیسټمونو باندی اغيزه کوي چې ددې ډول سيسټمك عكس العملونو مثال دحشراتو ، لړم او مارچيچل ، ځينی درملونه لكه پنسلين او د خوړو تركيبي اجزاوې كيدی شي.
په سیسټمك عكس العملونو كې التهاب او پړسوب زيات او پراخ وي ، دوينې فشار ټيټ وي او ښایي د Anaphylactic شاك سبب شي،حتی كيدی شي چې حساسيت دومره شديد وي چې په سږوكې د هوائي لارو د انقباض اوبنديدو سبب شي او كچيري په بيړنی (عاجل) ډول سره د Epinephrin او Antihistamin د پيچكاريو پذريعه درملنه صورت ونه نيسي د زندۍ كيدو (suffocation) سبب ګرځي.
يادونه:- حساسيت د لاندنيو درملونو پذريعه تداوي كيدی شي.
1- Antihistaminic دواګانو پذريعه چې د هستامين اغيزې په پوستكي او د وينې په رګونو باندې كموي.
2- د Immuno Suppressive دواګانو لكه Cartison او Cyclosporine پذريعه چې دوې د الرجن په وړاندې د انتي باډي جوړيدل کمزوری کوي.
3- د Desensitization يعنې بې حساسيته كولو په طريقه:- پدي ډول چې په اوله كې د الرجن ډير كم مقدار او وروسته تدريجاً ډير مقدارونه يو شخص ته پيچكارۍ كيږي ترڅو چې حساسيتي عكس العمل یې را ټيټ كړي.
پوښته:- آيا حساسيت له والدينو نه ماشومانو ته په ارثي ډول انتقاليږي اوكه څنګه؟
ځواب:- هو ممكن.
ليكن اصلي خبره داده چې يو ماشوم د حساسيت په وړاندې مستعد والی(susceptibility) په ميراث وړي نه د يوې ځانګړې مادې په وړاندې حساسيت.
ځنډنی حساسیت:- كه د يوه حساسيتي عكس العمل د پرمختګ او برسیریدو نښې څو ورځې ونيسي د ځنډنی حساسيت پنامه ياديږي.
T-Cells د ځنډني حساسیت مسول دي او د حساسيت ښودلو ميكانيزم ئې هماغه شان دی كوم چې د T حجراتو لپاره مخكې شرح شو.
په حقيقت كې ځنډنی حساسيت به د T حجراتو د نورمالو فعاليتونو سره چې په داخل حجروي انتاناتو او سرطاني حجراتو كې رهنمائي كيږي توپیر ونلري. ځنډنی حساسيت د نسج او غړو په هغو پيوندونو كې چې د يوه كس نه بل ته صورت نيسي د نه لګيدو سبب ګرځي.
د پيوندونو دنه لګيدو عكس العمل اساساً د T حجراتو پواسطه صورت نيسي.
د پيوند نه لګيدل يو معافيتي عكس العمل دی چې د پيوند شوي نسج پر سطح د انتي جن د موجوديت له وجې چې په كوربه انساجو كې موجود نه وي منځته راځي.
كله چې پيوند اجرا شي نو T حجرات په جوړيدو شروع كوي، پيوند شوي ساحې ته درومي او په پيوند شوي نسج باندې برید كوي.
دا چي قرنيه دوينې رګونه نلري يعنې په حقيقت كې T حجرات نلري نو د يوه كس نه بل ته پرته د عكس العمل ښودلو پيونديدی او انتقاليدی شي.
معافيت كمزوري كوونكي دواګانې:
هغه دواګانې چې د بدن معافيتي عكس العملونه كمزوري كوي د Immune suppressive Drugs پنامه ياديږي،نوموړي دواګانې د پيوندونو په لګيدو كې ډيرې موثرې دي.
ممكن يو اجنبي نسج د ډيرې مودې لپاره پرته لدې چې د ځنډني حساسيت سبب شي پاتې شي ځكه كيدی شي چې پيوند شوی نسج د بدن د خپل نسج په ډول قبول شوی وي چه دغه پیښه د تحمل (Tolerance) پنامه ياديږي.
د غړو د پيوندولو نه وروسته د معافيت د كمزوري كولو او پيوند د لګيدو لپاره ډيرې دواګانې استعماليږي .
اصلاح شوي او پرمخ تللي معافيت كمزوري كوونكي دواګانې د پښتورګو، ځيګر، زړه اود سږو پيوندول یې تر يوې اندازې پورې ممكن او كامياب كړيدی. ځینې معافيت كمزوري كووونكي دواګانې لكه Azathioprin او 6- Mercaptopurin د DNA د جوړيدو د نهي كولو د لارې خپل عمل اجرا كوي چې په پایله كي د T لمفوسايټونو ډیرښت او پرمختګ Cytotoxic حجراتو ته محدودوي.
نورې دواګانې لکه Cortisone د التهاب د كمولو پډول عمل اجرا كوي.
يوه بله معافيت كمزورې كوونكې دوا (Cyclosporin) د Interleukin- II او لمفوكينو عمل، جوړيدل او يا هم دواړه بلاك او منع كوي.